لمړی خو په سر کې، پس له سلام او علیکم څخه، له خپل لږ تُند کلام څخه خپل معذرت وړاندی کوم. بی له شکه کله چې حتی د رمضان مبارک میاشت کې هم افغان کُشی چالان وی، کله چې په ګران افغانستان کې مغرض او مفسد داخلی افراد او ځینی مغرض او مخرب خارجی هیوادونه، هر یو خپلو شومو اهدافو پسی ګرځی، نه یوازی چې د سپینی خبری اړتیا لیدل کیږی، بلکه لږ تُند، جدی او صریح کلامو ته هم نیاز پیدا کیږی!

په دی اساس، بی له شکه، معنون پوښتنه، چې، ښاغلی محترم مولوی صیب هبت الله خانه، ته څوک یی چې د یو علمګرا ولسمشر او د څو میلیونه افغانانو په مقابل کې له ګُستاخی څخه کار اخلی؟ ، یو لږ سپینی خبری ته اشارت لری.

د کلام منطق په دګر کې، کله چې پوښته صورت اخلی، چې، مولوی صیب هبت الله خان اځُند زاده، ته څوک یی؟

د دی پوښتنی ځواب تر یو حده پوری ولس ته معلوم دی: مثلا ولس په دی دی باندی پوهیږی چې مولوی صیب هبت الله خان اځُند زاده تقریبا یو پنځه پنځوس کلنه محترم شخص دی چې یو محترم او معظم افغانی کورنی ته مرتبط دی، ویل کیږی چې مولوی صیب هبت الله خان یو حمیده او نرم خویه شخصی اخلاق لری، نن صبا د طالبانو تحریک مشر تابه مسولیت هم لری.

څنګه چې معلومیږی مولوی صیب هبت الله خان الهی قوانینو سره هم هرومرو لږ آشنایی لری، بی له دی نه خو څوک ته د مولوی محترم لقب لاس ته نه راځی. مګر دا چې مولوی صیب هبت الله خان تر څه حده پوری په الهی قوانینو، په قرآن کریم تفسیر او تعبیر کې، په صیحیحو شریفه احادثو کې دقیق معلومات لری، په دی باندی مونږ خبر نه یو. مګر دا چې په ځمکنی علمی تخصصی ساحاتو کې مولوی صیب هبت الله خان تر کومه حده مطلع دی، دا خو مونږ ته بلکل نا واضع ده. له دی کبله چې د مولوی صیب کوم اثر مونږ مضلوم ولس ته، تر اوسه پوری، په لاسرسی کې نشته.

او د خارجی هیوادونو د مشروع او غیر مشروعو ارتباطاتو په هکله هم د مولوی صیب هبت الله خان اړیکی ولس ته کافی معلومات موجود نه دی.

اوس سپینی خبری په دی کې دی، چې، زمونږ ولسمشر محترم دکتور غنی د هیواد آبادی او د ولس د هوسایی لپاره دیری پلانونه، پروګرامونه او پروږی لری، او که له انصاف څخه تیر نشو، هره ورځ په همدی لاره کې، صادقانه، آګاهانه او په دی لاره کې، مثبت او مثمر ګامونه اخلی.

زمونږ ولسمشر محترم دکتور غنی صلح لپاره هم واضع خواست او ثابت عمل لری.

مګر طالبان د صلح او مذاکره پر ځای، هره ورځ د "افغان کُشی" په لاره ګام اخلی.

دمولوی صیب هبت الله خان په نظر، بی ادبی معاف، آیا دا چې سر تمبه امریکایان سر تمبه طالبانو سره خبری نه کوی، آیا دا مظلوم افغان ولس ګناه ده، آیا له دی خاطر باید "افغان کُشی" صورت اخلی؟

د همدا افغانی منطق په اساس د عنوان همدا پوښتنه ښاغلی محترم مولوی صیب هبت الله خان ته مطرح کیږی، چې، ته څوک یی چې د یو علمګرا ولسمشر او د څو میلیونه افغانانو په مقابل کې له ګُستاخی څخه کار اخلی!

هیله ده چې د همدا پوښتنه ځواب په میدیا کې نشر شی!

امید تبصره های دقیق و اظهارات هموطنان آگاه و صادق ما درارتباط بالایی صورت گیرد.
-------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما