افغانستان شاوخوا څلور لسيزي د تروريزم،ترهګري او کورنيو جګړو ښکاردی هغه هيواد چي دنړیوالي اونيابتي جګړي په مرکز بدل سوي چي هر ورځ يې ځوانان،قومي مشران ديني علمآ ددې وطن او خاوري خوا خوږي خپل شرين ژوند له لاسه ورکوي. 

افغانستان چي داسيايي هيوادونو زړه بلل کيږي او له جغرافيايي لحاظه ستراتيژیک هيواد دی نو دسيمي او نړۍ استخبارتي او مافيايي کړې نه غواړي چي دا سر زمين دي په ارامه واوسي ځکه دوي پوهيږي که چيري افغانانو ته د سوکاله او ارام ژوند چانس ورکړل سي نو ليري به نه وي چي دسيمي او نړۍ دهیوادونو شومي اهداف به له خاورو سره برابر کړي. 

نو په همدي خاطر ياد هيوادونه او استخبارتي کړې هڅي کوي چي ددې هيواد امنيت او دخلګو ټولنيز ژوند ګډوډ کړي 

هره ورځ زموږ د هيواد د ځوانانو او اوسيدونکو ژوند په مختليفو بهانو اخيستل کيږي څوک په ځان وژونکو بريدونوکي،څوک د اردو او پوليس په نامه،څوک بيا د طالب او داعش په نوم وژل کيږي داچي افغانان او افغان ځوانان ولي په مختليفو نومونو وژل کيږي؟ هغه پوښتنه ده چي لا تر اوسه پوري نه ده ځواب سوي. 

اوس مسله داده چي افغان حکومت بايد دافغانانو دي ويني تويونې ته دپاي ټکی کيږدي نور ولس ستړي سوي دی،له جګړو تاوتريخوالي يې کرکه کيږي ځکه هر ورځ يې کلیو کي د جنازو او فاتحو کمبلي هواري وي يوه لا نوي خلاصه سوي چي د بلي  ږغ پري وسي 

ښه بيلګي يې دي وروستيو کي د کابل او هلمند د پيښو دي موږ لا د کابل د مرګوني بريد غم نه وه هير کړي چي هلمند کي مو ګڼ شمير کورنۍ د غم په ټغر کيناستلي. 

اخير ولي؟ ترڅو او کله پوري به وژل کيږو،ترڅو به مو د ځوانانو وينه بي ارزښته وي  

زه د يو ځوان او افغان په حيث د جګړو د شکيلو خواو څخه غوښتنه کوم چي افغان وژنه،ځوان وژنه بس کړئ! 

نور افغانان پر کراره پريږدي ترڅو خپل ژوند وکړي او ژوند ددې ستر او لوی چانس نه ګټه پورته کړي. 

په درنښت  

حافظ احمد نصرت  

غزنی  

وخت دماپښين ۲:۰۰ بجي  ۱۳۹۶/۴/۲