په یوه سیمه کې د دوو جهادي قوماندانو جګړه شوه. یو قوماندان د کلي بېګناه سپینږي خپل مرکز ته بوتلل او په لارو هم وځورول. کله چې مشر قوماندان سپینږیري ولیدل خپلو نفرو ته يی وویل چې دا مشران مو ولې راوستي؟  افرادو یې ویل بس قوماندان صاحب دوی د دښمن طرفدار دي. قوماندان سپینږیي له بنده را و ایستل او بښنه یې ترې وغوښته. 

یو سپنږیري ورته ویل بس قوماندان صاحب" خیر دی خفه نه یو مګر ګیله په دې راغله چې زموږ پر شا مو خټه را وا نه چوله."  

د طالبانو د مشر په ټوله روژه کې په ټول زور او توان سره د افغان ولس هره مور، خور، میرمن او پلار یو ځل د ویر په ټغر کېنول او بیا یې دا پیغام هم را ولېږه، چې "اختر مو نیکمرغه، خوشالۍ مو مبارک!!"  

موږ له هیبت الله پوښتنه کوو، چې د کوم اختر مبارکي را کوې، چې سترګې له ژړا ډکي دي. د ورورونو غمونو دومره اخیستي یو چې هر څه را نه هېر دي.  

طالبانو تاسې یوازې د روژې په میاشت کې څومره افغان میرمني بورې کړې؟! فکر کوې، چې دا وژل شوي افغانان مور، خور، ورور، پلار او زوی نه لري! فکر کوی، چې دوی ټول انسانان نه دي. فکر کوي، چې دغه وژل شوي انسانان ټول د پردي وطن دي! 

کاشکې تاسې دا حملې د امریکا او ناټو په هډو کړې وای! کاشکې ټول مو خارجیان وژلي وای!! 

څومره انسانان مو په کابل کې شهیدان کړل! څومره مو په پکتیا کې شهیدان کړل، څومره مو په خوست، او د وروستي ځل لپاره په هلمند کې شهیدان کړل. ملا صاحب تا ته به دا خلک پولیس او حکومتي مامورین او ګنهګار ښکاري. خو ملاصاحب ښايي تا په دې اړه فکر نه وي کړی چې دوی ټول د هغو افغان میندو زامن دي، چې د هیواد په کلیوالو سیمو کې اوسېږي. ددوی اصلي کورونه په هغو کلیو کې دي چې ستا طالبان یې په حجرو او کورونو کې په زور او رضا ډوډۍ خوري... هر شهید شوی افغان لسګونه خپلوان او د کورنۍ غړي لري، د هغوی له شهادت وروسته به هغوی څه اختر ولري!!!  

ملاصاحب په خپل پیغام کې عجیبه او له سیاست څخه لري نورې خبرې هم کړې!!! 

ملاصاحب وايي چې دا جګړه امریکایانو پیل کړې او هغوی به یی ختموي!. ملاصاحب. ته د افغانستان له دښمنه غواړي، چې په افغانستان کې جګړه ودروي...! هغوی دلته راغلي چې جګړې ته ادامه ورکړي. د جګړې د دوام لپاره خدای تاسې غوندې جاهلان په لاس ورکړي چې د امریکا بقا ته مو په افغانستان کې فرصت برابر کړی. که تاسې واقعا هوښیار رهبر وای نو په هغه څه به مو غور کړی وای چې څنګه د امریکا د بقا بهانه ورکه شي.!!!  

طالبانو تاسې په تیرو څو میاشتو کې د امریکا د ایستو په بهانه له لسو زرو څخه ډېر افغانان شهیدان کړي. نږدې ۱۲۰ زره تنه مو بې کوره کړي. په زړه کې وایاست چې جهاد کوئ!!!  

ملاصاحب خوشالي څرګنده کړې چې بهرنی هیوادونه د طالبانو تر شا ولاړ دي!! ملاصاحب په دې نه پوهېږي، چې د یوې یاغي ډلی تر شا هېڅ هیواد نه دریږي. بلکي د طالبانو تر شا د شومو اهدافو لرونکي استخبارات ولاړ دي. تاسې نه ګورئ، چې پاکستان چې تاسې ته هر څه امکانات برابروي هغه هم ستاسې په ملاتړ شرميږي خو آی اس ای تاسې په شا ټپوي چې هلئ خپل افغانان ووژنئ چې امارت مو را ژوندی شي. ایران او روسیه  هم هر وخت له تاسې سره له مرستې څخه انکار کوي. مګر استخبارات یې بیا ته په شا ټپوي.  

 

څوک چې تاسې ته مرسته درکوي هغه استخبارات دي او تاسې د هغوی شوم اهداف پوره کوئ، د استخباراتو په ملاتړ افتخار کول ستاسې د جهالت او غلامي څرګندويي کوي.