سیاست د ټولنیزو فعالیتونو هغه ډول دی چې د ټولنې د مختلفو طبقو او قشرونو د ګټو، عقیدو او نظرونو تر منځ د کشمکشونو او مبارزې په لړ کې معین حالت او مطلوب بیلانس رامنځته کول غواړي. په دې سخته مبارزه کې بری د هغو ټولنیزو ګروپو په برخه دی چې د سیاسی پوهې سطحه یې لوړه، طرحې یې معقولې او سازمانی تشکل او اتحاد یې پیاوړی وی.
د طالبانو د امارت تر چپه کولو وروسته نړیوالې ټولنې د امریکا په مشرۍ زموږ د هیواد له پاره د ۲۰۰۱ کال د بن په کنفرانس کې حکومت او وروسته بیا بشپړ دولتی نظام جوړ کړ او د چلولو له پاره یې د خپل منځي جوړجاړي له لارې افراد وګمارل او د خپلې خوښې ګروپونه يې وټاکل. د کلونو په اوږدو کې یې ورسره مرستې وکړي او له هغو یې یوه مصنوعی بورژوازی ډوله حاکمه طبقه رامنځته کړه. ددې طبقې د مختلفو اقشارو ترمنځ تضادونه کله کله شدید ښکاری چې ډیر ځله د قومی او ژبنیو تضادونو په شکل را څرګنديږی.
د خواشینۍ ځای دادی چې په دې موده کې د کار ګرانو، بزګرانو، کسبګرو او نورو مؤلدو زحمتکښانو د ګټو مدافع سیاسی سازمانو ځانونه را جوړ نه شوای کړای او تر ننه پوري د افغانستان د سیاسی ډګر غوره لوبغاړی د همدې په خارج پورې تړلې مصنوعی راجوړې شوی حاکمی طبقی قشرونه جوړوي. په داسې وضعیت کې د ملت او د خلکو د محکومو طبقو د ګټو مدافعین مجبوریږی چې ځینې یې د نننۍ حاکمې طبقې له یوه او ځینې یې د بل قشر سره او د هغو تر لاس لاندې کار وکړي.
څرنګه چې د اوسنۍ حاکمې طبقې اصلي اړوندان او د سیاسي صحنې اساسی بازیګران په خارجی هیوادو او ځواکو پورې تړلی، نو ددوی تر منځ اړیکی، اختلافونه او اتحادونه د خارجی وضعیت له تغیر سره سم بدلون مومی. د هیواد په داخل او ان د دولت په منځ کې د ډول ډول ګروپو او افرادو د ګتو ټکر د هیواد بحرانی حالت نور هم لړزوی، د خلکو د خوارۍ، د ملت د نفاق او د وطن د سمسورتیا او ترقۍ د مخنیوی سبب ګرزي.
لکه چې ښکاره ده، په تیرو دریو کالونو کې د ملي یووالی حکومت ونه شوای کړای چې خلکو ته د انتخاباتو په کمپاین کې په ورکړل شوو وعدو عمل وکړی، تر خپل منځ وحدت وساتی او د ملی حکومت او دولت په حیث واحده اراده څرګنده او د افغانستان په واحده جغرافیا کی دولتی قوانین پر ټولو او یا پر زیاترو اوسیدونکو په یوه ډول تطبیق کړی. حکومت د ملکی خدمتونو په رسولو کې پاته راغئ او د خلکو په دسترخوان کې یې مثبت بدلون را نووست. ددې سربیره دولت د هیواد په بحرانی اقتصادی وضعیت کې پر لومړنیو ضروری توکو ماليې او ګمرکی محصولات لوړ کړل، د بین المللی تجارت لارې یې آزادی ونه شوای ساتلای، د داخلی محصولاتو له پاره یې بازار ونه شوای موندای، د وګړو د خرید قوه یې ټیټه کړه، د کار شرایط یې سخت کړل، بیکاری زیاته شوه، د تشبثاتو زمینه یې تنګه او د قاچاقچیانو د ګټو د زیاتوالی له پاره یې شرایط جوړ کړل. په دولتی چوکیو د فساد د عاملینو ادلون بدلون د خلکو په عمومی وضعیت کې مثبت بدلون را نه ووست. د دولت کادری سیاست چې تر ډیرې اندازې د مفسدو کسانو د ځای په تغیر، د شخصی او ګروپي ګټو او د خارجیانو د رضایت د ساتلو په منظور د نویو بی تجربې کسانو په مقررولو محدود دی، د ولس د پراخه کتلو د رضایت سبب نه شو. د دولتی چوکیو، رتبو او مقامونود میراثي کولو بد رواج خلک وقهرول. په دې توګه نه یوازې ورځ په ورځ د دولت او ملت ترمنځ فاصله زیاته شوه، بلکې د مصنوعي حاکمې طبقې د اقشارو ترمنځ یې هم تضادونه چاغ او ټکرونه رامنځته کړل. دولتی فساد، ضعف او کم کاری داسې د رسوایۍ پولې ته ورسیده چې د ملی یووالی د حکومت مجسمه جوړوونکی (جان کري) هم پخپله مجبور شو چې خپل «هنري اثر» انتقاد کړي او د «واشنګټن ټایمز» ورځپاڼې ته اعتراف وکړي چې «په افغانستان کې زموږ لاسپوڅی دولت فاسد، بې کفایته، بې منطقه، قبیلوی، فرقوی، وحشی او منفور دی.»
د داسې دولت او داسې حالت په وړاندې لازمه داوه چې په افغانستان کې د خلقي ملی او دموکراتیکو ځواکونو لخوا په واحد ډول غبرګون ښودل شوی، خلک یې د حالاتو سمون ته رابللی او لاره یې ور ښودلې وای. دا به د ټولنې د اوږدې مودې د تاریخی تکامل له قانونمندیو سره برابر عمل و او کیدای شوای چې هیواد یې د ودانۍ، ټولنه د رفاهیت او دولت د مثبتو بدلونونو او اصلاحاتو په لور خوځولای وای.
سره له دې چې د خلقی، ملی او دموکراتیکو ځواکونو لخوا په دې لار کې هڅې وشوې او کوښښونه روان دی، خو هغسې چې د جامعې اړتیا ده، سرعت او قوت نه لری. چپ ګوندونه او سازمانو د ملی سیاست سره د بوختيا په نسبت پخپل منځو مشغولاوو اخته دی. په ۱۳۹۵ کال کې ځینو نویو جنبشونو، شورا ګانو او نهادونو ځانونه راجوړکړل. په تیر کال کې د دریو ګوندونو او شپږو سازمانونو په ګډون د (افغانستان د خلکو ملی- دموکراتیکه شورا) هم جوړه شوه چې فعالیت یې په ښه توګه دوام لري، خو باید په زغرده ووایو چې دا فعالیتونه په اوسنیو شرایطو کې د وطن د نجات له پاره کافی نه دی. هیله ده چې نور خلقی، وطني، ملی او دموکرات ځواکونه هم په سیاسی میدان کې د عمل له پاره په چټکۍ وحدتونو ته مخه کړی او د افغانستان د خلکو د دموکراتیکی شورا سره په پیوستون ځانونه او په ټوله کې ملی او دموکراتیک جنبش پیاوړی کړي.
د حاکمانو او رعیت او د دولت او ملت تر منځ د فاصلې د زیاتوب تر څنګ پخپله د حاکمې طبقي د اقشارو ترمنځ د ګټو په ویش هم تضادونه تشدید شول. په سیاسی واکمنانو او د ارګ په څښتنانو کې د نفاق اور ولګید. هر چا او هرې ډلې په مختلفو شکلو او یو له بله بیلو ذریعو د دولتی چوکیو د تر لاسه کولو او ساتلو او د ډیر مادی مفاد څخه د برخمن کیدو په خاطر هلې ځلې شروع کړې. دوی هم یو د بل په وړاندې مختلف جریانونه، سازمانونه، جبهې او ائتلافونه رامنځ ته کړل. ډیرو دې جوړښتونو ته یې قومی او مذهبي شکل ورکړ او یو ځل بیا غواړی چې قومی پیوستونونه او د خلکو دینی عقیدې د سیاست په آلو واړوی او د خپلو شخصی او ګروپي ګټو په خدمت کې یې وکاروی. د (افغانستان د حراست شورا) او (نویې ملی جبهه) جوړه شوه. په ترکیه کې د درې ګونو ائتلاف او په افغانستان کې رستاخیز تغیر او همدا شان تیره ورځ د خلکو محور سیاسی حرکت اعلان شو. دلته او هلته غونډې او مجلسونه ګرم دي.
دا سیاسی پدیدی د هیواد د اقتصادی، ټولنیز او کلتوری نظام د تضادونو زیږنده دي او د نویو سیاسی حرکتونو او اتحادونو رامنځته کیدل د افغانستان د نیم بندې او ځوانې دموکراسۍ په شرایطو کې نورماله ټولنیزه پروسه ده چې باید تر اندازې زیات حساسیتونه او عکس العملونه ورسره ونه ښودل شی. د پردیو په مرسته د همدې حاکمې مصنوعی بورژوازۍ ته ورته طبقې مختلف اقشار د خپلو قشری ګټو له پاره یو له بله سره مبارزه کوی. خلقی او ولسی ځواکونو او آزاد خیاله روښانفکرانو ته ضرور نه ده چې په دې لوبه کې تر حد زیات ځانونه مصروف او دخیل کړی او له يوه لوری څخه د نورو په مقابل کې د قومی، مذهبي او یا ژبنیو معیارونو پر بنسټ افراطی دفاع وکړي. په اوسنیو شرایطو کې د حاکمانو د مختلفو اقشارو تر منځ د قدرت او ثروت په جګړه کې د محکومو طبقو او د ولسی لویو کتلو ګټه نشته. د نورو په وړاندې د هغو د هر لوري غښتلتیا په اوږده زماني انټروال کې د ټولنیز عدالت د تأمین او د زخمتکښانو د ګټو د تضمین له پاره مستقیمه ګټه نه رسوی. ددې پر ځای چې د حاکمې طبقې د یوه او یا بل قشر د ګټو د تأمین سبب شو، ښه داده چې د رښتینې دموکراسۍ، سولې، آزادۍ، ټولنیز عدالت او پرمختګ له پاره په مستقله توګه خپله خلقی او ولسی مبارزه پر مخ بوزو.
اوس ددې وخت دی چې د محکومو طبقو او مؤلدو قشرونو د ګټو رښتینی ساتندویان د خپلمنځو زړه بدیو او ذوقی تمایلاتو را بهر شي، د افغانستان د خلکو په ملی – دموکراتیکه شورا کې سره په یوه میز راټول او د ګډو موخو د عملی کولو له پاره دعملی سیاسی فعالیت په خاطر پلانونه جوړ کړي.
تر هر څه لومړی لازمه داده چې ملي، دموکرات او خلقي ځواکونه د خپل منځي تفاهم او اتفاق کار ګړندی کړي. کله چې خلقی، وطنی او ولسي ځواک د افغانستان د خلکو د ملی دموکراتیکی شورا تر چت لاندې سره راټول او په صمیمانه فضا کې یې د عملی سیاست په اړه پلانونه جوړ او توافق وکړ، په هغه صورت کې کولای شي چې د حاکمې طبقی د اقشارو تر منځ له هغه ډلې سره مؤقتی او مقطعی ائتلاف او یو ځای کار وکړی چې په طویل المدت کې د کارګرانو، دهقانانو، کسبګرو، معلمینو او نورو مؤلدو او محرومو طبقو د ګټو سره تر نورو ډیر مطابقت ولری. په انفرادی توګه یا له نورو سره د مخکنۍ مشورې پرته یوازې د يوه چا او یوه سازمان لخوا د حاکمې طبقې له یوه او یا بل قشر څخه حمایت کول د خلقی ځواکونو د واحد عمل مخه نیسی او په اوږده موده کې د محرومو طبقو ګټو ته زیان رسوی.