د استرالیا نامتو او شتمن سوداګر 'ډیک سمیت' په خپل شخصي لګښت د یو میلیون ډالرو په ارزښت د کډوالۍ پر ضد د اعلاناتو لړۍ پیل کړې ده، کوم چې د استرالیایي حکومت د کډوالو د قبلولو په کلني پروګرام کې د کښمت غوښتنه کوي.

ډیک سمیت چې پخوا یې د کال د غوره استرالیايي جایزه هم ګټلې، وایي، غواړي پدې کار سره د استرالیا د وګړو او سیاستوالو پام په استرالیا کې مخ په زیاتیدونکي مهاجرت ته راوړوي چې د نوموړي په اند یوه لویه ستونزه ده.

نوموړی په خپلو اعلاناتو کې د استرالیایي سیاستوالو څخه غوښتنه کوي چې په استرالیا کې د کډوالو د قبلولو کلنۍ شمیره له ۲ لکو څخه ۷۰ زرو ته راکمه کړي. هغه ټینګار کوي چې په روانه کچه د استرالیا د نفوسو وده او زیاتوالې به استرالیا په راتلونکې کې له ډیرو ستونزو سره مخ کړي او باید تر وخت مخکې یې مخه ونیول شي.

نوموړي د د تیرې سه شنبې په ورځ د دغه کمپاین د پیل په غونډه کې وویل، "مونږ ټول پوهیږو چې مونږ اوسمهال استرالیا کې د ډیرو نورو هیوادونو په پرتله ښه ژوند لرو، خو که د استرالیا د نفوسو وده په دغه کچه مخ په زیاتیدو وي، نو پوښتنه دا ده چې آیا مونږ خپلو بچو، لمسیانو او راتلونکو نسلونو لپاره د دغه ډول ښه ژوند چمتوالې نیولې؟ زه په دغه هکله اندیښمن یم."

"مونږ ته ویل شوي چې د وګړو زیاتوالې د هیواد اقتصاد پیاوړی کوي او د ټولو ستونزو لپاره د حل لاره ده، خو که د وګړو زیاتوالی اصلي ستونزه شي او مونږ ورته چمتوالی ونلرو، بیا به څه کوو؟"

"زه غواړوم په دې کار سره د خلکو ذهنیتونو ته تغیر ورکړم ترڅو راتلونکې حقیقت ووینې او د استرالیا د بې پایه نفوس زیاتوالي مخه ونیسي."