‎په محبت کې مې د مینې لږ اظهار ته پریږده
‎ای اعزرایله ما د د یار د مخ دیدار ته پرېږده

‎منم چې ټول کاینات یو ځلې څکې د مرګ خوند
‎د ژوند په پوله مې د پاک دین کاروبار ته پرېږده

‎وخته نور سرې لمبي زما په وجود مه بلوه
‎غریب سړی یم په غوربت کې روزګار ته پرېږده

‎پرېږده چې لږه سودا وکړم لږه خرڅه کړمه
‎ارمان ته ځای راکړه او هیلي مې بازار ته پرېږده

‎حجره جومات چې مې د روح په جنازه یو ځای شې
‎د پاک اسلام او د پښتو په سر مې دار ته پرېږده

‎ما د نسیم ستوري د شعر نه دا الهام اخیستی
‎قلم نه توره جوړه ومه ما خپل اختیار ته پرېږده