په بغلان ولايت حسين خيلو کلې کې امير کروړ فرهنګي مرکز او د ځلانده ستورو د ځوانانو ټولنې د خپلواکۍ ۹۸ يمه کليزه ولمانځله.

لیکوال: محمد جواد الهام

پرون شنبه د زمري ۲۸ مه نيټه ۱۳۹۶ هـ ل کال په بغلان ولايت کې د امير کروړ فرهنګي مرکز او د ځلانده ستورو د ځوانانو ټولنې لخوا د خپلواکۍ د بيا ګټلو ۹۸ مه کلیزه ولمانځل شوه، لمانځ غونډه له ۲ دوو برخو مشتمله وه: ۱: د ویناوو برخه، ۲: پلخمري ښار ته تګ او د ملي اتڼ برخه.
ياده غونډه د ماسپيښين په ۰۰:۰۲ بجو سره پيل شوه چې د بغلان ولایت له بيلابيلو سيمو څخه لکه بغلان جديد، فابريکې سيمې، زمانخېل، حسين خېل، بند دو، چشمه شير، پلخمري، کېله ګي او نورو سيمو څخه په پراخه کچه مشرانو او ځوانانو پکښې ګډون کړی وو.
د وياندويئ چارې د امير کروړ فرهنګي مرکز غړي محمد جواد الهام پر مخ وړلې، غونډه د انجنير عبدالحليم حبيبزي صيب لخوا د قران کريم په يوه مبارک آیت سره پيل شوه چې ورپسې ملي سرود وغږول شو.

د لمانځ غونډې د پرانیستې وينا لپاره د امير کروړ فرهنګي مرکز مشر ښاغلی مطيع الله اراک راوبلل شو نوموړي له آمو تر اباسين افغان ملت ته د خپلواکۍ د بيا ګټلو مبارکي وړاندې کړه او ويې ويل: د افغانستان د خپلواکۍ بنسټ په کال ۱۷۴۷ احمدشاه بابا ايښی ده او بايد چې نوموړې ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په حيث ولمانځل شي له څو ځلو خپلواکۍ جګړو وروسته د خپلواکۍ اخرنۍ افغان-انګرېز جګړه په کال ۱۹۱۹ کې وشوه، موږ پر ځای د دې چې سر (۱۷۴۷) وپـالو اخر (۱۹۱۹) مو ټينګ رانيولی، بيا يې د اقتصادي خپلواکۍ په ارزښت له رڼا اچولو وروسته ټول بغلانيان د هڅې او همغږۍ پاللـو ګـټـو ته متوجه کړل تر څو په راتلونکي کې د افغانيت هر ارزښت لکه څنګه چې ښايي سره وپالو.
ورپسې د بغلان جديد ولسوالۍ د ځوانانو مشر ښاغلي اسلام الدين څرګند د خپلواکۍ مبارکي ټولو افغانانو ته ورکړه او د خپلواکۍ په اړه يې خپل عالمانه نظر وړاندې کړ له بغلانيانو څخه يې د اتحاد هيله وکړه تر څو وکولای شو خپل د اتفاق او يووالي په مټ له شته ستونزو ووځو چې الله تعالی مو پرمختګ په نصيب کړي، نوموړي د افغانانو پر پرون ورځ رڼا واچوله او ګډونوالو ته يې د ازادۍ او خپلواکۍ په اړه خپلې زرينې ويناوې واورولې، څرګند صيب د افغانانو شته ستونزې يادې کړې او زياته يې کړه چې بايد خپل د اتحاد او يووالي له لارې بايد افغانان نړۍ ته دا ثابته کړي چې موږ بيا هم کولای شو چې خپل پرون را ژوندی کړو.
د څرګند صيب پسې ښاغلي عبدالرشيد احمدزي صيب د زمانخيلو د ځوانانو په استازيتوب د خپلواکۍ مبارکي افغان ولس ته وړاندې کړه او دا يې د ډېر وياړ او خوښۍ ځای وښود چې افغانان د خپلې ازادۍ ورځ په ډېرې مينې او شوق سره لمانځي، ورپسې په بغلان کې د شهيد ډاکټر نجيب الله د بنياد مشر ښاغلي کاکا ګل پيکار صيب د خپلواکۍ ورځې او تاريخي پيښو په اړه يوه لنډه وينا وکړه او ځوانان يې اتحاد او اتفاق ته وهڅول.
همدارنګه د ځلانده ستورو د ځوانانو ټولنې مشر ښاغلي حاجي فرهاد احمدزي صيب هم د مبارکيانو په وړاندي کولو سره د ځوانانو په يووالي ټينګار وکړ، احمدزي صیب د افغانانو په نن ورځ افسوس ښکاره کړ او ياده يې کړه تر څو له خپلو ملي مشرانو څخه زده کړه وکړو او په اتحاد او اتفاق سره پر مخ ولاړ شو، په شته ستونزو او مشکلاتو وغږېد او خپلې عالمانه ويناوې يې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې او ځوانان يې اتحاد او يووالي ته تشويق کړل او د اتحاد له لارې يې د برياليتوب ډاډ ورکړ.
د لمانځغونډې لومړۍ برخه د ښاغلي عبدالحليم حبيب زي صيب په تلاوت سره پای ته ورسيده.

د غونډې دويمه برخه:
له لمانځ غونډې وروسته ټول ګډونوال د پلخمري ښار او بغلان ولايت په لور د خپلواکۍ، ګران افغانستان او غازي امان الله خان په اړه شعارونو ورکولو سره په خورا شور او ځوږ سره حرکت وکړ، د پلخمري ښار په مرکزي څلور لارې، بند دو ښار ګوټي او د پلخمري ښار په چمن کې يې په وار وار ملي اتڼ تر سره کړ، ياده لمانځ غونډه د مازديګر په ۰۰:۰۶ بجو پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې امير کروړ فرهنګي مرکز له ۱۳۸۶ هـ ل څخه را پدېخوا په بغلان ولايت کې خپله فعاله او روښانه ونډه د ځوان کهول په روزنه کې لري چې تر دې دمه يې ډېر شمېر ځوانان د کلتور او فرهنګ ډګر ته هڅولي او روزلي دي او د افغانستان ملي ارزښتونه يې په ډير شان او شور سره لمانځلي چې تير کال يې هم د خپلواکۍ د بيا ګټلو او ساتلو ۹۷ مه کليزه په خورا اغېزمن شکل سره ولمانځله.

پـای