د تایلینډ حکومت د چهارشنبې په ورځ په یوه ډله ایزه محکمه کې یو لوړپوړې جنرال، د پولیسو ځینې افسران او همدارنګه څو تنه سیمه ایز سیاستوال د روهنګیایي او بنګله دیشي کډوالو د قاچاقولو په جرم په لسګونه کلونو بند محکوم کړه.

د تایلینډ حکومت وایي، یاد ۶۲ فاسد چارواکي د ۲۰۱۵ میلادي کال راپدیخوا نیول شوي.

دغو کسانو د تایلینډ د حکومت په چوکاټ کې یوه منظمه جرمي ډله تشکیل کړه وه، چې بې وزله روهنګیایي او بنګله دیشي کډوال به یې تایلینډ او مالیزیا ته قاچاقول او همدارنګه ځینې به یې د تایلینډ په جنوبي ځنګلونو کې د پیسو لپاره یرغمل هم ساتل.

د چهارشنبې ورځې په محکمه کې ټولو ښکیلو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف وکړ.

په دغو کسانو کې تر ټولو لوړپوړې چارواکې تورن جنرال مناس کانګپین وو، چې د ډلې مشري یې کوله. نوموړې د انساني قاچاق، فساد او ناقانونه ډلې د جوړولو په جرم د قاضي لخوا په ۲۷ کاله بند محکوم شو.

د دغه ډول محکمې دایرول د تایلینډ د اوسني حکومت یو بې ساری اقدام دی. په دغه هیواد کې یو نظامي حکومت په واک کې دی او دا ډیر کم لیدل کیږي چې خپل نظامي چارواکي محاکمه او یا هم بندیان کړي.