طنز
محمود نظری

د چورمقاومتي دغلا جهادي

که موږ نه وای تا سو به چورغلا ته هسې بلل څوک؟
بیله دسپينو ورځوغلو به ارګ ته په منډه هسې ختل څوک؟
موږ امریکایانو ته په غیچي سره سکښتولو ته سر کیښود
که موږ نه وای تاسو به هر ورځ هسي ښکنځل څوک؟
داسې نه ده، موږله اوله په غلا او وطنفروشي سم روږد وو
موږ اتل لا د پيسو و لپاره په لارو کې هسې ځورول څوک؟
اوس موږ ته لوی بادار ویلي یوازې پښتون دی د آزادي پتنګ
چا اوس لیدلی یو بیله پښتونه بل هسې وژل او رټل څوک ؟
موږ پښتانه واکمن که څه لکه موږ مرییان وي نور نه غواړو
زموږد فاسیدو په لست کې بې پښتونه بل هسې غوښتل څوک؟
دلته جنګ دی دناتو دبې غیرتو او باغیرتو د تکړو اوښومرییانو
تا لیدلی بیله د واکمن پښتونه بل یو فاسد هسی شړل څوک؟
پښتون که څه هم دواک چغال دی چې لیري سي زمری سي
که واکمن زمریان وای دې چغالانو به کله هسې داړل څوک؟
***
که موږنه وای تاسو اوبو وړاست
طالبانو د کوچنیو ږیرو نیواست
تاسو نیک مرغه یې چې موږ سره یاست
کنه تاسو ټوله داعشانو اومه خوړاست
موږ ستایو ټولو توري بلا وي واخیستې
اوس مه وایاست دې مجاهدو چورکړاست
***
غنی خپلو درباریانو خراب اوتراب کړ
وایي که زه نه وم بیا به زماارمان کړاست
داسې وکړه چې اوس درته وکړو دعا
تاسو ولي د خاینانو د محاکمې پلوی نه یاست
خاینان لیري او ټوله محکمو ته وسپاره
ومنه د پارلمان سلب د صلاحیت او سیګار خواست
هم دی ځان ته غم جوړکړی هم ټول ولس ته
ټولو لوچکانانو ته د واک ،په کار دی برخاست
دوې هندوانی په یو لاس کي نه نیول کیږي ماتیږي
ولس غوره، خاین وشړه زور ولس زور خداست