خداى  خبر چې بلبل خورکى به له څه وخت راهيسې تږى و؛ خوارکي هڅه کوله، چې د ګلاب په زرين کنډولي کې د سپينو پرخو پر سپينو شيدو خپله وچه ژبه لمده کړي او د خپلې وچې مرۍ وچه شپېلۍ د خوږو خوږو نغمو له پاره غوړه او تازه کاندي. پر همدې هيله د چنار له لوړې څانګې راښکته شو او د ګلبوټي پر سر يې دوره ووهله، خو د ګلاب زرين کنډولي ته د اغزيو څارونکي ولاړ ول.
نه پوهېده، چې څه وکړي، دواړو خواوو ځنې ورته خپل مرګ سترګکونه وهل. له يو لوري پرې تندې مرګوني بريدونه کول او له بل پلوه ورته د اغزيو تورو او نېزو د مرګ زېرى ورکاوه. له ډېرې تندې د بلبل خوارکي خوله خلاصه خلاصه کېدله، خو د اغزيو له بېړنۍ مړينې ورته د تندې وژنه لږه لرې ښکارېده.
بېرته د چنار دنګې څانګې ته ور والوتلو؛ په  سوو سوو نارو يې پيل وکړ، مرۍ يې نوره هم وچه شوه، تنده يې ډېره شوه، بيا يې د ګلاب پر زرين کنډولي غوټه ووهله، خو بيا يې هم وليدل، چې د ګلاب زرين کنډولي ته د اغزيو بې شمېره ساتونکي ناست دي. څو دورې يې ووهلې، له ستړيا يې خوله خلاصه پاتې شوه، خو ژبه يې لمده نه شوه.
بيا خپل دمه ځاى ته ورغى، د چنار په څانګه کېناسته وزرونه يې ځوړند شول، ژبه يې راووته، خو د پرخو سپينو شيدو ته يې نيم زړه نه و. زړه نا زړه يې بيا د ګلاب د زرين کنډولي پر لور وزرونه وټپول، خو دا ځل هم ورته ګلبڼ کربلا او ګلبوټى د اغزيو غشي په لاس (يزيد) وبرېښېده.
دا ځل بيا د چنار هسکې څانګې ته تللو، خو د زړه زور يې تمام شوى و؛ و نه توانېده، چې لوړ ښاخ ته ځان ورسوي؛ نو په هغه ټيټه څانګه کېناسته، چې د ګلبوټي سر ته غځېدلې وه. ورو، ورو د څانګې سر ته ورغى، د ګلاب زرين کنډولي ته يې سر ځوړند نيولى و، چې پر تږي او ستړي بلبل له تندې او ستړيا سره خوب هم بريد وکړ. سترګې يې پټې شوې، پښې يې سستې شوې او د چنار له څانګې لاندې پر ګلبوټي راپرېوت. د اغزيو له ګواښونو سره مخامخ شو، خو خپل مرام ته ورسېده.
ديدن د سر په بدل کېږي
چې سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه