ژباړه د دکتور حمیدالله زړهءور صاپی
شعر د عزیز نه سین :                                                                              
یا له خپل وخت څخه مخکې راځم
دنیا ته د راتګ په شان می
 
یا له خپل وخت څخه وروسته درځم
ستا محبت ته په دې عُمُر کښې مې
 
نیکمرغۍ ته هر کله ناوخته رسیږم
بدمرغۍ ته له هر څه مخکښې
 
یا هر څیز لا له پخوا ختم شوی دی
او یا هیڅ شی لا پیل شوی نه دی
 
یوی داسی زمانی ته راغلی یم ګرانې!
مرګ ته له وخته مخکښې او مينې ته له وخته وروسته
ګرانې! ومې بخشه !چې بیا مې ناوخته کړې ده                                                                                                               
مينې ته لس پاتې ،او مړينې ته پینځهء
!!!!!!!
 
(Sevgiye On Kala Ölüme Beş)
Ya zamanindan erken gelirim; 
Dünyaya geldigim gibi, 
Ya zamanindan çok geç; 
Seni bu yasta sevdigim gibi. 
Mutluluga hep geç kalirim; 
Hep erken giderim mutsuzluga. 
Ya hersey bitmistir çoktan, 
Ya hiçbir sey baslamamis. 
Öyle bir zamanina geldimki yasamin 
Ölüme erken seviye geç. 
Yine gecikmisim bagisla sevgilim; 
Seviye on kala, ölüme bes...
Aziz Nesin