غربت شاعر کړمه قلم يې ترجمه وکـــــــــــــړله
د زړه خبره مې نن سمه په ښکاره وکــــــــــړله
ستا ښايسته زلفې نرۍ لوپټه ښکلی محـــــــــــل
زما شړۍ ورانه جونګړه تا ګيله وکـــــــــــــړله
د ارمــــــانونو جنــــازه او د غربت انتهـــــــاء
چې په وتو شوه هغې سمه تماشه وکــــــــــړله
دا محبت دا وسوسې او دا خيالي نړۍ مــــــــې
په ورانيدو وه تا ښايسته ښکلې ټپه وکـــــــــړله
هغه د درد تابـــــوت مې مخـــــکې وو چـــــې
ته رانه لاړې د رقيب کــــــــره دې شپه وکړله
لـــــه درده ډک زړه او بــــــاران د اوښکـــــو
په چا برسات وو،پکې ښکلې شان ميله وکړله
د حقپال سوي زړه او سوې شاعرۍ ته ګوره
د درد ښامار ترې تاو دنيا یې ننداره وکـــړله