د يوه معلم له نظره ـ دوهمه برخه/ عبدالله وردک ـ جولای ـ۲۰۱۷ـ انګلستان

د امتحان د سوالونو د جوړولو مرحلې :
ګرانو او محترمو لوستونکو اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته!
الحمدالله ډېرخوشحاله يم چه يو ځل بيا ستاسې په خدمت کې حاضرېږم.
د امتحان د سوالونو په جوړولو کې بايد له ډېر فکر او دقت څخه کار واخستل شي۰
د امتحان د سوالو کيفيت د يوه شاګرد پوهه معلوموی۰ سوالونه بايد په روزمره ژوند
کې عملي جنبه ولری۰ همدغه سوالونه دی چه د شاګردانو آينده ژوند ټاکي۰
نو له ګرانو اومحترمو استادانو څخه هيله کوم چه د امتحان د سوالونو په جوړولو کې
ډېره جدی پاملرنه وکړي۰
د انګلستان په پوهنتونو کې دامتحان د سوالونوجوړول څو مياشتې نيسي، اوهغه
څو مراحل لري چه په لاندې ډول سره وړاندې کيږی:
۱ـ دامتحان په پارچه کې شاګردانوته لازم هدايات اوتعين شوی وخت په واضح ډول ليکل کيږي۰
۲ـ د مضمون استاد سوالونه او د هغه ښه واضح حل ترتيب کوي۰
۳ـ دمضمون استاد سوالونه او دهغه مکمل حل يوه بل هم مسلکي استاد ته ورکوي۰
۴ـ هغه بل استاد هغه ښه ګوري او دهغه په حيصه کې خپل هراړخيزه نظروړاندې کوي۰
۵ـ کله چه دواړو استادانو موافقه وکړه ، نو بيا سوالونه د امتحان شعبې ته ليږل کيږی۰
۶ـ د امتحان شعبه هغه د امتحان کميټې ته ليږي ترڅوهغه ته يوځل بياهراړخيزه کتنه وشي۰
۷ـ دامتحان کميټه دغه سوالونه اوحل ئې حداقل دوه نورو پوهنتونوته ليږي۰
۸ـ هغه خارجی استادان هغه په ډېرغوراودقت سره ګوری اوخپل نظرونه وړاندې کوي۰
۹ـ د خارجی استادانو نظرډېرمهم دی اوهغه ته پوهنتون ډېراهميت ورکوی۰
۱۰ـ دخارجی استادانو پيشنهادونه يا بايد ومنل شی اويا هغوی ته ښه قناعت ورکړل شی۰
۱۱ـ کله چه د خارجی استادانو قناعت حاصل شو، نوبيا دغه سوالونه دامتحان دپاره کارول کيږی۰
۱۲ـ په آخرينۍ مرحله کې بايد دمضمون استادهغه يوځل بيا وګوری اوهغه امضاء کړی۰
يادونه :
الف : دامتحان سوالونه په هره مرحله کې له هراړخه په دقيقه توګه څيړل کيږی۰
ب : تکراری سوالونه نه قبليږی او خارجی استادان د پخوانيو سوالونو کاپی لري۰
ج : سوالونه بايد تشريحی او تحليلی برخې ولري۰
د : په ټولومرحلوکې دسوالونود ساتنې په برخه کې ډېره جدی پاملرنه کيږی۰
د پام وړ ټکي :
زه شخصاً د دغو مرحلودپوره تطبيق طرفداريم او بايد د امتحان د سوالونو دجوړولوپه
وخت کې جدی ونيول شي، اما له يوه ډېرمهم شرط سره۰ شرط ئې دادی چه بايد د
استادانو ترمنځ سل په سلوکې دپوره اعتماد فضاء موجوده وی اوهم دسوالونو دپوره
ساتنې شرايط برابروی۰

الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه صلحه راولي چه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی۰آمين۰
تربلې ليکنې د الله(ج) په امان۰ زما اړيکه : abdullahwardak53@gmail.com