د اندونیزیا حکومت د پنجشنبې په ورځ افغان انساني قاچاق وړونکې احمد ضیا علیزاده د استرالیا حکومت ته وسپاره.

پر علیزاده تور دی چې ګواکې له ۲۰۰ څخه زیات ناقانونه پناه غوښتونکي او کډوال یې استرالیا ته قاچاق کړي او له دغه لارې یې قابو ۲ میلیونه ډالر ترلاسه کړي.

د استرالیا پولیس وایي، علیزاده د ۲۰۱۰م میلادي کال د فیبروري او مۍ میاشتو ترمنځ څلور ځله په کښتیو کې ناقانونه کډوال استرالیا ته انتقال کړي.

علیزاده په ۲۰۱۵م میلادي کال کې د اندونیزیايي پولیسو لخوا ونیول شو، که څه هم د استرالیا حکومت له اندونیزیایي حکومته د هغه د ورسپارلو غوښتنه یو نیم کال مخکې کړې وه، خو دغه غوښتنه یې یوازې اوس د اندونیزیا د جمهور ریس 'جوکو ویدودو' لخوا تایید او قبوله شوه.

د استرالیا د مهاجرت وزیر پیټر ډوتن وايي، علیزاده په قاچاق وړونکو کسانو کې یو مهم کس دی او استرالیا کې د هغه محاکمه کیدل یوه ښه لاسته راوړنه ده.

هغه وویل، استرالیا ته د علیزاده سپارل کیدو دا ثابته کړه چې نور نو اوس د ناقانونه کډوالۍ ټولې لارې د استرالیا په لور تړل شوي.

هغه همداراز یادونه وکړه، چې له درې کالو ډیره موده کیږي چې استرالیا ته د انساني قاچاق هیڅ کومه هڅه بریالۍ شوې نه ده.