شهید داود خان، امریکائې سګرټ ئي د شوروی له ګوګړ سره بلول او څکل ئي، اوس د ربانی "حزب جمعیت اسلامی" په امریکائي ډالرو روسیې شراب (ودکا) اخلی او چښئي، چی سردار داود خان د شوروي د ګوګړو الوتکو په ارګ کي او د حزب جمعيت اسلامی ربانی رهبري به د ودکا په پيکونو ووژني.
شهید محمد داود خان د افغانستان لمړنئ اولسمشر، چې د افغانی غرور، د هیواد پالنې، د هیواد د پرمختګ-ابادۍ د خلکو د ژوند او هوساينې پتنګ، د شلمې پيړۍ یو داسی ستر ملی او احساساتی شخصيت ګڼل کيږی، چې په دوستۍ ئی ټينګ باور درلود او دښمن ته ئي خپل سر نه ټيټولو. هغه نه یوازی دښمن ته تسلیم نه شو، بلکه د هغه دښمن د خپل ډار او ويرې نه، مخکښی له مخکښی دده او د دده د ټولې کورنۍ د غړو د له مینځه وړلو امر ور کړی و. شهید سردار داود خان پدی ډير مشهور و چې: امریکائې سګرټ به ئي د شوروی له ګوګړ سره بلول او څکل به ئي. د شوروی ګوګړو پر ډبی باندی د الوتکې نښان هم چاپ شویوی و، چې همغو الوتکو د ارګ ماڼۍ په توپو او راکټونو وويشتله او بهرام الدین خلقی په نیمه دقیقه کې سردار داود خان او دده کورنۍ کوچنیان او لویان ټول په شهادت و رسول. د حزب جمعيت اسلامی ربانی ستر قوماندان احمدشاه مسعود د پوتين په صلاح او مشوره د خپلو نږدي ملګرو په همکارۍ ظاهرا" د ترهګرو په وسيله له مينځه ولاړ، اما د هغه وژنه د روسيي د ګټو په خاطر او د پنجشير د يو پنجګينګ د شخصي ګټو او قدرت په خاطر له مينځه ولاړ.
د جعيت د حزب رهبری د صلاح الدين ربانی او عطا نور، چي صلاح الدين ربانی يي خپل پلرني ميراث ګڼي او عطانور يي په امريکايي ډالرو او په خپلو پارټيو او غونډو کي د روسيي ودکا د پيکونو په جنګولو کي د ددي شعار( به سر سلامتی رهبر ما جنرال عطامحمد نور والی بلخ) په بيه اخلی. زما په نظر د جمعيت د ګوند رهبری به د عطامحمد نور د بلخ اوسنی والی او زورور ټوپکمار، لکه څنګه چي د يو لوڅ او لغړ پشان د لمړي ځل لپاره هوايي ډګر ته د زلمی خليلزاد ښه راغلاست ته د طالبانو ددله مينځتللو وروسته راغلي و او نن د افغانستان لمړي درجه سرمايه دار او جايداد واله دي. د بلي خوا عطامحمد د يو تنکي ځلمي په حيث د جمعيت قوماندان ذبيح الله جبهي ته په مزار کې تللي او خپل ټول قوماندانان يي په ډيرو ناملومو ډولو د لاسه ورکړيدي او يوازي دي او دده نژدي کړۍ تر اوسه ژوندي پاته دي، چي ځيني پخواني نژدي ملګري يي عطا نور د هغوي په وژلو کي ګرم بولي.
کريملين په ۱۹۹۲ کې د ملل متحد وړانديز چې يو بيطرفه حکومت مينځ ته راوړي، ناکام او سياسي واک يي حزب جمعيت اسلامي رباني-احمدشاه مسعود ته ور کړ.
روسانو ډيره سياسي، نظامي او اقتصادي پانګونه د جمعيت پر رهبرۍ له ډيرې مودې راهيسې کړيده.
د امريکا يرغل او د طالبانو له مينځه وړلو او د يو موقت حکومت د راوستلو په غونډه کې چې په بن جرمني کې وشوه، برهان الدين رباني د اولسمشرۍ له ګوښه کيدو سره ډير سخت مخالفت و ښودلو، اما د روسيي ولسمشر پوتين د اولسمشر بوش په يوه تيليفون د واشنګټن نه کريملين ته برهان الدين رباني له اولسمشرۍ ليري او استعفا ته د قدرت د تسليمولو په خاطر مجبور کړ او د موقتي اداري واکمن حامد کرزی و ټاکل شو.
کريملين د دوو کالو راهيسي د حزب جمعيت رباني نه د امريکې پرخلاف د جبهې د جوړولو او د سياسي پاڅون غوښتنې کوې، اما د جمعيت رهبرې د دالرو او ماڼړيو د لاسه نه ور کولو په خاطر ځانونه خاموش او چوپ نيولي دي. د جمعيت د رهبرۍ ددي چوپتيا په خاطر کريملين د طالبانو د رهبرۍ سره څو ځلي کتنې و کړي او طالبانو هم د روسانو سره کتني او نظامي کمکونه تائيد کړي دي. د روسانو ليدني کتني د طالبانو سره د جعيت د حزب رهبري ډيره حيرانه او نا ارامه کړيده، چي پدي وروستيو ورځو کې د شمالي ولاياتونو امن او امنيت ډير خراب شوي هم دي. د بلې خوا د حکمتيار راتګ کابل ته او د اولسمشر غنی ډير سخت هرکلي د اسلامی ګوند له مشر نه او د اولسمشر د لمړي مرستيال جنرال دوستم تګ ترکيه ته او د هغي د بيرته نه راستنيدو تريخ خبر هم د جمعيت رهبرې د ويرې سره نه يوازی مخامخ، بلکه شړيدلي او ټوټي ټوټي جمعيت اسلامي يي يووالي او وحدت ته سخت اړ کړي هم دي.
کريملين ولي د پښتنو عمده دښمن دي؟
کارمل افغانستان ته د راستنيدو په وخت کې د حيراتانو په بندر کې خپلو خاصو او نژدي د پرچم ملګرو ته چې يو څو نا پيژندل شوي پښتانه پرچميان هم پدي غونډه کې موجود و داسی وويل:
" رفقا عزيز و ګرامی ! امروز به صراحت به صراحت ميګويم که سلطه حکمراني دونيم قرنه فاشيزم پشتونها را با از بين بردن اخرين فردی ان نجيب فاشيست پايان داده و نابود ساختم."
اما ببرک کارمل ان روباه مکار و مزدور، خودخوا و اپورچونيست و بي حافظه فراموش کرده بود که ګورباچف او را مريض ګفته به مسکو فراخواند و در همانجه در بند حقارت تا کودتاي هشت ثور بسر ميبرد. و اين روسها در کريملين بودند که منافع ستراتيژيک خود را در شوراي نظار به رهبري احمدشاه مسعود لازم ميديدند.
کارمل يو بي ثباته شخص، مزدور د پښتنو ضد، ډارن خودپسند دربارمل تير شويدي، او تل يي په هر عمل کې بريا خپله او ناکامي يي د بل چا په غاړه اچولي ده.
کريملين په ډاګه او په رڼا ورځ د وطن ګوند پر ضد کودتا وکړه او په اتم د ثور يي سياسي قدرت لږتوکو شوراي نظارته و سپارلو، چې د وطن ګوند او ددي ګوند مشر داکتر نجيب دواړه يي اعدام ته برابر کړل. اوس همغه کريملين غواړي چي پخواني مړ شوي د وطن ګوند را ژوندي کړي او د وطن ګوند غړي هم په همدي ارمان شپي او ورځي صبا کوي تر څو يو غيابي لاس د کريملين نه را اوږد او د دوي مړه شوي ډيوه چي دوه ميليونه شهيدان او پنځه ميليونه مهاجر او ټول افغانستان وران او ويجاړ پرځاي پريښود، بيا روښنانه کړي، او د افغانستان د دښمنانو تبرونه بيا لاسونه پيدا کړي.
که دجمعيت اسلامي ګوند د وطن له ګوند سره يو ځاي نشي او د امريکا پر ضد جبهه جوړه نه کړي او امريکايي ډالرو ته زړه ښه کړي، بيا نو د روسيي شرابو يا ودکا ګيلاسونه به د يورانم نه ډک او د جمعيت کوند د رهبرۍ سرنوشت به يي په مردارۍ کې کړ پروت وي.
يا به ډالر يا به ودکا خوښوي
ځکه چې دواړه بيا تا نه خوښوي