د اختر مخې سره په ګران افغانستان او اسلامي نړۍ کې د غملړلو خبرونو په اورېدلو د يو دردمن احساس په اساس:

اختر کې مو کلچې او هم سيميان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي
هم مو نخود او هم بادام
هم مو شربت او هم مو جام
هم مو انګړ او هم مو بام
جوړې هم د اختر او ماشومان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي

هم امام او هم منبر مو
هم برات او هم اختر مو
همدا ښکته او هم بر مو
په وينو کې لت پت او ټول زمريان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي

په مکتب او مدرسه کې
پوهنتون او هم خطبه کې
هم په غم او هم مېله کې
لپاره مو د خدای پېغلې ځلميان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي

د انيو سپين سرونه
د نيکونو سپین مخونه
سپين د خويندو رخسارونه
دا هم له وينو ډک ناوې شاهان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي

بورې سترګې وينې ژاړي
کونډې سترګې سپينې ژاړي
ښکلې نازنينې ژاړې
جګړو کې تل د سولې په آرمان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي

عامي او ملايان مو ټول
غريب او هم خانان مو ټول
خټګر او ډاکټران مو ټول
زخمي مو کليوال او هم ښاريان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي

که غزل او يا داستان دی
يا ليکنه او بيان دی
که مو ناوې يا جانان دی
سلګی وهي قلم او هم دېوان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي

ټول وطن مو کربلا شو
راته جوړ يزيد بلا شو
غم مو لوی بار په ليلا شو
په کور د نبوت ګوره ريحان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي

نرګس او هم رېدي ګوره
ريحان او داودي ګوره
غاټول او څمکلي ګوره
سپين زړه کې د ناظم ملاوي ګلان په وينو سره دي
په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي