بسم الله الرحمان الرحیم
د ڼن نه تقریباََ ۵۰ کاله مخکې ، چې زه د لسو کلونو ماشوم وم، زما ارواښاد پلار په درې ټوکونو کښې د قرآن عظیم الشان کابلی تفسیر او ترجمه په پښتو ملي ژبه ماته راکړ چې تلاوت ېې کړم او عمیق فکر پکښې وکړم. هغه وخت خو ما په ابتدایی مکتب کې له مخې روان لوستل کولای شول مګر د ترجمې او تفسیر په برخه کې مې عقل او فکر لا وړکوټی و. خو د البقرې سورت لومړۍ ۲ رکوعات چې د مرحوم شبیر احمد دهلوي له خوا هراړخیزه ترجمه او تفسیر سوی و زما په ذهن کې ناست او هر وخت ګرځیدل چې: الله ج. په دې ۲ رکوعاتو کښې د ټولو انسانانو ۳ طبقې( متقین، کافرین او منافقین ) ډیر ښه تشریح کړي دي. 
اوس چې د نوې ټکنالوجۍ ،انټرنټ او هر ډول علمي، معلوماتي ویبپاڼو او ثایټونو له برکته ، د ورور ښاغلي احمد ولي اڅکزي صاب   د اسلام-لکم دروند وبثایټ کښې د کریم قرآن په ټرانسلییټ برخه کې مې همهاغه کابلی ترجمه او تفسیر پیدا کړل او دلته ېې درنو لوستونکو حضور ته کټ مټ رسوم ، امید د ځوان کهول په دینی پوهه کې موءثر واقع سی او دا فقیر، زهیر سراپا تقصیر ته دعاء وکړئ. 
 
I. د متقیانو ذکر او صفتونه
۱،۲:الم. ذالک الکتاب لا ریب فیه ، هدی للمتقین.
دا کتاب، نشته هيڅ شک په ده کې (چې دالله تعالى له لورې نازل شوى دى ) (دغه کتاب ) لارښوونکى دى لپاره دپرهيزګارانو.
۳:الذین یومنون بالغیب و یقیمون الصلوات و مما رزقناهم ینفقون.
هغه کسان چې ايمان (باور) لرونکي دي په غيب باندې اوقائموي دوى (سم اداکوي ) ټول حقوق دلمانځه اوځينې له هغوشيانوچې ورکړي مونږدوى ته صرفوي يې (دالله تعالى درضالپاره )
۴:والذین یوءمنون بما انزل الیک وما انزل من قبلک ، و بالآخرت هم یوقنون.
اوهغه کسان چې ايمان لري (دوی ) چې نازل کړى شوی دى تاته او(په ) هغو(کتابونو) چې نازل کړى شوي دي له مخه دتا اوپه اخرت دوى يقين کوي (چې ضروړراتلونکى دى ) 
۵: اولاییک علی هدیََ من ربهم و اولاییک هم المفلحون.
اودغه (ستايل شوي )کسان دي همدوى په مراد رسيدلي (يا) اودغه (ستايل شوي )کسان همدوى په مرادرسيدلي دي
دغه (ستايل شوي ) کسان (دي ) په هدايت له (جانبه ) درب خپل
 
 
II. کافرین:
۶:ان الذین کفروا سوآءُُ علیهم ءَ انذرتهم ام لم تنذرهم ،لا یوءمنون.
بيشکه هغه (خاص )کسان چې کافران شوي دي برابردي په دوى ويرول ستا دوى لره اونه ويرول ستادوى لره، دوى ايمان نه راوړي (يا:(داخبره )که وويروې ته هغوى ياکه ته نه ويروي هغوى ايمان نه راوړي
۷:ختم الله علا قلوبهم و علا سمعهم و علا ابصارهم غشاوه و لهم عذاب عظیم.
مهرلګولى دى الله پرزړونوډدوى اوغوږونوډدوى اوپرسترګوډدوى (يوه ځانته )پرده ده  اودى  دوى لره  عذاب ډيرلوى
 
