ملا جان دی

د تخنیک نه چې انکار کړي ملا جان دی
په هیواد کې چې کشتار کړي ملا جان دی
ډیر ځوانان دي دې ظالم بــــــې لارې کړي
چې ابلیس په لار رفتار کــړي ملا جان دی
مســــــــــــــلې یې دي د ســولې پټې کړي
چې د جنګ جدل ګفتار کــړي مـــلاجان دی
پښتنو لــــــــــــره لــوې غم دی ګــرځیدلی
چــــــې کارونه د اضرار کــړي ملاجان دی
ته به وایـــــــــــې چې جنت دده د پلار دی
چـــــــې د حورو کاروبار کړي ملاجان دی
یـــــــو کم سل نومونه هیر ورنه د رب دي
تل یادښت چـــــــې د قهار کړي ملاجان دی
یوه خبـــــــــــــره به د خیر ورنه وانه ورې
چــې تبلیغ د دار سنګسار کړي ملاجان دی
نه د ګل نه د بــــــــــــــــــورا خبری کاندي
چې وینا د خـــــار او نار کړي ملاجان دی
سره چاړه یې د ولس پــــه وینو ســره ده
چې عمل د یو خونکار کــړي مـــلاجان دی
ټوپکي و شــــــــو طالب اوس داعشي شو
چې هر وخت نوی ناتار کـــړي مــلاجان دی
د ملت پــــــــــــه خیر او شــــر کله خبر دی
چــــــې پردو ګټو ته کار کړي ملاجـــان دی
وطن پاله خــــــــداې دې ساته دې بلا نـــه
مخ یې پټ چې په شا وار کړي ملاجان دی