ارګ ، د اداري فساد سرچینه
ایا د افغانستان پخوانی اولسمشر او یا موجوده اولسمشر او د دولت نور چارواکی کولی شی د افغانستان خلکو ته د موجود اداری فساد ، لوټماریو ، د دولتی او شخصی شتمنیو غصب ، نشه یی توکو د تولید او قاچاق ، ترور او اختناق د شته والی په هکله ځواب ووایی او قناعت ورکړي؟
ښکاره ده چی دوی د خلکو په وړاندی کوم منونکی ځوابونه نلری دا ځکه چی ارګ د اداری فساد سرچینه او ملاتړ کونکی دی. ارګ میشتو اوسنی فاسد واکمن نظام د مهرو په توګه ، د دې نظام په ټینګښت کی بنسټیزه رول لوبولی او د هیواد د میلیونو خلکو د کړولو سبب شوی او کیږی.
خلک بدلون غواړي . که چیری د پنجاپ او ایرانی مداخلی موجودی نه وای اویا د د امریکا د متحده ایالاتو ددی فاسد ، په جرمونو او جنایتونو ، قومی تعصب او لوټماریو ولاړ نظام څخه ملاتړ نه وای ، د افغانستان خلکو به د خپلو پاڅونونو له امله د کابل ارګ دیوالونه دړې وړې کړي وای. دا ځکه چی د کابل ارګ د افغانستان د خلکو په نزد د بی عدالتی او اداری فساد سمبول دی.
دا په دی مانا چی د ایران او پنجاپ مداخلی او د لویدیز ملاتړ ددی سبب شوی دی چی په افغانستان کی فاسد ، په جرمونو او جنایتونو ولاړ نظام دوام ومومی او د افغانستان خلک د ځمکی په مخ په دوزخ کی سوځي .
دلته دموکراسی وجود نلری ، دلته بشری حقوق په بیساری توګه تر پښو لاندی کیږی . دلته قومی تعصب ، اداری فساد ، لوټماری ، ظلم ، استبداد او دیکتاتوری واکمنه ده. دلته څو محدوده لوټمارو او په جنایتونو تورنو کړیو ، چی د ارګ له خوا یی ملاتړ کیږی ، د خلکو ژوند تریخ کړی او د خلکو د لاسونو څخه یوه ګوله ډوډی هم تښتوي.
باید ووایو چی په افغانستان کی د اوسنی اداری فساد بنسټ ، د لویدیز په ملاتړ سره د حامدکرزی په مشری د کابل اداری له خوا کیښودل شو. همدا فساد ددی سبب شو چی په سلګونو میلیارده ډالر د جنایتکارو ، لوټمارو واکمنانو جیبونو ته ولویږی او هم د هیواد شتمنی لوټ کړل شی.
افغانستان ته تریلیونو زیات ډالر راغلل لاکن د نوموړو ډالرو راتګ د خلکو په ژوند کی کوم مثبت بدلون را نه وړ. د هیواد د اکثریت خلکو ژوند ، د طالبانو د واکمنی د ژوند د سطحې څخه نورهم ټیټ کړل شو. باید ووایو چی د فساد ودې او پرمختګ ته په خپله د کابل ارګ لمن ووهله او تر اوسه یی ور ته لمن وهي.
په تیرو کلونو کی د کابل ارګمشر او لویدیزو هیوادونو هڅه وکړه چی ټاکلو فاسدو ، مزدور او متعصبو کړیو ته د فساد او لوټماری زمینه برابره کړی .د ځینو راپورونو له مخی د ځینو چارواکو او د قدرت خاوندانو له خوا په میلیاردونو ډالر لوټ کړل . همدارنګه دوی د دولتی واک څخه په استفادی سره په میلیونو هکتاره دولتی ځمکه غصب کړه او دا بهیر روان دی.
د کابل ارګ اوسنی مشر ، د ټولټاکنو په کیمپاینونو کی هڅه وکړه چی د اداري فساد او بی عدالتیو په ضد د مبارزی تر نامه په شعارونو سره خلک دوکه کړی او له دی لارې د خلکو ملاتړ خپل کړي. هغه خلکو ته داسی ښودله چی ګویا د هغو ډلو او ټپلو سره کومه اړیکی نه لری چی د کابل په ورانیو کی لاس درلود . او یا داسی کوم شواهد نشته چی د فاسدو کړیو سره دده اړیکی ثابتی کړي.
مګر په واقعیت کی هغه د فاسدو او په جنایتونو کړیو سره د ټولټاکنو د کیمپاینونو په ترځ کی ، هغوی ته دا ژمنه ورکړه چی د دوی ګټو ته به کوم زیان نه رسیږی او دوی به د پخوا په شان به خپلو لوټماریو ته دوام ورکوي. همدا خبره وه چی د لوټمارو او فاسدو زیاترو دده څخه په ظاهری توګه ملاتړ وکړ. خو په ټولټاکنو کی د دوی څخه یوه هم ده ته رایه ورنکړه. دوی په ظاهری توګه دده سره او په پټه دده د سیال سره و.
د افغانستان د خلکو د رایو نتیجه وه چی اشرف غنی احمدزی یی واک ته ورسوه. خو په همغه شیبه د افغانستان خلک د نوموړی د یاده ووتل.
باید ووایو چی اشرف غنی ددی له پاره چی نړیوال او د هیواد خلک دوکه کړی ځینی نمایشی کارونه لکه کابل بانک موضوع، تدارکاتو کمیسیون او نورو ته لاس واچوه چی وروسته دا ښکاره شوه چی دا نمایشی عملونه دی چی د اولس د دوکی د پاره تر سره کیږی.
د اشرف غنی او د هغه د سیال له خوا په دولتی لوړو ، منځنیو او حتی ټیټو څوکیو باندی ګومارل شوی دی چی په فساد کی ککړ او زیاتره یی جرمی سابقی هم لری. اوس داسی دولتی اداره ، غیر دولتی اداره او څانګه نه شته چی هلته اداری فساد وجود ونلري. هیڅوک به داسی مثال ورنکړی چی په افغانستان کی پلانی اداره کی فساد نه شته او یا پلانی وګړی د فساد پرته مقرر شوی وي.
باید ووایو چی د فساد اصلی منبع ارګ دی او فساد د ارګ له خوا پراخیږی او وده ورکول کیږی. که څه هم د کابل ارګمشر په خپلو ویناو کی هڅه کوی او په چیغو دا وایی چی د فساد په وړاندی جدی دی خو دا هر هغه څه دی چی اوس کومه مانا او مفهوم د خلکو په وړاندی نلری.
باید ووایو چی د پخوانی اولسمشر په دوران کی د اداری فساد بنسټ کیښودل شو او د اوسنی اولسمشر په دوران کی خپل لوړ پړاو ته ورسید.
خلک په بشپړه توګه دا باور لری چی د اداری فساد اصلی سرچینه د کابل ارګ دی تر هغه چی د کابل ارګ د موجوده واکمنو کړیو د واک څخه ونه ایستل شی هیواد به د موجوده ستونزو سره مخامخ او ورو به د نابودی کندې ته ولویږي.
اوس باید د کابل ارګمشر په دی پوه شی چی د هغه تیرایستونکی ویناوی او کړنې د خلکو د پاره د منلو وړ ندی . هغوی پوهیږی چی د کابل ارګمشر د اوسنی واکمن فاسد نظام د یوې اساسی مهرې په توګه کارکوي. نوموړی نه شی کولی چی د فساد په وړاندی کوم ګام پورته کړي.
دا نږدې شپاړس کاله کیږی چی د کابل واکمنان د اداری فساد په وړاندی د مبارزی ژمنې کوي او ددی له پاره په راز راز تیر ایستونکو فعالیتونو لاس پورې کوی.
اداری فساد په هیواد کی د ډیرو ستونزو عامل دی چی ددی مسوولیت په خپله د کابل د چارواکو په اوږو دی.
په افغانستان کې په تیرو دیرشو کلونو کی د خوار او شتمن د منځته راتلو میکانیزم او د نورو هیوادونو څخه توپیر لري. په اوس مهال په افغانستان کې ټوپک او قدرت د ډیرو کسانو له پاره د شتمن کیدو ښه منبع ده.
د ټوپک او قدرت لرونکو کسانو ډول ډول مافیا ګاني جوړې کړي دي دوی د هیواد ټول اقتصاد په خپلومنګولو کې نیولی دی دا ډلی نه یوازې د نړیوالو مرستو زیاته برخه په خپلو جیبونو کې وهي بلکې د هیواد د زیارایستونکو خلکو د ماشومانو د لاسونو څخه یوه ګوله ډوډی هم تښتوي.

په تیرو کلونو کی د کابل اداری د افغانستان د خلکو او د نړیوالی ټولنی د تیر ایستلو د پاره ، د فساد د مخنیوی د پاره په لسګونو سازمانونه او ا داری رامنځته کړی او په دی هکله یی راز راز پروګرامونه اعلان کړي دي.
ځینی ددی ادارو څخه د حکومت او ځینی یی د حکومت څخه د باندی د مستقلو ادارو په نامه رامنځته شوی دی . د کابل اداری د خپلو رسنیزو امکاناتو څخه په استفادی سره دا خلکو ته په ډاګه کړی ده ، چی ګویا دوی د اداری فساد په ضد په مبارزه کی صادق دي.
مګر له بده مرغه هغه اداری چی د فساد د مخنیوی له پاره رامنځته شوی وی په خپله د فساد په زیږونکو ادارو باندی اوښتی دی. یو ددی ادارو څخه د اداری اصلاحاتو مستقله اداره ده. دا اداره په عمومی توګه او په ټولیز ډول د فساد په منبع باندی اوښتی وه. په ټول هیواد کی به ډير لږ لیدل شوی وی چی یو وګړی د دی اداری له خوا په شفافه توګه په دنده ګومارل شوی وي.
همدارنګه د دولت په چوکاټ کی عدلی ارګانونه چی د اداری فساد د له منځه وړلو مسوولیت یی یو له دندو څخه دی ، هم په دی هکله پاتی راغلی دی. دا ځکه چی په تیرو پنځلسو کلونو کی تر ډیره بریده نوموړی ارګانونه د اداری فساد څخه کړیدل .
په افغانستان کی خلکو په عدلی ارګانونو باندی د اداری فساد له امله باور دلاسه ورکړی دی په ځینو مواردو کی یو شمیر خلک اړ کیږی چی خپلی ستونزی د رواجونو له مخی اوارې کړي او کله وار داسی هم شوی دی چی یو شمیر کسان مخالفینو ته د دوی د ستونزو د اوار کولو د پاره مراجعه وکړي.
اوس مهال د رسنیو د رپوټونو له مخی په سلګونو دوسیی د اداري فساد په هکله په عدلی ارګانونو کی شته دی . مګر تر اوسه دا ارګانونه په دی نه دی توانیدلی چی دا دوسیی حل اوفصل کړي ، دا ځکه چی د یوې خوا په خپله عدلی ارګانو نو کی د فساد د شتوالی په هکله ادعا کیږی او د بلی خوا ، دولتی لوړپوړی چارواکی او د نفوذ لرونکی کسان نه پریږدی چی په فساد کی ککړو کسانو ته د قانون له مخې جزا ورکړل شی.
په تیرو پنځلسو کلونو کی د کابل اداری مشرانو هڅه کوله چی په دولت کې د ټیټو رتبو لرونکی کسان په فساد کی ککړ وبولی . دوی دا دلیل راوړ ، چی د دی کسانو معاشونه کم دی نو لدی امله چی د کورنی اقتصادی ستونزی اواری کړی دوی فساد ته مخه کوي.
د کابل اداری ددی له پاره چی په عدلی ارګانونو کی د اداری فساد مخنیوی وشی د قاضیانو او نورو چارواکو معاشونه یی لوړ کړل . چی دا عمل د دولتی نورو مامورینو د غبرګون سره مخامخ شو. د قاضیانو او نورو مهمو چارواکو د معاشونو لوړولو د فساد په مخنیوی کی کوم رول ونه لوبوه، بلکی دا ددی سبب شوه چی دوی نور هم اداری فساد ته وهڅیږي.
یو شمیر بهرنی څیړونکی په افغانستان کی د اداری فساد شتون ، د افغانستان د خلکو د کلتور سره تړلی بولی.
مګر دا خبره ناسمه ده. د افغانستان بشپړ اکثریت خلک ، د اسلام د سپیڅلی دین پیروان دی . د دی دین د مهمو لارښوونو څخه د فساد او بډیو خوړلو څخه ځان ساتل دي.
همدارنګه د افغانستان په کلتور کی بډیو خوړونکو او په فساد کی ککړو کسانو ته په ښه سترګه نه کتل کیږی او تر ډيره بریده خلک ترې کرکه کوي.
خو له بده مرغه اوس پخوانی حالت بدلون موندلی دی اوس په اداري فساد کی ککړ کسان ددی په ځای چی د خلکو او ټولنی په وړاندې، افغانی کلتور سره سم ، د شرم احساس وکړي برخلاف دوی جګې غاړې ګرځي او د ناروا لارو د شتمنیو په راټولولو سره د غرور او لوړتیا احساس کوي.
په دې کی شک نه شته چی اداری فساد ، هغو ټولنو کی چې اقتصادی سیستم یی د وګړي د لاس د کار د محصول په لوټ او یا زبیښاک باندې ولاړ وي هلته په په مختلفو بڼو سره د اداری فساد شتون ممکن دی .
خو داسی هم نده چی د فرد ( کارکونکی ) په استثمار باندی په ټولو ولاړو ټولنو کی اداری فساد په یوه سطح کی دی. په ځینو نوموړو نظامونو کی هڅه کیږی چی د اداری فساد مخنیوی وشی . دا ځکه چی د اداری فساد په شتون سره ، د ټولنی اکثریت خلک ناراضه کیږی او د نظام په وړاندی مخالفتونه راپیدا کیږی . نو لدی امله هڅه کیږی چی هلته د اداری فساد شتون اندازه راټیټه کړل شی .
په افغانستان کی په ټولو پخوانیو دولتونو کی اداری فساد موجود و ، خو په دی سویه نه و ، چی نړیوال یی د افغانی ټولنی د کلتور یوه برخه یی وګڼی .
دا ځکه چی په هغو نظامونو او یا حکومتونو کی تر یوې اندازی پوری د فساد د مخنیوی په هکله اراده موجوده وه. که څه هم په هغه دولتونو کی فساد موجود و، خو دومره هم نه و ، چی ټول دولتی ارګانونه او اداری جوړښتونه پکی ککړ شی.
په افغانستان کی د طالبانو د اسلامی امارت په ړنګیدو او د ښاغلی حامد کرزی تر مشری لاندی حکومت په رامنځته کیدو سره په افغانستان کی د اداری فساد په هکله نوی باب پرانستل شو. دا ځکه چی په افغانستان کې داسی کړیو واک تر لاسه کړ ، چی په فساد او لوټ باندې تورنې وې.
باید ووایو چی دا کړۍ په خپله واک ته نه دی رسیدلی ، بلکی دا لویدیز له خوا د پوځی او سیاسی عمل په ترځ کی د افغانستان په خلکو باندی په زور سره تحمیلې شوی دی. لویدیزو دولتونو دوی نه یوازی دا کړۍ واک ته ورسولې بلکی دی ته یی وهڅولی چی په اداري فساد کې ښکیلې شي .
همدا خبره ده چې د دولتی شتمنیو ، نړیوالو مرستو او د خلکو د شتمنیو لوټول د نوموړی اداری د زیاترو چارواکو د کاری لومړیتوبونو څخه وګرځیدل.
په میلیونو جریبه ځمکه د دولتی چارواکو او یا په دولت کی د بانفوذ کسانو له خوا غصب شوه. د افغانستان نوی سلنه کانونه په دولتی لوړ پوړو چارواکو پوری د تړلو کسانو له خوا لوټ کیږی.
نړیوالی اقتصادی انکشافی مرستی هم د پورتنیو ډلو له خوا لوټ شوې . د افغانستان اقتصادی وده تر سره نه شوه. تقریبا ټول ودانیز شرکتونه په دولتی لوړ پوړو چارواکو او په دولت کی بانفوذ چارواکو پوری تړلی دي.
دولتی لوړ پوړو چارواکو ټول اکمالاتی ، خدماتی او ساختمانی قرار دادونه د خپلو کمپنیو په واک کی ورکړل او یا یی د نورو کمپنیو څخه د برخې په اخیستلو سره ، خرڅ کړل.
همدارنګه پورتنی لوټماره او حاکمه مافیا د هیواد اقتصادی سیستم ( سوداګری او تولیدات) تر کنترول لاندی لری. چی کیدای شی د تیلو او ګازو مافیاد مثال په توګه یاد کړل شی.
په داسی حال کی چی په سلګونو میلیارده ډالرونه افغانستان ته د نړیوالو مرستو په توګه راغلل. خو نوموړو مرستو د هیواد اکثریت خلکو په ژوندانه کوم مثبت بدلون را منځته نکړ. دا ځکه چی د نوموړو مرستو د نوي سلنې څخه زیاته برخه د لوټمارو ، فاسدو کړیو په جیبونو کی ولویده. د زیاترو خلکو ژوند سطحه د طالبانو د حاکمیت د دورې څخه هم ټیټه پاتی شوه. د سړی د سر عوایدو لوړوالی د خلکو په ژوند باندی کومه اغیزه نه ده کړي.
داسی مثالونه شته دی په اداري فساد ککړ یوه وګړي چی د توتانو څو ونې درلودې او یا یی څلور خرونه درلودل اوس په میلیاردو ډالرو په شاوخوا کی شتمنی لري. یا هغوی چی د پښو کولو د پاره بوټان نه درلودل اوس په پورته اندازه ډالر لری او داسی کسان هم شته چی مور او پلار هغوی په ګیډو نه شول مړولی اوس د میلیاردونو ډالرو خاوندان دي.
دا په دی مانا نه ده چی دوی کوم بیزنس او یا سوداګری کړیده ، چی د دې لاری یی شتمنی تر لاسه کړي وي. باید وویل شی چی نوموړو کسانو د فساد ، د عامه شتمنیو د غصب له لاری نوموړی شتمنی تر لاسه کړی دی.
سیاسی واک ، پوځي او اداری قدرت او د وسله والو ټوپکیانو درلودل نوموړو کړیو ته د اداری فساد ښه زمینه برابره کړه ، دوی هر څه چی خوښیدل هغه یی خپل کړل. حتی ښارونه او سیمی د اشخاصو په ملکیتونو باندی واوښتل . د ساری په توګه مزار ښار زیاتره برخه د لوټمارو له چور شوه.
نوموړی کړۍ د دې له پاره د خپلو شتمنیو څخه ساتنه وکړي او دا شتمنی تر پخوا زیاتی کړی هڅه کوی چی سیاسی واک په خپلو لاسونو کی انحصار کړي . دوی نه پریږدی چی خپلو شتمنیو او امتیازاتو ته هر ډول ګواښ له منځه وړي.
د اداری فساد د له منځه وړلو د پاره د کابل اداری او یا یو شمیر تش په نامه د فساد ضد ټولنو تیرایستونکی ګامونه کومه مانا نه لری او نه په فساد ککړې کړۍ د هغه څخه د کومی ویرې احساس کوي.
د کابل اداری د فساد د له منځه وړلو د پاره یو شمیر اداری را منځه کوي خو تر هغه چی د اداری فساد د له منځه وړلو د پاره کلکه سیاسی اراده را منځته نه شی . یعنی دا چی د موجوده نظام واکمنان دا کلکه اراده پیدا نکړی چی خپله به هم په اداری فساد کی لاس نه وهی او نه به بل څوک پریږدی چی اداری فساد څخه ناوړه ګټه پورته کړی. تر هغه د فساد په ضد شعارونه هسی اوتی بوتی دی. موږ وینو چی د کابل اداری تقریبا پنځه نوی سلنه کسان په فساد ککړ کسان دی.
دا پنځه نوي سلنه کسان هیڅکله د اداری فساد د له منځه وړلو نیت نه لري. همدا خبره ده چی په افغانستان کی فساد هغه مهال له منځه ځی چی د فاسد او لوټمارو کسانو څخه په بشپړه توګه پاکه اداره را منځته شی.
په افغانستان کی اداری فساد د یو شمیر مشخصو کړیو له خوا را منځته شوی او مخته بیول کیږی . نوموړو کړیو سیاسی واک د نوموړو کړیو په لاسونو کی متمرکز دی دوی هڅه کوی په هره بیه چی کیږی سیاسی واک په خپلو لاسونوکی وساتی او نه پریږدی چی د خلکو اراده په ټولټاکنو کی ښکاره شی او په دلاری د یوه ملی او واقعا دموکراتیک حکومت په جوړیدو سره د دوی لوټماریو ، د ناروا لارو د را غونډو شوو شتمنیو د پاره کوم ګواښ پیدا شي.
همدی کړیو د هیواد په ټولو سیاسی او اداری جوړښتونو منګولی ښخې کړی دی . پارلمان ، دولتی اداری ، عدلی ارګانونه ، سیاسی جوړښتونه ، تش په نامه مدنی ټولنی او رسنی دنوموړو کړیو له خوا کنترول او اداره کیږی.
په افغانستان کی د اداری فساد له منځه وړل ممکن دی خو دا هغه مهال ممکنه ده چی په افغانستان کی په فساد ولاړ نظام ړنګ او په ځای یی داسی نظام را منځته شی چی هلته د خلکو اراده منعکسه شی.

اوس خلک فکر کوي چې د فساد په ضد د اولسمشر مبارزه او د کمیسیونو جوړول یوازی د خلکو د تیرایستلو د پاره ده . اولس مشر نه غواړی او یا د دې توان نه لری چې په فساد ککړ لوړ پوړی چارواکي او هغه کسان چې په سلګونو میلیونه ډالر یې په غیر قانوني ډول تر لاسه کړي دي د محاکمې میز ته ودروي.
او که کولای شي او یا یې زړه غواړي نو : ( دا ګز او دا میدان ).

په دروغجنو او تیرایستونکو اصلاحاتو سره اداري فساد نه له منځه ځي ، بلکی دا ژور سیاسی بدلون غواړي . دا ژور سیاسی بدلون کیدای شی د خلکو او نړیوالی ټولنی په همکاری سره تر سره شی .
په اداري فساد ککړ سیاسی حاکمیت په له منځه وړلو او د اولسی حاکمیت په رامنځته کیدو سره اداری فساد له منځه ځي .
په فساد ککړ د یوه وګړي د له دندې لیری کول او په ځای یی د بل په اداری فساد ککړ وګړي په مقرری سره ، اداري فساد نه له منځه ځی ، بلکی له پخوا څخه زیات تقویه کیږی . دا د کابل حکومت د تیرو شپاړسو کلونو تجربه ده.
له پورتنیو حقایقو څخه ویلی شو ، که چیرې په اداري فساد د ککړو کړیو حاکمیت ته چی د ارګ ملاتړ ورسره دی ، د پای ټکی کینښودل شی کیدای شی ، اداري فساد په افغانستان کی په لسګونو کلونه شته والی ولري. خو که چیرې په افغانستان کی د فاسدو او لوټمارو کړیو سیاسی واکمنی پای ته ورسیږی او په ځای یی اولسی حاکمیت را منځته شي په هغه صورت کی کیدای شی اداري فساد په میاشتو یا حتی په ورځو کی پای ته ورسیږی.
ددی له پاره چی په هیواد کی اداری فساد له منځه ولاړ شی باید د فساد سرچینه وچه کړل شی او دا سرچینه هغه مهال وچیږی چی اولس یو ځل بیا د سراسری پاڅون په ترځ کې ، ارګ د فاسدو کړیو د شتون څخه پاک کړي.