د ښاغلي خليلزاد په قلم ليکل شوی کتاب د "آستازې" تر عنوان لاندې يو په زړه پورې اثر دی چې د افغانستان د لوړ پوړو حکومتي مقاماتو او زورواکانو تر مينځ په اړيکويی رڼا آچولې، او لوستونکو ته ځينې داسې معلومات ارايه کوي چې عام خلک  پرې خبر نه دي.  

خو له بده مرغه، دا کتاب په افغانستان کې د مشخصو کړنلارو د تاييد او توجيه او د ځان د توصيف او تمد يح په بڼه، دا رنګه چې ځان يې د داستان د اتل په څير معرفي کړی وي ليکل شوی دی، او ليکوال هڅه کړی چې په افغانستان او عراق کې په اصطلاح  د "انکشافاتو او پرمختګونو"  افتخارات  خپل ځان پورې منسوب او د خپل نبوغ نتيجه وښيي. او هم نه يواځې د خپل ځان د ستاينې او تمجيد په هکله يی اغراق کړی، بلکه د هغو ښاغلو په ستاينې کې يې هم د مبالغې نه کار آخيستي چې له ده سره يی د افغانستان  په چارو کې د نژدې نه همکاري درلودله.    بر سيره پر دې ، د لوستونکو د توجه او پاملرنې د راجلبولو لپاره ليکوال ځينې کيسې بيان کړي چې د باور کولو وړ نه دي او په عين حال د ځينو ډيرو مهمو واقعاتو د ويلو نه يې سترګې پټې کړي او يواځې انتخابي شيان يې توضيح کړي دي.  

پورتني ټکي به ددې کتنې د لوستلو سره ګرانو لوستونکو ته روښانه شي. 

د خليلزاد صاحب مسقط الراس ( د زيږيدلو ځای) مزار شريف، په افغانستان کې د تاريخي بلخ په سيمه کې موقعيت لري، 

تاريخي بلخ د لرغوني بخدي ښار په هغه سيمه کې پروت دی، چې د ميلاد نه دولس سوه کاله پخوا د يما پاچا له خوا آباد شوی، او د اول ځل لپاره هلته پاچاهي نظام تاسيس، اجتماعي، اقتصادي او ښاري ژوند پيل او اقتصادي او صنعتي پرمختګونو  صورت ونيوه. څرنګه چې زمونږ معلومات او پوهې د تاريخ  ددې دورې نه د اوستا د کتاب د پاتې برخې نه لاس ته راغلي نو دا مدنيت د اوستايي مد نيت په نوم ياديږي. 

په همدې سيمه کې په لسمه عيسوي پيړۍ کې د شرق نامتو طبيب، فيلسوف، او ليکوال بلخي ابن السينا، چې د هغوی الشفا او القانون کتابونه په طبابت او قانون کې د نړۍ د کلاسيکو آثارو څخه ګڼل کيږي، سترګې دنيا ته خلاصې کړي، او په ديارلسمه عيسوي پيړۍ کې تر ټولو لوی عرفاني شاعر او متصوف مولانا جلال الدين بلخي چې د هغوی مثنوي د نړۍ په ادبياتو کې لوی شاهکار منل شوی زيږيدلی دی. 

په اوسني وخت کې د بلخ ودانه سيمه د افغانستان د مهمو ولايتونو څخه شميرل کيږي، چې د کرهڼې پراخه ځمکې او صنايع، د څاروو د روزلو د څړ وسيع ډاګونه او د آمو د سيند په غاړه ګټور تجارتي بندرونه لري. د بلخ د ولايت مرکز د مزار شريف ښار ښکلې تعميرونه، ښايسته کورونه او تاوده بازارونه خورا شهرت لري. خصوصآ د شاه ولايت مآب حضرت علي کرم الله وجه زيارت،  دې ښار ته د سيمې د مسلمانانو لپاره د تبرک او تقدس  حيثيت ورکړی چې هر کال په زرهاو کسان د افغانستان، پاکستان او منځني آسيا نه دلته د زيارت لپاره راځي.  خلک عقيده لري  که څوک په دې زيارت کې دعا وکړي دهر رنگ سختو ناروغانو څخه به خدای شفا ورکوي، اوهمدارنګه هرسوال چې وکړي ددې زيارت په برکت يی خدای   قبلوي، نو ځکه دا زيارت عوام د سخي صاحب په نامه هم يادوي.  

د لمريز کال په لومړۍ ورځ (نوروز) هر کال په مزارشريف کې ګرمې ميلې کيږي چې څلويښت ورځې دوام مومي او رنګارنګ مراسم پکې اجرا کيږي. د نوروز په ورځ د سخي د جنډې جګول په دې مراسمو کې خورا زړه را ښکونکی دی چې خلک ورته د لرې ښارونو نه راځي او د ليدلو سره يې ګرمې  ولولې او احساسات ښکاره کوي. د پخواني امن او ثبات په دورانونو کې د نوروز د ميلو په مهال  د کابل نه  مشهور سندرغاړي او هنرمندان مزار شريف ته تلل او هلته  به يې خلکو ته سندرې او موسيقي اورولی .  همدارنګه په دې موسم کې د مزار شريف په سمو او دښتونو کې سره ګلان غوړيږي چې هغه چاپيريال ته يو شاعرانه بڼه ورکوي او له دې کبله خلک دا ميلې د " ګل سرخ " د ميلو په نوم هم يادوي. د مزار شريف په سيمه کې دا ميلې د لرغونې آريايانو له وخت نه په زرګونو کلونو سابقه لري. 

خليل زاد صاحب، ددې پر ځای چې خپل پلارنی ټاټوبی او يا د زيږيدنې ځای د هغو لرغونو افتخاراتو، يا نومياليو پوهانو او عارفانو او يا د ښکلي او ښايسته سرو ګلانو چې د هيواد شاعرانو يې ستايلي او وتلي هنرمندان يې په سندرو کې توصيف کړي نسبت ورکړای وای، خپل د ژوندانه د قصې کتاب يې د کوکنارو د زهرجنو او انسان وژونکو ګلانو د رنګونو او ښايست سره پيل کړی دی. په داسې حال کې چې د کوکنارو بوټي او ګلان څرنګه چې خليلزاد صاحب مجسم کړي د مزار شريف د ښار په چاپيريال کې هيڅ وجود نلري. ما ددې کرښو ليکونکی، د مزار شريف د نوروز په ميلو کې ګډون کړی، خو باور وکړۍ چې د کوکنارو يو بوټی مې هم  هلته په نظر نه دی راغلی. همدارنګه کوکنار يواځې په هغه زراعتي پټو کې شنه کيږي چيرته چې يې تخم کرل شوی وي، او هيڅکله هم د کوکنارو بوټي د سرکونو او ويالو په غاړو او يا نورو ځايونو کې لکه چې دوی يی روايت کړي د وحشي ګلانو په څير خود رويه نه شنه کيږي. دا چې ولې ښاغلی سفير د خپل کتاب په پيل "آستازې" کې خپل د زيږيدنې ښار د داسې کرکجنو بوټو او ګلانو سره معرفي کوي چې  ټول انسانيت يې د زهرونو  د آفت نه په غمونو آخته شوي او هر کال په مليونونو انسانان د مرګ کندې ته غورځوي ، خپله به پوهيږي. 

 

بيا نو خليل زاد صاحب د کتا ب په لومړي فصل کې، کله چې د د وی کورنۍ د مزار شريف نه کابل ته کډه کوله او دی په هغه  مهال د اتم ټولګي زده کونکی و يوه تعجب ناکه  قصه کوي چې انسان ورته حيران پاتې کيږي. ليکي چې د سفر په دوهمه ورځ په لاره کې يو لوی موټر هڅه کوله چې ددوی د سرويس موټر نه مخکې شي، ولې د سرک تنګوالی ورته امکان نه برابراوه. خو کله چې د سرک سور لږ زيات شو لوی موټر زمونږ نه تير او بيا  زمونږ  د موټر مخې ته را تاو شو، چې ورسره سم زمونږه موټر هم  ودريد. دلته نو دوی روايت کوي چې د لوی موټر ډريور او د وروستۍ دروازې نه يو متکبر،  ږيره خيريلی " ګنجی "  را کښيوت او زمونږه د سرويس موټر ډريور يې د وهلو لاندې ونيول. ( د ږيره خريلې او ګنجي  نه يې مقصد سردار محمد داؤد خان دی. البته د ګنجي د کلمې استعمال هم په دې متن کې صحيح او موزون نه ښکاري.)  آستازی دوام ورکوي چې بيا  " داؤد " د موټر وان خوا ته منډه کړه او کيڼ غوږ يې په خپلو غاښونوچور غوڅ او لرې وغورځاوه، اووايي ما چې د موټروان خوار په وينو لت پت غوږ  په خاورو کې د سرک په غاړه وليد زړه مې ډيرخوږ شو! 

اوس نو نه پوهيږم چې ګران لوستونکي به پر دې نه باور کيدونکې دروغ څه نوم کښيږدي.  خو رښتيا خبره داده چې هيڅ معقول انسان به باور ونه کړي چې د سردار محمد داؤد خان په سويه يو شخصيت په داسې  يو وحشتناکه او ظالمانه عمل لاس پورې کړي چې حتی يو ډير وحشي او ځناور خصلته انسان به يې هم ونه کړي. که مونږه  ښه سوچ  وکړو د اچې يو انسان د بل انسان غوږ پر خپلو غاښونو دارنګه غوڅ کړي چې بيا يې لري وغورځوي هيڅکله به هم ممکنه نه وي.   سردار محمد داؤد خان د اعلحضرت امان الله خان نه وروسته د افغانستان ستر مترقي واکمن تير شوی چې د شلمې پيړۍ په دوهمه نيمايي کې يې د هيواد د پرمختګ لپاره نه هيريدونکي خدمتونه کړي دي. خپل کتاب ته د لوستونکو د توجه د را آړولو په هدف هغوی پسې دا رنګه اهانت آميزه تهمت جوړول خصوصا د هغه چا له خوا چې په همدې خاوره کې زيږيدلی او لوی شوی وي خورا يو ناروا، نا جايزه  او د انصاف نه لرې عمل دی. څرګنده ده چې ديو هيواد د مشرانو  توهين د هغه ټول هيواد سپکاوی دی، نو سړی نشي پوهيدای چې ښاغلی خليلزاد ولې د خپل اصلي هيواد يو مشر او د زيږيدنې خاوره  دارنګه سپکه معرفي کړی ده. 

 

همدارنګه خليلزاد صاحب دوام ورکوي چې په ۱۹۹۱م کال کی د خپلو ماموريتونو په لړکی روم ته د افغانستان د پخواني پاچا اعلحضرت محمد ظاهر شاه ليدلو ته مؤظف شوی و، چې د افغانستان په مسئله کې په افغاني ټولنه کې د هغوی د شهرت، مقام او محبوبيت  نه  د امريکايي ستراتيژۍ  په ګته کار  واخلي.  د خبرو اترو په ترڅ کې خليلزاد، د نړۍ  د يواځيني زبر ځواک د آستازي په توګه  په ډير تکبر او غرور،  بې له دې چې افغاني کلتور په نظر کې ونيسي او د اعلحضرت د مشر توب احترام وکړي او يا فکر وکړي چې هغه څلويښت کاله د افغانستان منلی ټولواک و، په ملاقات کې ورسره ډير بې ادبه او سپک چلند کوي چې هيڅکله هم ديو مهذب انسان نه توقع نه شي کيدلی. د خبرو اترو په ترڅ کې خليلزاد اعلحضرت ته " لارښودنه"  وکړه چې افغانستان ته ولاړ شه او هلته د پتره ګر دنده اجرا کړه، څوک چې ماتې لوښې پتره کوي ، ته هم ټوټې ټوټې افغانستان بيرته سره يوځای کړه ، او د خپلی دې بې مناسبې مقايسې سره اعلحضرت يې خوا بدی کړ. البته استازی کولی شو چې په ډيرو نورو مناسبو لارو يې خپل مقصد ارائه کړی وای.  مثلا چې افغانستان يې د يوې کښتۍ سره مقايسه کړی وای چې د ډوبيدلو په حال کې ده او اعلحضرت يې د يو پياوړي ملاح سره چې دی کښتۍ ته يې د ډوبيدو نه نجات ورکولی شواي،  اويا د هغوی د شان سره ډير نورمثالونه . 

د خليلزاد په قول وروسته اعلحضرت ومانه چې  په روم کې " د هيواد نه د بهر افغانانو " د غونډې مشرې وکړي، خو د خبرو په جريان کې يې  وويل چې، آيا مونږ بايد ددې اقدام نه مخکې د امريکې ملاتړ ته انتظار ونه باسو. دلته نو خليل زاد، وايي چې د اعلحضرت دې خبرې زه په غوسه او مشتعل کړم او ورته مې خوله خلاصه کړه  او په سخته لهجه  مې ورته وويل چې د امريکې  حکومت  تا ته د اهميت په سترګه نه ګوري ، هغوی فکر کوي چې ته يو زوړ سړی يې او د  ۱۹۷۳م کال نه د صحنې نه را وتلی يې. اوس د افغانستان په اړه هغوي  طالبان، القاعده او پاکستان ته  اهميت ورکوي..... خليلزاد وايي چې ما اعلحضرت هڅاوه چې په خپل عزم او اراده او د هيواد نه د بهر افغانانو په مالي مرسته خپلې هلې ځلې پر مخ بوځي.  په داسې حال کې چې امريکا په ملياردونو ډالره  پر خپل بين المللي ښکاره او پټو فعاليتونو لګوي خو په حيرانتيا سره خليلزاد دلته اعلحضرت ته ښودنه کوي چې په خارج کې د مساپرو افغانانو په اعانې خپلې هلې ځلې پر مخ بوځي.  استازی وايي چې زما او د "پاچا" تر مينځ خبرې سختې او جدي شوې او کله چې مې وليد چې د ايطالوي قهوې نه خوند آخلي او د څرمنې قيمتي بوټان په پښو کوي زه ډير "نا اميده " شوم او پوښتنه مې ترې وکړه چې تا ته څنګه  د شپې خوب درځي چې افغانان په اوسني وضعيت کې وينې. 

 

فکرنه کوم چې که په هندوستان کې د برطانيې د امپراطورۍ  وايسرای، لارد کرزن هم کله په داسې لهجې يوعادي هندوستانی هم توهين کړی وي. که فکر وکړو خليلزاد چه نن دې موقف ته رسيدلی د اعلحضرت محمد ظاهر شاه دسلطنت په دوره کې  ورته  امکان برابر شوې و،  چې امريکې ته راشي او په کليفورنيا کې خپل د دولسم ټولګی تعليم تکميل او بيا عالی تعليماتو ته دوام  ور کړي. اوس  نو لږ تر لږه د يو احسان منونکې انسان په توګه بايد دا حق پيژندلی او د هغوی  د مقام سره مناسب چلند يې ورسره کړی وای. 

څرګنده ده چې خليل زاد،  د اعلحضرت د ليدلو لپاره يوه مشخصه وظيفه آخستی وه چې بايد هغوی د يو خاص اقدام لپاره وهڅوي خو کله چې يی اعلحضرت ته ظرفيت معلوم شو او ورسره کومې موافقې ته ونه رسيد،  نو خپله وظيفه يې تر سره نه کړی شو، نا اميده او عصباني هغه منلی او شريف مشر ته يې اهانت آميزه  خبرې وکړې لکه چې پورته مو بيان کړل. 

دلته بايد پوښتنه وکړو چې که اعلحضرت امريکا ته کوم مهم شخصيت او د توجه وړ مرجع نه وای نو ولې يی ستا غوندې خپل يو فداکاره او معتمد ايجنټ هغه ته ور ليږه. اعلحضرت د افغانستان د مسئلې د سوله ايزه حل لپاره تر ټولو مؤثره  مرجع وه،  خو هغو خواوو چې د جګړې په دوام کې يې خپلې ګټې ليدلې د هغوی د مداخلې څخه مخنيوی کوو.  د ۱۹۹۱م کال په نومبر کې ډاکټرنجيب الله شخصا جينوا ته ولاړ او هلته يې د جهادی مشران او د اعلحضرت استازي سره وکتل، په همدې وخت کې اعلحضرت خپل د سولې پلان وړاندې کړ. ګورباچف هم د خپلو هلو ځلو په لړ کې د يو اېتلافي حکومت د جوړيدو لپاره د شوروي د خارجې چارو د وزارت لومړی مرستيال وارنټسوف د مجاهدينو ډلواو علحضرت ته ليږلی وو. 

خليلزاد کله چې د امريکې د دولت د استازي په توګه ټوکرټوکر افغانستان ته راغی، نو ناهيلي او ځپلي افغانان ورته خوشحاله او هيله من شول چې دی (خليلزاد) په افغانستان کې تولد شوی استازی به  زمونږه  ستونزو ته پاملرنه وکړي. خو خليلزاد په ډير کبر او غرور په لوړغږ وويل چې زه د امريکې د حکومت آستازی يم او يواځې د امريکې د ګټو لپاره کار کوم، او دا سې يې د خپلو وطنوالو زړونه مات او هغوی يې نا اميده کړل. د هغه دا د غرور نه ډک اعلان تر اوسه د هر افغان په غوږونو کې انګازې کوي. اوس نو ځان د هرچا څخه زيات ځان د افغانانو نژدی خواخوږی  ښايي ،    خليلزاد اعلحضرت پسې اهانت آميزه خبري کوی او هغوی بيځايه مقصر بولي، چې ولې ددوی په تشويق او ترغيب د بې شميره مخالفينو او پردي مزدورانو په صف کې د جنګ ميدان ته داخل نه شو. 

څرګنده ده چې د تيري او تجاوز په وړاندې د افغانستان د مسلمان او ميړني  ولس جهاد ، د بين المللي او منطقوي مغرضينو له خوا اختطا ف او د خپل اصلي هدف نه چې د د وی د هيواد آزادي وه واړول شو. څرنګه چې پخواني پاچا  د افغانستان د خلکو تر مينځ په لوړه کچه محبوبيت درلود او د هغوی د سلطنت د څلويښت  کلنې دورې نه افغانانو نيکې خاطرې  درلودې، نو په هيواد کې د ملي يوالي  نښه ( سمبول ) ګڼل کيده. له دې کبله  پردي(بيګانه) مغرضين چې د افغانستان په دی بدی ورځی کې  خپلې ښيګڼې ليدلې او پخوانی پاچا يې د خپلو ګټو پر وړاندې خنډ ګـڼه نو د هـغـوی د مشر تابه سره يې هيڅکله موافقه نه کوله. 

پاکستان  چې افغان مجاهد ينو ته يی د امريکې د مرستو د ويش واک ورکړل شوی و، مجا هدين يې په اوو ډلو بيل او د خپلې خوښې مشران يې ورته وټاکل، او ددې خونړۍ ناورين نه يې رنګارنګ ګټې آخيستې. د جهاد مشران هم د افغانستان په راتلونکي کې د قدرت د نيولو په سرپه خپلو مينځونو کې په خونړيو جنګونو آخته وو. نو هم پاکستان او هم د مجاهدينو مشران  د جهاد ډګر ته د اعلحضرت د ننوتلو سخت مخالفان وو. 

ډير نوميالي افغانان په پاکستان کې د پخواني پاچا د پلويتوب په " تور " و وژل شول. د مثال په توګه  په  ۱۹۸۸م کال ، افغان نوميالی  فيلسوف پوهاند  سيد بهاؤالدين مجروح کله چې په پيښور کې د افغانانو نه د رای آخيستلو نتيجه چې  په سلو کې  ۷۱ افغانان د اعلحضرت د مشرتوب پلوي کوله ، خپره کړه ، ډير ژر ووژل شو. 

ايران هم د افغانستان په کړکيچ کې خپله طرحه درلوده، چې د افغانستان شيعه ګان اوشمالي اتحاد د خپل آغيزې لاندې ولري او د وهابي تحريک سره مقابله وکړي.  نو ايران هم په افغانستان کې د پخواني پاچا حضور سره مخالف و، او هم ډاريدل چې کيدای شي شهزاده  رضا پهلوي    هم جرآت ومومي او هڅه وکړي چې په ايران کې پاچاهي نظام بيرته راژوندی کړي. 

 

امريکا د افغانستان د جهاد عمده ملاتړ هم ددې لپاره چې خپل حريف شوروي اتحاد د افغانانو سره په اوږد مهاله خونړۍ جګړه  آخته وساتي او شوروي اتحاد نه د ويتنام په جنګ کې د خپلو تلفاتو او ماتې انتقام واخلي ، هم د اعلحضرت د مشرتوب سره چې ددې خونړۍ جنګ د دوام کلک مخالف و او يو سوله ايز حل يې غوښت، رضائيت نه درلود.  نو دارنګه  يوه مخالف او متخاصم چاپيريال ته به اعلحضرت محمد ظاهر شاه  څرنګه کولی شو چې ورغلی وای.  

 

نړيوال ځواکونه تل هڅه کوي چې په بين الملي شخړو کې مينځګړتوب وکړي، خو له بده مرغه، دوی اصلي جنجال هيروي او يواځې  خپلو ګټو ته پاملرنه کوي . هغوی هڅه کوي چې  په نورو هيوادونو کې د خپلې خوښې مطيع او فرمان وړونکي  کسان د مشرتوب مقامونو ته وخيږوي. داسې چې، اول د بيځايه ستاينو او تعريفونو د لارې هغوی ته د مشرتوب حقانيت برابروي، او بيا د نمايشي انتخاباتو په واسطه يې د اقتدار په څوکۍ کښينوي. زورواکان خپل د زړه کسان په لوړو او شاندارو عنوانونو او القابو لکه د متفکر، متبحر او  نور يادوي او د خپل تبليغاتي ماشين په زور د ډيرو کمزورو او کوچني انسانانو څخه اتلان او که وغواړي د اتلانو څخه ډير واړه او بې ارزښته کسان جوړوي. 

 

ښاغلی خليلزاد د هغو افغانانو چې ورسره يی  همکاري درلوده ډير توصيف او تمجيد کړیدي، او هم په غرب کې روزل شوي کسان چې په ۲۰۰۲م کال يې کابل ته مخه کړي د "ديموکراسۍ " په ګټه مؤثراو مفيد کسان ګڼلي دي. په خاصه توګه  حامدکرزی يي په پرله پسې ډول  لکه د کرامت د خاوند په کچه  ستايلی دی. په يو مورد کې وايي کله چې د رباني په حکومت کې د فهيم له خوا بندي شوی و او ترې نه تحقيق کيده ناڅاپه  په کوټه کې يو راکټ ولګيد چې مستنطق يې په وينو لت پت او کوټه يې ونړوله خو بختور کرزی روغ رمټ د صحنې نه و تښتيد. دلته بايد سوچ وکړو، کله چې يو راکټ په يوې کوټې ولګيږي – ديوالونه ونړوي تحقيق کونکی ووژني او کرزی صاحب چې هملته تشريف لري هيڅ صدمه ونه ويني. آيا بې له کرامته او يا د تيغ بندۍ د تعويز څخه دا ممکن کيدی شي؟   بيا نو د کرزي نه نقل قول کوي چې " وطن ته يو ځل د پلار د جنازې سره ولاړم، بل ځل به حتما د افغانستان د ولسمشر په توګه ځم."  نه پوهيدل کيږي چې دا پخه ډاډګيرنه چا ورکړې وه، چې په  لسهاو ميلونو افغانانو کې دا د هما مرغه د دوی د سر د پاسه څوک کښينوي.  خليلزاد صاحب د خپل ځان په هکله وايي کله چې د  جارج بش په حکومت کې دفاعي پاليسۍ رياست د مرستيال په حيث وټاکل شوم، د کار په لومړۍ ورځ زما د هرکلي لپاره دوه جنرالان، يوه ډله ډګروالان، او د دفاع وزارت استازی ولاړ و! 

وايي چې د منځني ختيز او افغانستان  په برخه کې د امريکې د دولت د مقاماتو د پوهې نيمګړتيا زما له خوا نه پوره کيده. خليلزاد صاحب وايي  کله  چي ما ولسمشر بش ته د اسلامي بنسټ پالنې په هکله معلومات ورکاوه نوموړی  د مسئلې  د پراخوالې  او يا د ستونزو د لويوالې نه حيران  او په فکرونو کې ډوب تللی و. بيا نو وايي سره له دې چې زما هم مذهبانو  زما د پلرني هيواد نه پر امريکې يرغل کړی و خو امريکايي مقاماتو زه پيژندلی نه وم. البته دابه هم امکان ونه لري چې دا لوړ رتبه کسان دومره بې بصيرته اوسي چې دوی يې د رنګ، څيرې او لهجې څخه نه وي پيژندلی. خليل زاد وايي چې ولسمشر بش اسلام د سولې دين وباله، ولې په دې باندې يې سترګې پټې کړې چې د سپتمبر د يولسمي پيښې نه وروسته د دښمنيو په شروع کې يې ويلي و چې مونږ  صليبي جنګونه پيلوو. خو بيا وروسته د مشاورانو د توصيې په واسطه يې دا کلمه په خولې رانه وړ. ( صليبي جنګونه  هغوخونړيو جګړو ته وايي چې د يوولسمې پيړۍ د پای نه تر د ديارسمې پيړۍ تر پايه د عيسويانو او مسلمانانو تر مينځ د بيت المقدس په سرپيښ شوي دي.) 

 

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د يوولسمې د پيښې د انتقام لپاره د امريکې متحده ايالاتو د اکتوبر په اومه پر افغانستان يرغل وکړ، او د عملياتو د سم تر سره کيدو د نظارت، تعقيب او ادارې لپاره، خليلزاد صاحب وايي چې مؤظف شوی و. وروسته بيا ډير امريکايان چې د نيويارک په تجارتي مرکز کې يی کار کولو او ډير نور خپل خوښې کسان د کسات د آخيستلو په جذبه د افغانستان د جګړې ډګر ته راودانګل. وايي چې په کندوز کې د طالبانو يوه لويه ډله د دوستم له خوا محاصره شوی وه، چې د امريکې د هوايي ضربو په مرسته تسليميدلو ته اړ شول. ولې بيا نود دوستم له خوانه د تسليم شوي  ۸۰۰۰  طالبا نو د قتل عام په برخليک چپ پاتې کيږي. هغه وايي هغه امريکايي افراد چې د دوستم سره يې وظيفه اجرا کوله ماته يې وويل چې دوستم بايد د افغانستان ولسمشر شي، ځکه چې يې د هرچا نه د طالبانو سره سخت عمل کړی دی.  همدارنګه د  امريکايي آلوتکو د بمونو پواسطه    ۳۰۰۰  بې وزله افغان نارينه ، ښځې او ماشومانو د وژلو په هکله او هم د هغو بد مرغو افغا نا نو په  اړه چې د بې اساسو او غلطو اسنادو له مخې نيول شوي او کلونه يې د ګوانتانامو په دوزخي جيل کې تير کړي پټه خوله پاتې کيږي. ( د افغانستان د تحليل کوونکې شبکې د وينا له مخې لږ تر لږه اته کسه افغانان د بې اساسو او غلطو مدارکو له مخې کلونه د ګوانتانامو په دوزخي محبس کې تير کړي.) 

 

 د نومبر په ديارلسمه د کابل څخه د طالبانو د وتلو سره سم، د امريکايي مقاماتو د غوښتنو په خلاف د شمالي ائتلاف وسله والې  ډلې کابل ښار ته ننوتلی او استاد برهان الدين رباني په چټکۍ سره  ځان ارګ ته ورساوه او حکومت يې تر خپلې ادارې لاندی ونيوه. 

د طالبانو د حکومت د نسکوريدلو نه وروسته په جرمني کې د بن کنفرانس داير شو چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د انتقالي حکومت د جوړولو او نورو ضروري چارو لپاره پکې لازم تصميمونه و نيول شي. خليلزاد صاحب بيا څرنګه چې د جګړې په ميدان کې د عملياتو د سم تر سره کيدو د نظارت لپاره مؤظف شوی و دی کنفرانس کې هم د مذاکراتو د جريان د اداري لپاره ګمارل شوی و, او وظيفه يې درلود چې د کنفرانس د جريان نه واشنګټن ته په پرله پسې ډول خبر ورکړي.  

په کنفرانس کې دروم ډله چې د پخواني پاچا اعلحضرت محمد ظاهر شاه پلويان او عمد تا پښتانه او ځنې  کسان د نورو مليتونونه هم پکې شامل و د عدليې د پخوانۍ وزير عبد الستار سيرت تر مشرتوب،  او شمالي ايتلاف چې د تاجکانو، ازبکانو، هزارګانو او نورو اقليتونو استازيتوب يی کاوه د يونس قانوني تر مشرتوب لاندې دوې مهمې ډلې وې. د بن په کنفرانس کې لومړۍ اختلاف  په راتلونکې حکومت کې د پخواني پاچا د موقف په اړه را پورته شو. البته د پاچاهي نظام بيا را ژوندی کول هيڅ مطرح  نه و، خو بيا هم پاچاهي کورنۍ غوښتل چې اعلحضرت افغانستان ته د حکومت د مشر په حيث ولاړ شي، کوم چې د شمال ايتلاف لپاره د منلو وړ نه و. څرنګه چې د پخواني پاچا نقش د راتلونکې حکومت د مشر په حيث امريکايې هييت هم نه غوښت، نو د پاچا نقش يې د حکومت د مشر نه د لويې جرګې د اداره کونکې په توګه را ټيټ کړ. په مقابل کې د روم ډلې ته واک ورکړ شو چې داسې يو څوک د حکومت مشر وټاکي چې ټولو ته د منلو اوتاييد وړ وي. ( البته دا دومره مهم واک نه و، ځکه چې مقابل لوری کولی شو چې د دوی انتخاب ډير په آسانۍ رد کړي.)  

په پخواني پاچا باندې د محدود نقش د منلو لپاره خليلزاد روم ته ولاړ او هغوی  (پاچا)مجبورا موافقه وکړه.        

البته څرګنده ده، چې د افغانستان د انتقالي حکومت د مشر توب لپاره حامد کرزی د امريکا د حکومت انتخاب و، چې هغه مهال په تيرينکوټ کې و، د هغه سټلايټ تيليفون نه چې ( سی، ای ، اې )  ورته برابر کړی و(د خليل زاد په قول) د بن جلسې ته يې خپله "جذابه وينا" واوروله چې د خليلزاد صاحب په قول حاضرين يې د خطابت د  قدرت  نه حيران پاتې شول. سره له دې چې د روم ډله د دوو مقابل د نهو سيرت صاحب ته رای ورکړو، خو څرنګه چې کرزی صاحب د دې مقام لپاره د وخته په نظر کې نيول شوی و، نو د لنډ مهالې ادارې مشر شو. دلته بيا په حيرت ناکه توګه کرزي صاحـب د  ( ب- ۵۲) د آلوتکې د بم نه چي په مجاورت کې يې چاوديدلی و نجات وموند، او لوی څښتن ورته دوباره عمر په برخه کړ چې د افغانستان د خلکودا د غم شپې په خوشحالۍ سبا کړي، او يواځې په سرلږ ټپي شو. البته دا د خير ټپ و. په داسې حال کې چې ورسره د ( سي، ای، اې ) مؤظف مامور ټپي سر تاړه، د تيليفون د لارې ورته د بن نه زيری  وشو چه د لنډ مهالې حکومت مشرتوب دې مبارک شه!  د خليلزاد صاحب د څرګندونو نه ښکاري چې کرزی صاحب د پخوا نه د (سي آی ای) د مراقبت او حفاظت لاندې و. کله چې خليلزاد د کابل د سفارت نه تبديل شو نو کرزی واشنګټن نه وغوښت چې هلته يې پر ځای بايد د (سی آی اې) د مرکز مشر سفير وټاکل شي. 

د دوستم او اسمعيل خان راضي کول،  استاد رباني ته قناعت ورکول چې ارګ خوشې کړي، او د وزارتونو ويش په مليتونو باندې نور جنجالي مسايل و چې امريکايي هييت د مرستواو مساعدتونو د وعدواو اخطارونوپه زورفيصله کړل. فهيم، قانوني او عبد الله ددې پرځای چې د انتقالي حکومت مشرتوب يې کرزي ته پريښي و نو د کورنيو چارو، د باندنيو چارو اود ملي دفاع وزارتونه يې د ځان لپاره غوښتل. برسيره پردې عبدالرشيد دوستم هم د دفاع  وزارت ته سترګې نيولې وې. استاد رباني د ارګ په پريښودلو او د وزيرانو د لست په جوړولو کې تعلل کاوه خو کله چې يی د (ب-۵۲ ) يو راکټ کور ته نژدې ولګيده بيا نو ژر همکارۍ ته تيار شو.   

د بن دغونډې په جريان کې ايراني هييت د شمال ايتلاف ته مشورې ورکولي او هم ژوره خواخوږي  يې ورسره  ښودله. 

د ۲۰۰۲م کال د جنوري څخه تر جون مياشتې پوري خليلزاد صاحب د امريکې دحکومت د خاص استازې په توګه کابل ته ولاړ او پخپله اقرار کوي چې د طالبانو د نسکورولو نه وروسته مونږ هغه کسان قدرت ته ورسول چې د نويمو کلونو په بحران او وژنوکې يې په پراخه کچه لاس درلود. بيا نو په رياکارۍ سره وايي چې ما نه شو کولی چې د افغانانو لپاره تصميم ونيسم او يواځې مې کولی شو چې د يوې فعال سياسي سيستم په جوړولوکې ددوی ملاتړ وکړم. 

 د کرزي د ولسمشرۍ په پيل کې د هغه د ترانسپورت اوملکي هوايي وزير عبد الرحمن  او مرستيال يې حاجي عبدالقدير ووژل شول.  ولسمشربش دکرزي د امنيت لپاره انديښنه درلوده اوخليلزاد ته يې وويل چې فکر نه کوې چې که فهيم کرزی ووژنې؟ په داسې حال کې چې فهيم د ولسمشر کرزي اول معاون، د دفاع وزير اود کرزي ساتونکي د فهيم افراد و. څرنګه چې د کرزي امنيت د امريکې لپاره ډيرارزښت درلود ، نو د هغه د ساتنې لپاره  پنځوس امريکايي مخصوص سرتيري وګمارل شول.  کله چې په کندهار کې پر کرزي ډزې وشوې د همدغو سرتيرو له خوا بريدګر ووژل شو. 

لږ وخت وروسته، د فهيم له خوا نه د کودتا آوازې پورته شوې، چې د خليلزاد صاحب د مداخلې او منځګړتوب له کبله غلې شوې. د جنګسالارانو سره د کرزي جنجال بله ستونزه وه چې ورسر مخامخ و. په شمال کې د دوستم مليشو عادي خلک لوټل او خيريه مؤسسو نه غوښتل چې په سيمه کې فعاليت وکړي، او د دوستم د بانډونو له ويرې په زرهاؤ پښتانه خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شول.همدارنګه دوستم لکه د نورو جنګسالارانو د ملګرو ملتونو د بې وسلې کولو پروګرام سره د همکارۍ نه ډډه کوله. څرنګه چې د يوقانوني حکومت اقتدار او ثبات د جنګ سالارانو په ګټه نه و، نو په پرله پسې توګه د دوی تر مينځ مخالفتونو دوام درلود، او امريکا هم بنا په ځينو دلايلو لکه چې مخکې وويل شو جنګ سالاران يې قدرت ته رسولي و او نه يې غوښتل چې دا پخواني ياران خوابدی کړي. نو خليلزاد وايي چې ما کرزي ته مشوره ورکړه چې " د جنګسالار صاحبانو سره دې خپل وخت تيرکړي. " خليلزاد صاحب په افغانستان کې د خپل هيواد پوځي يرغل، " د افغانستان د آزادولو" په نوم يادوي، خو په رښتيا سره چې آيا دا ددې هيواد د آزادولو لپاره و،  که د اشغال او يا د لاندې کولو  لپاره؟ 

 

د ۲۰۰۲م کال د لويې جرګې هدفونه د نوي حکومت ټاکل، يو کال وروسته د اساسي قانون تدوين او په ۲۰۰۴م کال کی د انتخاباتو لپاره زمينه برابرول وو. البته د ځينې کورنيو اختلافاتواو باندنۍ کنترول له کبله لويه جرګه هم لکه د بن د کنفرانس د ستونزو نه خالي نه وه. بيا هم د اعلحضرت محمد ظاهر شاه نقش، او د وزارتونو ويش، کلک جنجالونه را مينځ ته کړل چې نژدې د جرګې د لغوه کيدو سبب ګرځيدلی و. څرنګه چې اعلحضرت د خلکو تر مينځ خورا محبوبيت درلود نو کرزی يې د سيورې لاندې گرځيده چې ترې خپل اعتبار لوړ کړي. له بلې خوا کرزی ډاريده  چې که مصطفی ظاهر د پاچا لمسی د ولسمشرۍ د مقام د نيولو لپاره يې مخې ته ودريږي ورته به ستونزه پيښه کړي. خو دا انديښنه هم د خليلزاد په مرسته له مينځه ويوړل شوه. د حکمتيارله خوا نه داعلحضرت د وژلو د توطئې کشف بله مهمه پيښه وه چې د لويې جرګې د پيل نه مخکې څرګند شو. له دې امله، د اعلحضرت سفرافغانستان ته وځنډول شواو هم يې د ساتنې لپاره د شمالي ايتلاف د افرادوپرځای ايټالوي ساتونکي تعين شو.  

د عاجلې لويې جرګې لپاره  ۱۵۰۱ غړي د افغاني ټولنې د ټولو برخو نه راغلي و. 

البته اعلحضرت، د پاچاهي کورنۍ په موافقې، د ټولو ستونزو سره، علاقه درلوده چې د حکومت مشري وکړي خو لکه چې وموليده د شمالی اييلاف په سخت مخالفت او د امريکايي هييت په مداخله د بن په کنفرانس کې يې نقش د حکومت د مشر نه د لويې جرګې دايرونکې ته تنزيل شو او د خليلزاد له خوا يې قناعت حاصل شو. دا ځل هم په کابل کې کله چې لويه جرګه پيل کيده د اعلحضرت نژدې پلوي او مرستيال، ګل ولي اعلان وکړ چې اعلحضرت بايد د انتقالي حکومت مشري وکړي، کوم چې شمال اييلاف ته ټکان ورکړ، کرزي صاحب يې وار خطا او امريکايي هييت يې حيران کړ. که څه هم د اعلحضرت عمر او روغتيا د حکومت د ادارې لپاره د انديښنې وړ وه خو بيا هم د يو ملي سمبول په حيث د خلکو د متحد کولو لپاره لويه مرجع کيدای شوه. شمالي ائتلاف د لويې جرګې سره د مقاطعې او يا د اعلحضرت په مقابل کې د خپل کانديد د درولو په فکر کې شو، او حتی فهيم تهديد وکړ چې که اعلحضرت د حکومت مشر شي نو دی به يې د پلويانو په مقابل کې د وسلې د زور نه کار واخلي. د ټولو نه کرزی صاحب پريشانه، ويرجن او مايوسه و، ځکه چې د ولسمشرکيدلولپاره يې اميدونه او سختې هلې ځلې اوبو وړلې. ددې بحران د پيدا کيدلو نه وروسته خليلزاد صاحب اول د کرزي ډاډګيرنې ته ورغی چې نااميدي يې بيرته په اميدوارۍ  واړوي او بيا يې د اعلحضرت سره وکتل. څرنګه چې په هغه حالت کې د حکومت د مشرتوب د هر کانديد د برياليتوب لپاره د امريکې ملاتړ چې هيواد يې تر اشغال لاندې و، لومړنی شرط و، او د اعلحضرت لپاره دا ملاتړ ميسر نه و، نو هغوی مجبورآ د دويم ځل لپاره د خپلی نوماندۍ نه (د خليلزاد په قول) تير شول. 

سره له دې چې د جرګې اوضاع ناآرامه او غړي يې سره متفق نه و. خليلزاد صاحب، د کرزي په وکالت جرګې ته ننوت او استازو ته يی تبليغ کاوه چه اعلحضرت د خپلی روغتيا او عمر له کبله نه غواړي چې ځان کانديد کړي.  هغه استازي لکه پاچاخان ځدراڼ  او نور چې لاهم د اعلحضرت ملاتړ يې کولو، خليلزاد ورته وويل چې اعلحضرت نه غوا ړي چې مشرتوب ته ځان کانديد کړی خو که تاسې غواړۍ چې ورته رای ورکړئ خپله خوښه مو ده. 

 

د اعلحضرت د احترام او درناوي لپاره د هيواد د ګوټ ګوټ نه خلک په ډلوډلو حتی هغه کسان چې پر ضد يی په کودتا کې برخه آخيستي وه راتلل او ورته يې تعظيم کولو.  

د جرګې د افتتاح لپاره کله چې اعلحضرت د خطابې دريځ ته جګ شو، د جرګې ټول ګډون کونکې ودريدل اود څو دقيقو لپاره په چکچکو اوتودو ولولو يې خپل د پخوانی ټولواک درناوی وکړ. اعلحضرت په خپل متين او آرام غږ د خلکو نه التجا وکړ ه چې د افغانستان د يووالي او سولې لپاره په ګډه کار وکړي او و يې ويل چې يواځينی هيله يې په هيواد کې د سولې او امن ټينګيدل دي. له بده مرغه د جرګې په اصلي مسايلو د بحث په وخت کې د ځينو مغرضو او ځان غوښتونکو حلقو له خوا د جرګې نظم او اداره قصدا ګډه وډه شوه او ( د ميکروفون نه برق هم وشلول شو.) وروسته په جرګه کې هر څوک د خپلې خوښې پر مسايلو غږيدل. کله چې يو شمير خلکو مجاهدين او جنګسالاران په کلکو الفاظو محکوم کړل، او يو مشر سړی د نويمو کلونو د کورنيو جنګونو سړي وژونکي سخت وغندل، د عبد الرسول سياف د کلک عکس العمل سره مخامخ شو. سياف را پاڅيد او خپله معمولي دفاعيه خبرې يې د ټولو ښکيلو ډلوله خوا، په شمول د خپل ځان وکړې او ويې ويل چې  " د پوځ او مجاهدينو تحقيرول  زمونږ د هيواد د تاريخ تحقيراو سپکاوی دی." 

 

په هر حال، څرنګه چې طرح شوې وه، کرزی صاحب د افغانستان د ولسمشر په توګه انتخاب کړی شو، او آيت الله محسني، شيعه عالم پرې تاکيد وکړ چې په ټينګه بايد د اسلامي شريعت لاره تعقيب کړي او نوی حکومت بايد د " افغانستان اسلامي انتقالي حکومت" په نوم ياد شي. په داسې حال کې چې د محسني خبره ټول مجلس د الله اکبر په نارو تاييد کړه، د کندهار والي ګل آغا شيرزی وويل، څرنګه چې د اسلام د نوم نه پخوا ځينو خلکو ناوړه ګټه پورته کړې نو د اسلامي کلمه بايد ترې لرې شي، خوپه مقابل کې د جرګې اکثريت پرې انتقادونه وکړل.د هيواد په عدلي او قضايي برخه کي د اسلامي شريعت رول او د ولسي جرګې تشکيل دوه نوری مهمی جنجالي مسئلې وې چې بايد فيصله شوي وای. قاضی القضات فضل هادی شينواری اعلان وکړ چې قضايي او عدلي فيصلې بايد د اسلامي شريعت پر اساس وشي، او حکومت بايد د خلکو بنيادي آزادي تضمين او د طالبانو د ادارې په شان دې له درندو سزاګانو نه ډډه وکړي. او دارنګه د اسلامي شريعت نقش يې په عدلي چارو کې روښانه کړ، چې د جرګې له خوا ومنل شو. د ولسي جرګې د تشکيل په اړه، کرزی صاحب  راغلو استازو ته وويل چې وروسته د لويې جرګې نه د يو څو کسو استازو له خوا به په کابل کې پرې خبرې وشي. 

د وزارتونو دويش معضله لا حل شوې نه وه چې کرزي صاحب د خپلې کابينې په ارتباط اعلان وکړ. څرنګه چې د شمال ائتلاف او يو شمير پښتنو باور درلود چې لويه جرګه د وزيرانو د ټاکلو صلاحيت لري نو د کرزي پر اعلان باندې يی کلک اعتراض وکړ. دلته ويره موجوده وه چې کيداشي يو شمير قهرجن استازي د احتجاج په توګه د جرګې نه بهر شي. خليلزاد کرزي ته مشوره ورکړه چې تر څو د خپلې کابينې تائيد د استازو څخه آخيستی نه وي بايد جرګه پاي ته ونه رسوي، او هم يې د غوږ نه ور تيره کړه چې که د بن موافقه پوره تطبيق نه کړي امريکا او اروپايي ټولنه به  يې حکومت ته مالي مرسته ورنکړي. البته د مالي مرستو د ستنولو اخطارد خليل زاد صاحب هغه آغيزناکه وسله وه چې د خپلو شرايطو د منلو لپاره يې د ضرورت په وخت کې په کاروه. 

 

په راتلونکې حکومت کې د قانوني لپاره د شمال د ائتلاف د خوښې سره برابرنقش ورکول خورا پيچلی سوال  ګرځيدلی و. د جرګې په پای کې کرزی د کابينې د ديارلسو غړو د ټاکلواعلان وکړ چې پکې په شمول د داخلې د نوي وزير تاج محمد وردګ شپږ کسه پښتانه او يوه ښځه ډاکټره سهيلا صديق د روغتيا وزيره شامل و. کله چې د جرګې ګډون کونکود قانوني لپاره  د وظيفې پوښتنه وکړه کرزی صاحب ځواب ورکړ چې هغه بايد د پوهنې وزير شي. قانوني چې د جلسې په اول صف کې ناست و، ويې ويل چې زه په معارف کې تجربه نلرم او د پوهنې وزارت نه غواړم. ښايې چې کرزی د جلسې په  شور ما شور کې د قانوني د عدم موافقې ځواب نه وي اوريدلی، نو اعلان يې وکړ چې قانوني د پوهنې وزارت وظيفه ومنله. د کرزي صاحب اعلان په قانوني دومره بد ولګيده چې د قهر او غصې نه يې د اعصابواداره داسې د لاسه ورکړ چې د خپل ځای نه را پاڅيد چې په کرزي حمله وکړي او هغه و وهي خو د ډاکټر صاحب عبد الله له خوا چې څنګ ته يې ناست وايسارکړی شو. د قانوني ګوډه پښه او معيوب ځان عبدالله سره کومک وکړه چې هغه په آسانۍ سره  بيرته پر خپل ځای کښينوي  او ددې شرمناکې پيښې مخه ونيسي. په خپله څوکۍ کې ګير قانوني، کرزي ته سپکې سپورې چې يې خولې ته ورتلي وويلي او کرزی سمدلاسه د جلسې پای اعلان کړ. 

د خليلزاد صاحب په قول، قانوني ورته نژدې شو اوويې وويل زه به يې په اثبات ورسوم چې هيڅوک هم زما نه لوی بد معاش نه دی. په مقابل کې خليلزاد هم ورته د خپل زور خبرې وکړې او اخطار يې ورکړ چې سړيتوب مراعت کړي، او که هر ډول اقدام وکړې، نو عواقب به يې ور په غاړه وي. 

په سبا يې بيا په کابل  کې د کودتا کلکه آوازه وه، د قانوني تاجک افراد د ښار سړکونه تړلي و او په وسلو او بمونو مجهز عسکر او پوليس د کورنيو چارو وزارت احاطه کړي و، چې د نوي وزير تاج محمد وردګ د ننوتلو لاره وزارت ته بنده کړي. په داسې حال کې چې نړيوال او امريکايي ځواکونه هم د ناوړو پيښو د مخنيوي پر هدف شاوخوا کې ځای پر ځای شوي و، خليلزاد او الاخضرابراهيمي قانوني سره وکتل. قانوني د دوی نه هيله وکړه چې دوی نوی وزير تاج محمد وردګ نه وغواړي چې دده کسان د وزارت نه ونه باسي کوم چې دوی ورسره ومنل. بله غوښتنه يې دا وه چې د پوهنې د وزارت د منلو لپاره دی بايد د کرزي امنيتي مشاور شي. په پای کې د خليلزاد اخطارونه قانونی ديته اړ کړ چې د بې قانونۍ نه لاس واخلي او د پوهنې وزارت په آرامۍ سره ومني. 

  

خليلزاد صاحب، کله چې د ۲۰۰۳م کال د می  په مياشت کی په افغانستان کې د سفير په توګه وټاکل شو نو فهيم د دفاع وزير و او يو امريکايي جنرال مؤظف شوی و چې د اردو په ليکو کې بايد د مليت او سياست له مخې متوازن اصلاحات راوستل شي او وسله وال قوتونه بايد د يوې ډلې د ادارې نه ووځي. فهيم دې اصلاحاتو سره کلک مخالفت وښود او شکايت يې وکړ چې ددې اصلاحاتو نه مقصد دادی چې ما " سرزنش او په غم ګرفتار کړي" او هم يی زياته کړه چې نه غواړي د امريکايانو سره په لانجې ولويږي، نو پنجشير ته به کډه وکړم او خپلو خلکو سره به واوسم. برسيره پردې فهيم خليلزاد ته دا هم وويل چې افغانستان ته د دې لپاره راغلی يې چې شمالی ائتلاف کمزوری کړې. دلته خليلزاد صاحب وايي چې ما فهيم ته توصيه وکړه چې اصلاحات د دوی او د هيواد په ګټه دي او بايد چې ويې مني .  په ۲۰۰۳م کال کی د امريکې سفيرد افغانستان د برخليک د تعينولو په موخه د قسيم فهيم نظر د امريکې په اړه تغير کړ چې ويل يې "امريکه يوآرامه او ښايسته هيواد دی، مونږ ته کومه اړتيا نه لري او دلته  زمونږه مرستې ته راغلي دي." 

 

 

کرزی چې د جنګسالارانو نه پوزې ته رسيدلی و، لمړی يې د کندهار والي ګل آغا شيرزی د ښار جوړولود وزير په توګه کابل ته تبديل کړ. داسې فکر کيده چې فهيم ، شيرزی لمساوه چې د کرزي امر ونه مني، خو بيا هم د خليلزاد صاحب آغيزه شيرزی مجبورکړ چې د کندهار ولايت خوشې او کابل ته راشي. 

د ګل آغا شيرزي برخليک نور جنګسالاران وډارول او د ځان د دفاع لپاره يې د شپې جلسې پيل کړې، د امريکې په سفارت کې ځينو د کودتا  په انديښنه کې و. دلته بيا د خليلزاد صاحب وړتيا او تجربه جنګسالاران د خبرو او اخطارونو له لارې غلي کړل. د خبرو په دې مرحلې کې هغوی د عطا محمد نور د پوهې اووړتيا صفتونه کوی او وايي چې هغه د مزارشريف په يوې لويې کورنۍ کې لوی شوی دی، خو په مقابل کې د نورو د سرکشۍ نه شکايت کوي. د جنګسالارانو په دې اړدوړ کې خليلزاد د کرزي په مشوره کريم خليلي ته رجوع وکړه او غوښتنه يی ورڅخه وکړه چې د جنګسالارانوسره يو ځای  کار وکړي تر څو ټول يوې ګډې موافقې ته ورسيږي. خليلزاد، خليلي ته د خپل پلان د يوې برخې څو مادې ورکړې چې د جنګسالاران په ګډه موافقې کې شامل کړي. خليلي ومنله او خليلزاد ورسره ژمنه وکړه چې د ۲۰۰۴ کال په انتخاباتو کې به يې تقرر د ولسمشرکرزي د مرستيال په توګه خوندي کړي. 

 

د ۲۰۰۳م کال په نومبر کې خليلزاد صاحب کابل ته د متحده ايالاتو د سفير په حيث راورسيد چې د لويې جرګې او اساسي قانون د تصويب نظارت وکړي. د امريکايي پوځيانو د شپې عمليات، د ملکي خلکود تلفاتوسبب کيده او هم کورونو ته د دوی ننوتل او د کاله نارينه تړل او بنديانول چې افغانانو ته ډيره بې عزتي او سپکاوی و، د کرزي صاحب لويه انديښنه وه چې د خليلزاد نه يې د بندولو غوښتنه وکړه. لويه جرګه د ډسمبر په څوارلسمه ، خپلی راتلونکې ته د افغانانو په ښو هيلو او امريکې ته د " خوشبينۍ" په فضا کی په کابل کې پيل شوه. په جرګه کې د حکومت د سياسي طرز په څرنګوالي، ژبه او ملي هويت، مذهبي او ديني مسايل، د مليشو او جنګسالارانو ستونزه، دوه ګونې تابعيت، د ښځو حقونو باندې بحثونه او فيصلې وشوې. د جرګې د ځينو غړو له خوا په جنګسالارانو کلک انتقادونه وشو، او د امريکې نه يې وغوښت چې د دوی پر ضد بايد جدي اقدامات وشي، خو خليلزاد په ځواب کې وويل چې د جنګسالارانو پر خلاف عمل کول جنجالونه او ستونزې را زيږوي. شمالي ايتلاف په کلکه په هيواد کې پارلماني طرز حکومت غوښت، خو جرګی د يو شمير دلايلو په اساس رياستي ډول تائيد کړ. د ژبې په اړه هم جرګه په سيمئيزو ډلو ويشل شوي وه. پښتنو ټينګار کاوه چې پښتو بايد په اساسي قانون کې د  ملي ژبې په توګه ومنل شي خو د خليلزاد په منځګړتوب د رسمي ژبو په نوم فيصله وشوه، چې د پښتنو سخت اعتراض سره مخامخ شو. پښتنو پر متحده ايالاتو انتقاد وکړ چې د شمال اتحاد پلوي يې کړی. خليلزاد صاحب وايي چې زه راپاڅيدم او په جدي لهجه مې وويل چي پس د نيمايي پيړۍ جنګ نه هيواد په يوه ورځ نه آباديږي، که غواړئ چې نړيوال افغانستان سره مرسته وکړي ژر اساسي قانون تصويب کړئ که نه نو نړۍ به پښتانه د جرګې د ناکامۍ لپاره ملامته کړي. "خليل زاد عقيده لري چې په افغانستان کې پښتانه حاکمه طبقه او نور مليتونه خصوصا هزاره ګان محکومې ډلې دي." د خليلزاد اخطار اعتراض کوونکي د فيصلې منلو ته مجبور کړل. د دوه ګونې تابعيت  والاو په هکله عبدالله او فهيم کلک ولاړ و چې دوی بايد وزيران نه شي. خو بيا هم ددې لپاره چې د لوديځ نه د راغلو کسانو وزارتونو ته د رسيدلو مخه ونه تړل شي، خليلزاد او سياف صاحب دې فيصلې ته ورسيدل چې د ولسمشر ټاکل شوي وزيرانو په ارتباط پارلمان کولی شي چې خپله رايه استعمال کړي. ولسي جرګې ته د ښځينه استازو برخه د هر ولايت نه دوه کساني ومنل شوې چې په دې اساس  د ولسي جرګې په سلو کې پنځه ويشت څوکۍ ښځو ته تخصيص شوې. 

 

په پای کې د افغانستان اساسي قانون د ۲۰۰۴م کال د جنورۍ په څلورمه د خليلزاد صاحب د نظارت او ادارې لاندې تصويب شو،چې د متحده ايالاتو د ولسمشر جارج بش او د دفاع وزير رمزفيلد ورته ډير خوشحاله شول او خليلزاد يې د ډير ښه اجرااتو لپاره تحسين او تعريف کړل. 

خليلزاد صاحب په افغانستان کې لوبغاړي د آبادونکو، ورانونکو، او د فرصت طلبو( ابن الوقتانو) ،  په ډلو بيلوي. په آبادونکو کې اول خپل ځان، کرزی صاحب او نور ټول هغه کسان چې ددې ويجاړ وطن ودانول غواړي، په ورانونکو کې جنګ سالاران، د نشه يې توکو قاچاق کونکي، پاکستان او نور هغه عناصر چې د خپلو ګټو لپاره ددې هيواد ويجاړول غواړي او په فرصت طلبوکې هغه ډلې چې د تلې انډول ته ګوري او د هرې سياسي صحنې سره د خپلې شخصي ګټې د ساتلو لپار ه ځان عياروي شميري. خليلزاد صاحب د اشرف غني دپوهې، وړتيا او اجرااتو نه توصيف کوي. د پوهنې وزير قانوني په وصف کې وايي چې د هر وخت نه ډير کوچنيان ددوی په وزارت کې ښونځيو ته ځي او د ښونې کيفيت ته پام نه ګرځوي چې ددولسم ټولګي فارغ التحصيل خپل نوم او د پلار نوم سم نه شي ليکلی. ډير ښونځي د کافي درسي صنفونو د نه لرلو لپاره درې وخته دي او د زده کونکو هره ډله يواځې دوه ساعته درس ويلی شي. همداسې، د درسي صنفونو د لږوالې له کبله، ډير زده کونکي په آزاده هواکی پر ځمکې کښيني، او که باران وشي نومجبورا  شاګردان بايد کورونو ته وليږي. د هيواد په ښونځيو کې د وړتيا لرونکې ښونکو نشتوالی بله مهمه ستونزه ده چې د تعليم په کيفيت باندې ډيره منفي آغيزه آچوي. 

همدارنګه خليل زاد صاحب د اړوندو وزيرانو تر مشرۍ لاندې،  په روغتيايي چارو، د کليو په پراختيايي برخه، د امنيتي مسائلوپرمختګونه،  او د متحده ايالاتو په مرسته د کابل – کندهار د لويې لارې رغول يې ياد کړي دي. د روغتيايي چارو د پرمختګ په هکله بايد ووايو چې افغانان يواځې د وينې يوې ساده آزموينې لپاره په ډيرو تکليفونواو تاوانونو پاکستان او يا که استعداد ولري هندوستان ته ځې، ځکه چې په افغانستان کې يې د سم تر سره کيدو امکانات نشته. د کليو د پراختيايي خدمتونو په اړه هم ويلای شو چې په ټول هيواد کې د کرهڼې، باغدارۍ او مالدارۍ په اړه د يادولو وړ کوم  ګام نه دی آخيستل شوی. د اوبو لګولو نوي بندونه نه يواځې احداث شوي نه دي بلکه د پخوانيوبندونو سمه ساتنه او مراقبت هم نه دی شوی، چې يو مثال يې د ننګرهار د کانال پروژه ده چې د نارنجانو او زيتونو باغونه يې اکثرا وچ شوي دي. البته د کابل کندهار د لويې لارې ترميم او جوړول يو حقيقت دی چې په رښتيا تر سره شوی دی، چې د پوځي سوقياتو تر څنګ تجارتي ګاډي هم پرې تګ راتګ کوي. 

د افغانستان د اردو د تجهيز، تسليح او روزنې په برخه کې هم په کيفي لحاظ پرمختګ نه دی شوی، او يو مسلکي وسله واله قوا چې کلک انضباط او دسپلين او عالي عسکري روحيه ولري مينځ ته نه ده  راغلې. د اردو د سوق او ادارې قدمه ډيره کمزورې او جنرالانو يې اکثرا مسلکي ښونه او روزنه نه ده ليدلي ، او هم  تجربه او وړتيا نه لري او په غير قانوني او زور يې ځانته رتبې اوترفيعات آخيستي او مقامونه يې اشغال کړي دي. فساد د وسله والو قوتونو بله مهمه کمزورتيا ده.  د ډله ايز ارتباط د منابعو د څرګندونو په اساس اردو کې زيات شمير خيالي جنرالان، صاحب منصبان او افراد شته چې په قطعاتو کې  فيزيکي شتون نه لري خو معاشونه او نور حقوق يې د دولت د بوديجې نه آخيستل کيږي. د اردو د منسوبينو له خوا په دښمن باندې د وسلو او تجهيزاتو د خرڅولو تور د شرم نه بله ډکه مسئله ده. 

د اردو تشکيلات، تسليحات او تجهيزات هم د مقابل دښمن د ماتولو لپاره کافي نه دي، او د ټانک، توپچي او هوايي قواوو د کمزورتيا له کبله د افغانستان وسله وال قوتونه نيمګړي او د محاربوي وظايفو د اجرا کولو قدرت نه شي لرلی. افغانانو ته معلومه د ه چې امريکا مجاهدينو ته د روسانو د جنګ لپاره د اوس وخت په مقايسه ډيرې ښې وسلې ورکولې.  

 

خليل زاد صاحب د خپلې يهودې ماندينې، شرل برنارد په ستاينې کې وايي چې هغه زړه وره، هوښياره، او مبتکره شخص دی. کله چې بنسټ پاله ملايانوورپسې خبرې کولې هغۍ به يی پروا نه کوله. هغې د رانډ په کمپنۍ کې د تروريزم پر ضد، د بنسټ پالنې اسلام د مخنيوي اود اعتدال خوښونکې اسلام د تقويه کولو په څانګه کې کار کو. شيرل د افغاني کوچنيانو د روزنې لپاره هڅه وکړه چې د سيزم سټريت د نندارې په شان يوه طرح وکړي. څرنګه چې د هغوی طرح د خلکو د پاملرنې وړ وګرځيده، د طلوع تلويزيون يې له مخې ځانته يوه ننداره جوړه او په منظم ډول يې خپروله. 

 

د سرکښواوبې لارو جنګ سالارانو د اداری او لارې ته د سمولو لپاره خليل زاد صاحب د ډارولو او اميدواره کولود اصولو نه کار آخيست. کله چې رباني وروسته د بن د کنفرانس نه د ارګ د خوشې کولو او د وزيرانو د لست د جوړولو نه ډډه کوله نو يې د کور څنګ ته  د (ب-۵۲ ) د آلوتکې د يو بم د راغورځولو سره نوموړی حاضر شو چې دواړه غوښتنې ومني. همدارنګه عبدالرشيد دوستم چې د جنګ سالارانو په ډله کې د ټولو نه سرکښ او کرزي ته يې کړاونه پيښول او د خليل زاد سره يې هم  ناندرې وهلې، د کور د پاسه يې د دوو ( ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ب- ۱ ) ډوله آلوتکو وحشت ناکه کريغونه (غږونه)  د واره د لاپو نه وغورځاوه او چپ په خپل ځای کښيناست. په هرات کې بل زورور جنګ سالار اسمعيل خان هم ځان د هرات پوره واکمن ګاڼه او کرزي ته يې هيڅ اطاعت نه کاوه. کله چې خليل زاد ورنه وغوښت چې د کرزي سره روغه وکړي هغه په بې باکۍ سره وويل چي د هرات نه به د کابل له خوا ټول ټاکل شوي ماموران و شړي. اسمعيل خان د خپلي مليشې بې وسلې کول هم نه منل، خو په پای کې د ډارولو د اصولو نه د کار آخيستلو سره حاضر شو چې هم خپله مليشه بې وسلې کړي او هم په کابل کې د اوبو او بريښنا وزارت ومني. البته  په دريواړه حالتونو کې د ډارولو د اصولو سره سم د اميدواره کولو اصول هم کارول شوی دی. 

 

د مخدره  موادو کښت او قاچاق هم د سختو جنجالي مسايلو د ډلې نه و چې مخنيوی يی آسانه نه وه. بزګرانو ته پيسې ورکول چې د کوکنارو د کرلو نه لاس واخلي، ګټه يې ونه کړه ځکه چې دهقانانو کوکنار ددې لپار کرل چې د له مينځه وړلو په مقابل کې يې پيسې واخلي. د مخنيوي بله لاره د کوکنارو په کښتونو باندې د کيمياوي موادوشيندل و. سره له دې چې د کيمياوي موادو شيندل د ژوندانه د چاپيريال د سختې بربادۍ عامل ګرځي  خو بيا هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښتونو د امحا لپاره ولسمشر بش د استعمال کلکه سپارښتنه کوله، ولې په مقابل کې کرزی صاحب که څه هم د کوکنارو د کښت د مخنيوۍ  ډير کلک غوښتونکی و، خو بيا هم د کيمياوي موادو د شيندلو ډيرسخت مخالف و. په پای کې که څه لا هم بش په خپلې نظريې کلک ولاړو خود کيمياوي موادو پر شيندلو يې نور ټينګار پريښود. 

په افغانستان کې د مخدره موادو يو شمير زور واکه قاچاقچيان شته چې د طالبانو او هم د ځينې حکومتي مقاماتو سره تفاهم لري، دوی مسلح دي او د خليل زاد صاحب په قول د دوی سره ډغرې وهل آسانه کار نه دی.  

 

په رښتيا سره چې پاکستان په افغانستان کې د ټولو تخريب کارو ډلو نه خطرناکه دی چې دې بل اور ته پکی وهي او د سولې اوثبات  غټ دښمن دی، او خليل زاد صاحب هم د پاکستان منافقت او دوه مخي پوره درک کړی، او هڅې يې کړي چې امريکايي مقاماتوته قناعت ورکړي چې د پاکستان په مقابل کې خپل دريځ بدل کړي. خو د خليل زاد صاحب په قول د دوی څرګندونوته لازمه پاملرنه ونه شوه او مقاماتو ته لا هم پاکستان يو  باوري دوست او متحد ښکاريده او مرستې ورته جاري وې. 

خليل زاد صاحب د پاکستان راتلونکی روښانه نه ګوري او فکر کوي چې هلته سياسي بحران، اقتصادي بې عدالتي، او په چټکۍ سره د نفوسو ډيروالی چې د ژوندانه پر منابعو او چاپيريال باندې لنګر آچوي د هغه هيواد موجوديت د خطر سره مخامخ کوي. برسيره پردې چې پاکستان د بنسټ پالنې او ملت پالنې د ستونزو سره هم په اخ او ډب آخته دی. 

د ۲۰۰۵م کال په سر کې اسلام آباد ته د خليل زاد سفر خورا د توجه وړ دی. خليل زاد صاحب وظيفه درلود چې د پرويزمشرف سره پر اړو مسايلو وغږيږي. کرزی مشرف ته تيليفون وکړ چې د متحده ايالاتو سفير درځي، څوک چې زه پرې پوره اعتماد لرم کومه فيصله چې تاسو کوئ زما قبوله ده. برسيره پر دې کرزی صاحب د تحفې په توګه مشرف ته يو صندوق انار هم د خليل زاد په لاس ور ليږلی و. په جلسې کې د ټولو انساني او اخلاقي معيارونو په خلاف مشرف انار نه آخيسته، ويل يې چې انار زما نه خوښيږي او زړې لرونکي ميوې ورته ستونزه پيښوي. که څه هم مشرف چې د خپل ګاونډي هيواد د ولسمشر تحفه يې ونه منله د مشرف اخلاق او شرافت پورې اړه لري. خو کرزی صاحب هم  د افغانستان د يو وياړلې او تاريخي هيواد د ولسمشر په حيث بايد خپل عزت او حيثيت ساتلی وای او داسې يوکس ته چې صميميت يی ورسره نه درلود تحفه نه وای ليږلی، او هم د يو پردي هيواد سفير يې د خپل ملت وکيل کړای نه وای چې د هغوی په استازيتوب د يو دښمن هيواد د ولسمشر سره خبرې وکړي. رښتيا ده چې عوام وايي د هرچا عزت او حرمت پر خپل لاس کې يې دی. 

د خبرو اترو په بهير کې مشرف په ډيره سپين سترګۍ سره په پاکستان کې د طالبانو د شتون نه چور انکار وکړ. او د امريکې په پوځي تګلارو يې ملامتيا واچوله. هغه وويل چې د پښتنو په مقابل کې بايد  ثقيلې وسلې  لکه توپچي ، ټانکونه او نور استعمال شي. کله چې خليل زاد  مشرف ته د افغانستان او پاکستان د روابطو د ښه کولو سپارښتنه وکړه مشرف بيا په وقاحت سره په کندهار او جلال آباد کې د هندوستان کونسلګرۍ يادې کړې چې د پاکستان د بې ثباته کولو په نيت پرانيستل شوي دي، په داسې حال کې چې دا کونسلګرۍ په تاريخي ډول هلته موجوديت درلود. د مشرف بل شکايت د کونړ په سيند باندې د بند جوړول و، چې په دې اړه افغانستان کې حتی کومی طرحی وجود هم نه درلود. 

 

د ۲۰۰۴م کال د اکتوبر د مياشتې انتخابات، البته دا "نمايشي انتخابات" د افغانستان په پنځه زره کلن تاريخ کې لکه چې ويل شوي اولنۍ انتخابات نه و. په ۱۷۴۷م کال يعنې ۲۵۷ کاله مخکې لوی احمد شاه بابا په کندهار کې په آزاد ډول د خلکوله خوا د افغانستان د واکمن په توګه  ټاکل شوی و.  د هغې نه مخکې په ۱۷۰۹م کال ميرويس خان هوتکي هم د خلکو له خوا د هيواد د مشر په توګه ټاکل شوی و.  همدارنګه د ۱۹۶۴م کال نه تر ۱۹۷۳م کاله پورې د افغانستان د حکومتونو مشران (صدراعظمان) د خلکو د استازو له خوا په قانوني توګه انتخاب شوي و. 

انتخابات که په قانوني اوآزاد ډول اجرا شي د پوره اعتبار وړ وي خو که په نمايشي توګه او يا د کوم باندني قدرت له خوا يواځې د يو چا اقتدار ته د حقانيت ورکولو لپاره تر سره کيږي بيا نو کوم قانوني وثوق او اعتبار نه شي لرلی. 

څلور کانديدان، حامد کرزی، قانوني، محمد محقق او عبد الرشيد دوستم په ترتيب سره هر يو د خپل منسوب قوم يعنې د پښتنو، تاجکانو، هزاره ګانواو ازبکانو  استازيتوب کاوه. د ولسمشرۍ د مقام د ګټلو لپاره ټولو کانديدانو هلې ځلې کولې، خو بيا هم لکه د بن کنفرانس او لويې جرګې په ټولو کې کرزی مطرح کانديد ګڼل کيده او قانوني په دويمه درجه راته. د دې لپاره چې د هزاره ګانو رايه وګټي، کرزی صاحب له پخوا نه کريم خليلي خپل دوهم مرستيال ټاکلی و خو د اول مرستيال په ټاکلو کې چې محمد قسيم فهيم ورته سترګې نيولې وې او کرزی ورسره موافقه نه درلوده، د ستونزو سره مخ شوی و. 

کانديدانو سره د کورني او باندني پټو منابعو نه د مالي مرستو امکانات موجود و. کورني فاسد رسمي مقامات خپلو کانديدانو ته او مجرمين او د مخدره موادو قاچاق وړونکي خپل د تا ييد کانديدانو ته پيسې ورکولي. باندينۍ مالي مرستې د ايران او ممکن ترکيې او پاکستان نه ښايي د ځينو کانديدانو سره شوی وي. 

د ښاغلي خليلزاد په خبره، د امريکې متحده ايالات د هيڅ کانديد ملاتړ نه دی کړی، خو وايي څرنګه چې افغانان پوهيدل چې کرزی  امريکې ته د اعتماد وړ کانديد دی او که ولسمشر وټاکل شي نو امريکا به په افغانستان کې خپل موجوديت ته دوام او خپلې مرستې به جاري وساتي. نوځکه يې کرزي ته رايې ورکړې. خو رښتيا خبره داده چې يو اشغالګر قدرت کله چې په يو هيواد کې بيليونونه ډالره لګوي اود خپلو زرهاوو سپايانومرګ ژوبله زغمي نوڅرګنده ده چې هلته  يوستراتيژيک او حياتي  هدف لري او د تحقق ورکولو لپاره يې د يو مطيع او متعهد ولسمشرهمکارۍ ته کلکه اړتيا ده. نو کرزی صاحب چې امريکايي مقاماتو ورسره د پخوا نه پيژندنه او تفاهم درلود او د داسې يو بل نوی کس ميندل هم دومره آسانه نه و، نود دوی  د پاره ډيرمناسب کانديد و چې د انتخاباتو د ګټلو لپاره  يې ملاتړ کړی وای. 

يونس قانوني بل زورور کانديد و چې د تاجکانو ملاتړ ورسره و. هغه د انتخاباتو په جريان کې ځينې ستونزې وړاندې کړې اوبيا يی انتقاد وکړ چې په انتخاباتو کې تقلب شوي او شايد چې د انتخاباتو نتيجه ونه مني.  خليل زاد صاحب بياد ډارولو او اميدواره کولو له لارې قانوني مجبورکړ چې د انتخاباتو نتيجه ومني، جنجال رفع او کرزی صاحب په سلو کې د  ۵۵۰۴ رايود آخيستلو سره د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. 

د پلان او غوښتنې سره سم د انتخاباتو تر سره کيدلونه امريکايي لوړ رتبه مقامونه د خليل زاد صاحب نه ډير خوشحاله او راضي و،  کله چې د ډسمبرپه اومه د کرزي صاحب د تحليف مراسمو لپاره جمهوري ارګ ته راغلل نو مرستيال ولسمشر ډک چيني غږ وکړ چې" زلميه! افغانستان دې کوم ځي ته رسولی، داسې احساس کوم لکه اروپا ته چې راغلی يم." 

دلته نو د حيرانتيا ځای دی چې دومره غټ کسان ولې ځانونه غولوي، چې ټول وران، ويجاړ او کنډواله افغانستان ورته لکه د پاچاهی ارګ داسې ښکاري او بې ځايه ځانونو ته اعتبار ورکوي. 

په افغانستان کې د امريکې د نظامي قطعاتو اوږد مهالې موجوديت، د هيواد پوځي اډو ته لکه د بګرام او نورد دوی  لاس رسی او د امريکايي پوځيانود عمل آزادي د خوندي کولو د حق په منظور، د افغانستان او امريکې تر مينځ د ستراتيژيک تړون لاسليک د خليل زاد مهم سفارتي ماموريت و. افغانستان د متحده ايالاتو د مرستو د تعهد په مقابل کې بايد پورتني شرايط منلای وای. د افغانستان په کوچنۍ ساحه کې چه  ۲۵۰ زره ميل مربع مساحت لري امريکايانو، نهه  (۹) پوځي اډې غوښتي چې په دې کوچني هيواد کې خورا ډيري دي. کرزی صاحب وروسته د کلونو همکاريو نه په امريکايانو شکمن شوی و اوعقيده يې درلود چې دوی غواړي په افغانستان کې جنګ او جنجال اوږد کړي او دلته خپلو پوځيانو ته د پاتې کيدو پلمه جوړه کړي . څرنګه چې وکتل شو کرزی په اصطلاح ددې ستراتيژيک تړون د لاسليک کولو نه سر وغړاوه چې وروسته بيا د ملي يووالې د حکومت له خوا امضا شو. دا تړون چې سياسي، اقتصادي او امنيتي برخې لري، مونږ ګورو چې پاکستان د افغانستان پرخاوره  په زرهاو راکټونه او د دروندو وسلو ګولۍ وروي چې انسانان وژني او کلي ورانوي خوله بده مرغه زمونږه ستراتيژيک او امنيتي ملګری امريکا نه يواځې په متجاوز پاکستان حتی يو انتقاد هم نه کوي، بلکه د معمول په څيرمالي مرستې يې ورته جاري ساتلي چې پرې ترورستان وروزي او په افغانستان کې افغان اوامريکايي پوځيان او نور غير نظامي کسان ووژني. 

 

څرنګه چې په افغانستان کې د خليل زاد صاحب د اجرااتو نه ولسمشر بوش او د امريکې نور مقامات خوشحاله او راضي و نو د عراق د چارو د سمولو لپاره، چې هلته د اساسي قانون په ژر تدوينولو ، اود نوي اساسي قانون د لار ښونې په اساس د ۲۰۰۵ کال تر ډسمبرپورې انتخابات ترسره او د نوی حکومت په قايمولو کې مرسته  وکړي. 

کرزی صاحب د خليل زاد پر تګ خپه و، اود پاتې کيدو لپاره يې هلې ځلې وکړې خو ګټه يې ونه کړ، او افغانستان ته د "ارزښتناکو" خدمتونو لپاره يې د خدای پامانۍ په وخت کې ورته د غازي امان الله خان لوړمدال ورکړ.  

خليل زاد صاحب په افغانستان کې د خپلو تجربو نه په عراق کې پوره ګټه واخيسته،  ځکه چې د دواړو هيوادونو اجتماعي ، سياسي او نور شرايط سره خورا مشابه او دواړه د امريکې د اشغال لاندې و. خو په اقتصادي لحاظ  د تيلو ذخيرود لرلو له کبله عراق د افغانستان سره توپير درلود.  عراق او افغانستان دواړه د خپلو ګاونډيانو او نورو،  ورانونکو لاس وهنو سره مخامخ دي. پاکستان چې په افغانستان کي څرګند او خطرناکه مداخله ګردی ا و غواړي چې افغانستان دارنګه وران او ويجاړ کړي چې بيا هيڅکله هم په پښو ونه دريږي.  همدارنګه ايران په عراق کې خصوصا د سنيانو لپاره همداسې  نقشې لرې. او په مقابل کې، سني عرب هيوادونه هلته خپل هدفونه تعقيبوي. البته د لاسوهنو لړۍ همدلته نه خلاصه کيږي، په افغانستان کې سعودي عربستان، ايران، روسيه، شمالي ګاونډيان، چين، هندوستان او ترکيه او په عراق کې سعودي عربستان، سوريه، ترکيه او روسيه د خپلو هدفونو لپاره په کلکو رقابتونو آخته دي. 

په عراق کې د اساسي قانون د تدوين، د انتخاباتود ترسره کولو او د نوي حکومت طرزاو په پښو درولو مراحل د افغانستان سره کوم غټ توپير نه درلود. د ملي يواالې د حکومت دستورالعمل هم چې په ۲۰۰۶م کال په عراق کې تطبيق شوی و بيا په افغانستان کې ترې کار واخيستل شو. که څه هم وروسته څرګند شو چې د ا دستورالعمل په دواړو هيوادونو کې نه يواځې يووالې مينځ ته را نه وړ بلکه نوريې هم سره متفرق کړل. څرنګه چې وليدل شو مخالفې ډلې شيعه او سني په عراق اود شمال اتحاد اومقابل لوری يې په افغانستان کې تش په نامه د ملي اتحاد حکومتونه جوړ کړل، خو واقعي اتحاد چې ملتونوته سوله او نيکمرغي راولي هيڅکله هم مينځ ته رانغی. کله چې د صدام حسين د نسکورولو نه وروسته د عراق وضعيت ډير وران او ويجاړ شو عراقيانو سخت انتقادونه کول او ويل يې کله چې امريکا ددې هيواد لپاره کومه طرحه نه درلوده نو ولې يی پخوانۍ حکومت ړنګ کړ. 

د عراق په اړه  د امريکايي مقاماتو فيصله داسې وه چې هلته ژرد يو نمايشي مشرد لاس لاندې موقت حکومت تاسيس، او دوی به د پردې د شا نه د خپلې خوښې امرونه وچلوي. دوی فکر کاوه چې د عراقي حکومت تاسيس به د امريکايي پوځيانو تلفات ټيټ کړي، ځکه چې د مقاومت قوتونه به د خپل ملي حکومت نه اطاعت وکړي او جنګ به په تدريج سوړ شي. خو ناڅاپه د عراق موقت حکومت د جوړيدو تصميم معکوس او ولسمشربوش پال بريمر يې د فوق العاده صلاحيت سره هلته وليږه چې تر هغه پرعراق حکومت وکړي ترڅو "عراقيان وکولی شي چې د خپل هيواد د اداره کولو قدرت او کفايت پيداکړي. " بريمرپه تکبرسره عراقيانو ته خطاب وکړ چې د مقننه، عدليه او اجرئيه قواوټول صلاحيتونه د ده سره دي او دی به يواځي د عراقي مشرانوسره مشوره کوي ولې ضرور نه ده چې د هغوی مشوره ومني. عراقيانو سره چې تعهد شوی و ډير ژر به د حکومت واک دوی ته وسپارل شي د بريمر په خبرو ډير حيران او هک پک شول. 

په افغانستان کې د شمال اتحاد ټينګار کاوه  ددې پرځای چې کرزی(يو پښتون) د ولسمشر په حيث د دوی له خوا منل شوی، نو په نوې حکومت کې امنيتي وزارتونه لکه د دفاع،  کورنيو چارو او ملي امنيت  او هم د خارجې چارو وزارت بايد دوی ته ورکړل شي. په نتيجه کې بې له کورنيو چارو وزارت نه ټول ذکر شوي وزارتونه  دوی ونيول. همدارنګه شيعه ګان چې په عراق کې د اشغالګر هيواد د اعتماد وړ و د صدارت څوکۍ او امنيتي وزارتونه ونيول. 

د عراق د اردو ګډوډول او افراد يې کورونو ته ليږل، د مخالفو جنګياليو صفونه يې تقويه کړل چې وروسته يی  سخته امنيتي ستونزه رامينځته کړه. د جنګسالارانو د مليشو بې وسلې کول په عراق او افغانستان کې بله مشترکه جنجالي مسئله وه چې بايد حل شوی وی.  ددې مسلحو افرادو،  په فرقوي جنګونو کې هره مياشت په عراق کې دوه  زره کسان وژل کيدل. 

 

په ملګرو ملتونو کې د امريکې د متحده ايالاتو د دايمي استازي په حيث، په عمومي توګه د خليل زاد صاحب مهمه دنده  د خپل هيواد د سياست نه دفاع او د تاييد لپاره يې نورو استازو ته قناعت ورکول و. په خاصه توګه،  د لويديځ او اسرائيلو نه ، د ناپيلي او د ۷۷ ډلې هيوادونو ( چې اکثر يې مخ په انکشاف هيوادونه و)   د مخالفت په  آړولوخپلې هلې ځلې متمرکز کړی و. د ايران له خوا،  آتومي وسلو ته د رسيدلو مخ نيوی ، په ملګرو ملتونو کې د هغوی د وظايفوبله مهمه برخه جوړوله.  خليل زاد د امريکې د وسله والو ځواکونو د پياوړي کولو غوښتونکی دی او هم غواړي چې د سيمه ايزو متحدانو لکه د سعودي عربستان  اود خليج هيوادونو د پوځونو د تقويه کولو لپاره بايد مرسته وشي. 

خليلزاد صاحب ادعا کوي چې د امريکې متحده ايالتونه  د مختلفو ټولنو په متفق کولو او ګډکار ته  ګمارلو کې بې مثاله قدرت او قابليت لري، اوحتی امريکا د نړۍ د ستونزو د حل کولو اصلي مرجع ګڼي. البته پورتنۍ څرګندوني تر يو حده  د باور وړ دي خو په دې شرط چې که امريکا په رښتيا سره د ټولنو ګډه همکاري او د نړۍ د مشکلاتو حل وغواړي. عملا مونږ ګورو چې په افغانستان کې د امريکې متحده ايالتونه شمالي اتحاد د جنوب او ختيځ سره متفق نه کړ، اوهم دوی يې ګډې همکارۍ ته ونه ګمارل، همدارنګه، په عراق کې يې شيعه، سني او کردان متحد نه کړل بلکه د دوی ترمينځ اختلافات يې لا پسې ژورکړل . پاکستان چې د امريکې د ډير نژدې متحدينو د ډلې نه دی او افغانستان يې چې د اشغال لاندې دی ګډوډ مناسبات لري. که څه هم د دې دواړو هيوادونو ترمينځ همکاري او يووالی چې د تروريزم سره پرجګړې قاطع اثر آچولی شي، متحده ايالاتو ونه شو کولی او يا يې ونه غوښتل چې د پاکستان او افغانستان اختلافات حل کړي.  

 

خليل زاد صاحب د افغانستان د پرمختګ نه کولوټوله ملامتيا د مغلو او روسانو په غاړه آچوي خو انګريزانو ته چې په پټه او ښکاره دوه سوه کاله په افغانستان کې توطيې او تخريبکړی ، درې ځلې پر افغانستان وسله واله تيري، اود افغانستان د خاورې يوه لويه ټوټه يې ترې بيله کړې څه نه وايي. زمونږ هغه واکداران لکه اميردوست محمد خان، امير شيرعلي خان او اعلحضرت امان الله خان چې د دوی استعماري اوامريې نه دې منلي په مختلفو لارو له مينځه وړي. 

 

  

په داسې حال کې چې د امريکې د تجاوز نه مخکې په عراق کې ديو عراقي تر مشرتابه  يو واکمن حکومت، پياوړی وسله وال پوځ، او متحد هيواد موجود و. په اقتصادي لحاظ يې هم خلک د سيمې په انډول مرفه او آرامه ژوند درلود. خو وروسته د امريکې د تجاوز نه يې ولسمشر بندي او د هغه قسم خوړلي شيعه دښمنانو ته وسپارل شو چې هغوی په ډيره بدرنګۍ په دار وځړولو. وسله وال پوځونه يې خواره واره او هيواد يې ټوټې ټوټې شو. پخوا چې يو متحد عراق و اوس په شيعه، سني او کرد ټوټو باندې وويشل شو. خلک يې په رنګارنګو کړاونو او خوارۍ آخته، امنيت ګډوډ اوبې شميره عراقيان په بې وسۍ سره مهاجرت ته اړ شول. دا بد مرغه جنګ چې ولسمشراوباما  د خپلې خوښې د جګړې په نوم ياد کړی، ولې خليل زاد صاحب د عراق دې ټولو بد مرغيو ته چې د متحده ايالاتو د تجاوز نه مينځ ته راغلی د عراق آزادول وايي.   

 

خو جان نکسن  (  John Nixon )  د امريکې د متحده ايالاتو د استخباراتو د مرکزي ادارې، ( سي آی اې ) يو لوړرتبه مامور چې د صدام حسين  نه يې تحقيقات تر سره کړی و په وضاحت سرې وايي، چې د صدام د سقوط نه وروسته کومې پيښې چې په عراق کې شوي زه خجالت باسم. د بش حکومت فکر نه و کړی چې په سيمه کې وروسته د صدام نه څه پيښيږي. که مونږ د بنسټ پالو ډلو راتلو ته پام وکړو، صدام حسين که په واک کې پاتې وای، د سيمې وضعيت به د اوس نه ډير ښه وای. هغه وايي د هغو تحقيقاتو نه چې ما د صدام نه کړې دې نتيجې ته ورسيدم چې نوموړی کلونه مخکې د عراق هستوي تسليحات تعطيل کړی او د پيل کولو نيت يې هم نه درلود. هغه وايي چې بش ته د شاوخوا کسانو د تاييد سر خوځول او دی د واقعيت نه لرې شوی و. ما فکر کاوه چې ولسمشر به زمونږه خبرو ته غوږ نيسې. خو په پای کې سياست اطلاعات تر پښو لاندې آچوي.  هغه چې د ډيرو معدودو کسانو د ډلې نه به وي چې هم جارج بش او هم صدام حسين سره يې لاس ورکړی وايي چې د صدام سره صحبت ته ترجيح ورکوي. ( د ب.ب سي فارسي خبرونه، د ۲۰۱۷م کال د مارچ اومه) 

کله چې د خليل زاد صاحب تر څارنې د امريکې په منګلو کې نيول شوي عراقيان د اساسي قانون په مسودې باندې توافق ته ورسول شول، ولسمشر بش اوهيډلي، دملي امنيت مامور فکر کاوه چې دی ( خليل زاد) جادوګردی او د تلسماتو په زور يې دا غيرممکن کار، ممکن ګرځولی دی. 

 

په افغانستان اوعراق کې خليل زاد صاحب، د بې شميره پټ او ښکاره امريکايي محبسونو  په اړه چپ پاتې کيږي. د بګرام د هوايي ډګر د بنديخانې او د کړولو د مرکز په برخه په افغانستان کې او د ابوغريب د بدنامه بنديخانه او د کړولو مرکز په هکله په عراق کې هم څه نه وايي. د معتبرو اسنادو له مخې په عراق کې د محبوسينو اتلس کيمپونه  و چې د څلويښتوزرو په شاوخوا بنديان پکې ښکته او پورته شوي دي. د کړولو په پورتني مرکزونو کې په متهمينو د کړولود شرم نه ډکود داسې غيرانساني طرزونو او ډولونو نه کارآخيستل شوي چې د بشريت د مقام سپکاوی بلل کيږي. ( که څوک وغواړي چې د پورتني محبسونو او د کړولو مرکزونو په برخه کی مفصل معلومات ترلاسه کړي، اړوندو کتابونو او ويبپاڼو ته دې مراجعه وکړي.) 

  د کلونو په تيريدو سره، د ولسمشر کرزي مفکوره او پيژندنه د امريکايانو په اړه تغير وموند اوورو ورو د هغوی په انتقاد کولو يې پيل وکړ. کرزی صاحب، د امريکايي پوځيانو د شپې عملياتونه د ملکي وګړو د اشتباهي قتلونو عامل، او د شپې د افغانانو کورونو ته ننوتل ستره بې عزتي ګڼله، او په کلکه يې د بندولو غوښتنه کوله. د کوکنارو په کروندو باندې د کيمياوي موادو شيندل هم عصباني کړی و تر دې حده چې خليل زاد ته يې وويل چې تاسې د روسانو نه هم بد ياست. په پاي کې، کرزی صاحب متيقن شوی و چې امريکايان غواړي چې په افغانستان کې جنګ او نا امني دوام ومومي تر څو د دوی لپاره دلته د پاتې کيدو پلمه برابره شي، او ښايي له هم دې کبله يې د امريکې سره  ستراتيژيک تړون هم لاسليک نه کړ. دلته بايد ووايو چې که څوک په هرې مرحلې کې پر خپلی اشتباه پوه او ځان سمې لارې ته سيده کړي د قدر او تحسين وړ دی. که بل هر څوک داسې يو عمل وکړي چې خپل پخوانۍ استباهي لاره خوشې او په يوه معقوله لاره روان شي هغه هم بايد تاييد او تمجيد کړو.  

هوښياران وايي چې، دا وخت هم  لکه د نورو وختونو په شان ډير ښه وخت دی، خو که مونږه  پوه شو چې څرنګه ترې ګټه واخلو. 

 

يادونه:  څرنګه چې دا کتنه، د کتاب د پښتو د ترجمې د متن نه اجرا شوی، او د پښتو ترجمه کله کله د انګريزي د متن سره مطابقت نه لري، نو ګران لوستونکي به د انګريزي له نسخې سره لږ تفاوت وګوري. د مثال په توګه په ۲۵ مخ، د سردار محمد داؤد خان په اړه په پښتو نسخه کې ليکل شوی چې داؤد خان او موټروان يې زمونږه د سرويس موټر ډريور د موټر نه راوغورځولو او بيا داؤد خان د هغه کيڼ غوږ پر خپلو غاښونو غوڅ او د سرک غاړې ته يی وغورځاوه، خو په انګريزي نسخه کې وايي چې دا عمل يې د يو بل موټروان سره وکړ. 

همدارنګه په کيبورد کې د الف د پاسه د دوو زورونو امکان نه و، چې له دې امله هم د ګرانو لوستونکو نه بخښنه غواړم.  مننه