III. د منافقانو بیان:
۸:و من الناس من یقول آمنا بالله و بالیوم الآخر و ما هم بمومنین.
اوځينې خلق هغه څوک دي چې وايي ايمان راوړى دى موږ په الله اوپه ورځ وروستۍ (چې قيامت اودجزا وخت دى) حال داچې نه دي دوى مؤمنان
۹:یُخادعون الله و الذین آمنوا و ما یخدعون اِلآانفسهم وما یشعرون.
ټګي کوي دوى (په خپل ګمان ) له الله سره اوله هغوکسانوسره چې ايمان يې راوړى دى حال داچې نه کوي ټګي دوى مګرله ځانوخپلوسره حال داچې نه لرى شعوردوى (اونه پوهيږي چې ضړريې همدوى ته رسيږي )
۱۰:فی قلوبهم مرضُُ فزادهم الله مرضا ، و لهم عذاب الیم بما کانوا یکذبون.
په زړونوډدوى کې مرض (دشک اونفاق ) دى نوزيات کړدوى لره الله مرض او(مقړر)دى دوى ته عذاب ډيردردناک په سبب ډدې چې وو دوى چې دروغ به يې ويل (په اظهاردايمان سره )
۱۱:و اذا قیل لهم لا تفسدوا فی الارض قالوا انما نحن مصلحون.
اوکله چې وويلى شي دې منافقانوته: فساد مه کوئ په ځمکه کې نو وايي دوى: بېشکه همداخبره ده چې موږهمدغه اصلاح کوونکي يو
۱۲:ءلا انهم هم المفسدون و لاکن لا یشعرون.
خبرداراوسئ بېشکه دي همدوى فسادکوونکي مګرنه لري شعوردوى (پخپل فساد)
۱۳:واذا قیل لهم آمنوا کما آمن الناس قالوا انوءمن کما آمن السفهآء ، الا انهم هم السفهآءُ و لکن لا یعلمون.
اوکله چې وويلی شي دوی ته چې ايمان راوړئ لکه چې ايمان راوړى دى نوروخلقونووايي دوى: آيآ ايمان راوړوموږلکه چې ايمان راوړى دى ناپوهانو؟ خبرداراوسئ! بيشکه همدوى ناپوهان دي مګرنه پوهيږي دوى (په ناپوهۍ خپلې )
۱۴: و اذا لقوا الذین آمنوا قالوا آمنا ، و اذا خلوا الی  شیاطینهم قالوآ اِنا معکم انما نحن مستهزءُون.
اوکله چې ملاقات وکړي (منافقان ) له هغوکسانوسره چې ايمان يې راوړى دى نووايي: ايمان موراوړى دى اوکله چې يوازې شي له شيطانانو(مشرانو) خپلوسره نووايي: بيشکه موږله تاسوسره يو،بيشکه همداخبره ده چې موږمسخرې کوونکي يو(په مؤمنانوپورې )
۱۵:الله ُ یستهزیُ بهم و یمُدهم في طغیانهم یعمهون.
الله جزاورکوي دوى ته دمسخرو دډوى اومهلت (ترقي ) ورکوي دوى ته په سرکشي دډوى کې حال داچې دوى حيران دي (په خپل کارکې )
۱۶:اولايیک الذین اشتروالضلالت بالهدی فما ربحت تجارتهم و ما کانوا مهتدین.
داهغه کسان دي چې پيرودلې (غوره کړى )يې ده ګمراهي په هدايت سره نوهيڅ ګټه ونه کړه سوداګري دډوى (بلکې زيان يې وکړ) اونه وودوى لارموندونکي (حق ته )
...الی اخیر الرکوع ۲ من السورت البقره.
 
 
په دې وسیله د ټولو متقیانو مسلمانانو د رمضان مبارکو روژو د الله تعالی دربار کې دقبلیدو ، او د فی سبیل الله د لیارې متقي شهیدانو ته د جنتونو ، پاتې اقاربو ته ېې صبر او ټولو مسلمانانو ته د عید الفطر مبارکئ رسوم. او په ګران هیواد افغانستان کې د صلحې په هیله . په درناوئ.
بروکسل ۲۹/رمضان=۲۴ جون= ۴ سرطان