اختره پام چې په دې لار رانشي
په دي کوڅه په دغه خوا رانشي

دلته لا اوښکې وچې شوې نه دې
د غم سیلۍ لا ودریدلې نه دې

ډیوې دې مړې توره تیاره دلته
سلګۍ دې ساندې دې ویرونه دلته

یتیمان ناست دي تیر وختونه ژاړي
د مور او پلار خواږه یادونه ژاړي

څوک د ادې دي وخت اختر یادوي
څوک د بابا ځواني نښتر یادوي

خوشالې نشته دلته غم میلمه ده
ورسره درد او هم ماتم میلمه ده

دلته د هیلو جنازې پرتې دې
دا پاتې ژوند ته وسوسې پرتې دې

تر اوسه خلک تسلي ته راځي
مونږ غمځپلو غمرازي ته راځي

دلته زړې جامې په تن دي زمونږ
زړونه ټپي پرهر پرهر دي زمونږ

مونږ هدیرو ته هره ورځ روان یو
کله ماښام کله سحر روان یو

دلته نه شور شته د بنکړو اختره !
نه سره نکریزي په لاسو اختره !

اختره څه کوي چې دلته راځي
زمونږ دي وران ویجاړ انګړ ته راځي

اختره پام چې په دې لار رانشي
په دي کوڅه په دغه خوا رانشي

د " کوچۍ" اوښکې وچې شوې نه دې
لا يې سلګۍ هم غلې شوې نه دې

اختره پام په غلطي رانشي
د غم ټغر ته په خوښې رانشي
کوچۍ احمدزۍ