تیره جمعه (۳۰/۴/۱۳۹۶) د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالی د پارچاوې په سیمه کې د امریکايې ځواکونو له خوا د افغان پولیسو پوستې  بمبار لاندې و نیول شوې چې په ترڅ کې ۲۲ تنه مړه او نامعلوم شمیر ټپيان شول. یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادی راډیو ته ویلي چې په دغه بمباری کې شل پولیس سر تیري او دوه ملکي کسان  وژل شوي او د ټپيانو دقیقه شمیره لا تر اوسه معلومه نه ده. 

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکایې ځواکونو له خوا افغان سرتیري په نښه کیږي، په تیرو وختونو کې د لوګر، غزني، کندهار، کندز او یو شمیر نورو ولایتونو کې دغه ډول جنایت د امریکایې ځواکونو له خوا تر سره شوی چې  هر ځل د دوی له خوا تیروتنه ګڼل شوې ده. خو له بلې خوا، ویل کیږي چې د امریکا ټکنالوژۍ دومره پرمختللې ده چې د ځمکې په مخ باندې هګۍ هم  لیدلی او په نښه کولی شي، خو د پولیسو دغه سترې سترې پوستې او له وړاندې همږغي سره سره، نه شي لیدلی او په نښه کوي یي. 

پوښتنه دلته ده چې په دا تیرو شپاړسو کلونو کې یوځل هم د امریکا هوایې ځواکونو له خوا، د دوی خپل پلي ځواکونه په نښه نه شول چې موږ و وایو ځه خیر، دغه ده خپل ځواکونه یې هم څو ځله په خطا هدف ګرځولي دي. او دا بیا لومړی ځل هم نه دی چې امریکایی ځواکونه دا کار کوي؛ نو بیا دا شک په یقین بدلیږې چې امریکایې ځواکونه په قصدي ډول افغان سرتیري په نښه کوي او وژني یی.  

امریکایې ځواکونه هیڅ ډول بشري او انساني حقوقو او ارزښتونو ته ژمن نه دي او هیڅ ډول پاملرنه ورته نه کوي، تیر کال یې په کندز کې د بې پولې ډاکترانو روغتون په قصدي ډول هدف وګرځاوه چې په ترڅ کې تر ۴۰ زیات په روغتون کې بستري ناروغان او د روغتون کار کوونکې د ډاکترانو په شمول و وژل؛ خو بیایې هم و ویل چې دا کار په تیروتنې سره شوی دی. 
د امریکا او ناټو ځواکونو یو له اساسي موخو څخه په افغانستان کې دا وه چې څنګه جګړه افغانۍ کړي، معنا دا چې د جګړې دواړه لوري باید افغانان وي؛ او امریکایان ورته د خیر په غونډی کښینې. له ډیرو هڅو او تبلیغاتو وروسته، او د حکومتي چارواکو د خیانت په پایله کې دې هدف ته ورسیدل او بلآخره یې جګړه افغانۍ کړه. اوس  افغانان په خپلو کې سره جنګیږي او امریکایان یې سیل کوي. همدا تیره اونۍ د شاولي کوټ په ولسوالی کې د طالبانو د برید په پایله کې تر پنځوسو زیات سرتیري و وژل شول؛ خو امریکایان یې مرستې ته وره نه غلل. دا ځکه چې امریکایان اوبه خړه وي او کبان په کې نیسي. 

که د امریکا او ناټو غړو هیوادو چې شمیر یې تر څلویښتو هیوادو ور اوړي، پیسو، ځواکونو، ټکنالوژۍ او ... وګورو، او له بلې خوا د مسلح مخالفینو شمیر، مالي سرچینو، د سرتیرو شمیر او ور سره وسلو ته وګورو؛ نو په قاطع ډول دې نتیجې ته رسیږو چې اصلي لوبه امریکا روانه کړې او جګړه په قصدي ډول جاري ساتي او نه غواړي چې جګړه ختمه شي. دا کوم منطق منلی شي چې امریکا او د ناټو هیوادونه په دومره ستر توان او ځواک نه شي کولی چې د پنځو تنو نیم ګیډو مخالفینو مخه و نیسي او سناریو ته یې د پای ټکی کښیږدي؟  

خو یو شي چې بیا هم سړي ته قناعت ورکوي، هغه دا دی چې امریکایان به ولې دغه جګړه ختمه وي، د دوی خو په کې هیڅ تاوان نه شته دی، هر غم او مصیبت که وي، نو د خوار افغان ولس په سر پریوځي. دوی خو خپل سیمه ییز او اوږد مهالي اهداف تعقیبه وي. دا د افغان مشرانو کار دی چې سره یو شي او د بهرنیانو له غلامی څخه لاس واخلي او دوی ته و وایی چې نور بس دي! که  افغان مشران داسې کار و نه کړي، له امریکایانو څخه د سولې او ثبات تمه لرل، د زهرو غوړپ دی چې باید و څښل شي. 

کابو څوارلس کاله شول چې امریکایان او د ناټو سازمان غړي هیوادونه افغانانو او دنیا والو ته دوکه ورکوي چې نن او سبا به په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي، خو ورځ تر بلې امنیتي، اقتصادي، تعلیمي او ټولنیز وضعیت مخ په خرابیدو دی. همدا اوس په بغلان، کندز، بدخشان، فاریاب، هلمند، کندهار، لغمان او ډیرو نورو ولایتو کې سخته جګړه روانه دی او د هر ولایت او ولسوالیو په دوه کیلو مترۍ کې مخالف وسلوال حاکمیت کوي. درواغ او نیرنګ د افغان سیاستوالو او حکومتي چارواکو په یو ورځني عمل او ماموریت بدل شوي، نو په داسې چارواکو او سیاستوالو هم سوله او ثبات راتلی شي؟ 

زموږ په باور، سوله او ثبات هغه وخت په افغانستان کې ټینګیدای شي چې افغان سیاسي، قومي او مذهبي مشران له خپلو شخصي او ګوندي ګټو او قدرت طلبی څخه تیر او یو بل ته په صادقانه ډول د وحدت او یووالي لاسونه سره ورکړي؛ او د بهرنیانو هر ډول شتون ته د پای تکي کښیږدي. که دا کار و نه شي، نو تاسو به شاهدان یاست چې د افغان سر تیرو په شمول، د افغان مظلوم ولس د وینو ویالې به همداسې جاري وي لکه اوس چې جاري دي.