د اختر ورځ وه. د لغمان والي لخوا بلل شوي وو. د مهترلام ښار په جامع جومات کې مو د لغمان ولایت والي سره یو ځای د اخترلمونځ ادا کړ. له خلکو سره مو روغبړ وشو او یو بل ته مو اختر مبارکۍ وویلې.
له جومات نه راووتو او د والي عبدالجبار نعیمي دفتر ته راغلو. تر لږې ناستې وروسته، وویل شول چې هغو کورنیو ته به د اختر مبارکۍ ته ورځو چې بچیان یې د وطن په دفاع کې شهیدان شوي دي. کاروان تیار شو. کاروان د والي په مشرۍ د ملي امنیت رئيس، د لغمان امنیې قوماندان، ولایتي شورا غړيو او ځينو نورو کسانو په ملتیا روان شو.
شاوخوا دولس کورنیو کره ورغلو. هرې کورنۍ د سترګو تور له لاسه ورکړی و. د کورنۍ دنګ، دنګ چنارونه یې پریوتي ول او اوس یې د سیوري پر ځای د ویر پر ټغرناست ول او لا یې هم د ویر ساندې سړې شوې نه وې.
زمونږ په لیدو دا کورنۍ دومره خوشحاله شوې چې د خوشحالۍ اندازه یې زه نشم کوای. هرې کورنۍ د خپلو شهیدو بچیانو په اړه ځانګړې کیسې او خاطرې درلودې. د پلرونو او بچیانو هره خبره یې له دې کیسو او خاطرو اغیزمنه وه.د ځينو شهیدانو پلرونه به والي ته د کیسو پر مهال غریو ونیول او پر مخ به یې نرۍ، نرۍ اوښکې راغلې او احساسات به یې په جوش راغلل او د خپل وطن دفاع ته به یې بیا هم سینه ډبوله.
له ځینو واړه ماشومان پاتې ول، چې نیکونو او ترونو یې په غیږ کې نیولي ول او د خپل اولاد او ورونو د نښې په ډول یې کله مچول او کله یې ورسره وړې-وړې خبرې کولې.
پر ځینو خو اختر خوشحالي نه، بلکې ماتم و ځکه څوک یې داسې نه وپاتې چې اختر یې په خوشحالۍ وربدل کړی وای.
د شهیدانو له کورنیو سره له ناستې او لیدنې انسان ته د ا احساس وشي چې پر دې وطن څومره لوی غم راغلی او دې غم کې څومره افغان انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. څوک په یوه نامه او څوک په بل نامه وژل کیږي او کورنۍ یې پاتې کیږي. د دې نا انساني جګړې له لاسه زمونږ ټولنه دومره سپین سترګې شوې، چې مرګ او، وژل ورته د ژوند عادي چاره ښکاري او هیڅ پرې نه ځوریږي. د ټولنې زړه دومره سخت شوی چې هیڅ ډول بدبختي او غیرانساني چاره پرې تاثیر کوای نشي او مثبت لور ته یې رهي کوای نشي.
د یو کس وژل کیدل یوازې د یوکس وژل کیدل ندي، بلکې ددغه کس د بچیانو، مور، پلار، خویندو، وروڼو، ملګرو ... ژوند په منفي ډول متاثرول او د خوښیو پر ځای غمونو کې ښکیل کول دي. لکه زمونږ په ټولنه کې چې (( یو یې ګټي او شل یې څټي)) اقتصادي فورمول حاکم دی، نو کله چې ((ګټیالی)) له منځه ولاړ شي، پاتې نولس کس له اقتصادي ناورین سره مخ کیږي. واړه بچیان یې بې مکتبه پاتې کیږي، خویندې، میندې یې له سختو کړاونو سره مخامخیږي. او د یو کس په قتل سره په ټولنه کې د بدبختۍ کچه څو چنده لوړیږي. که تاسو په ښارونو کې کوچنیان، میرمنې، ځوانان په بدحالت کې وګوری او پوښتنه یې وکړی نو زیاتره به یې په داسې کورنیو اړه ولري چې ښه ژوند یې درلود، خو د کورنۍ د مشر او ګټیالي د له منځه تللو له امله یې کورنی نظم له لاسه وتلی او په بدبختۍ اخته شويدي.
خبره بل خوا ولاړه نشي، د لغمان ولایت د مشرتابه او چارواکو دا ډول کار چې د شهیدانو کورنیو پوښتنه کوي، هغوی ته مورال ورکوي او پر بچیانو یې پام ساتي ډیر انساني او د ستاینې وړ دی، چې باید همداسې وپالل شي.
همدا راز د نورو ولایتونو چارواکي باید دغسې چارو ته هم رسیده ګي وکړي تر څو د شهیدانو کورنۍ له بدبختیو سره مخامخ نشي او په دې سره خپلو سربازانو ته ثابته کړي چې چارواکي د دوی او که دوی نه وي د کورنیو او اولادونو تر څنګ یې ولاړ دي او هیڅ حالت کې یې تنها نه پریږدي.
همداشان که د ملي امنیتي ځواکونو د کورنيو او اولادونو سره د مرستې سیستم چې اوس په ډیر ضعیف ډول په امنیتي سکتور کې شته لا غښتلی، ګټور او فعال شي نو دا به د ملي ځواکونو د مورال د لوړاوي لپاره بهترین ګام وي.