د استرالیا د کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن دا تایید کړې چې د دغه هیواد د مانوس توقیف خونې څخه به ټول هغه کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته استوي چې د کډوالۍ د تحقق په اړینه پروسه کې پاتې راغلي.

د استرالیا د مانوس توقیف خونه چې د پاپوا نیو ګینیا هیواد کې موقعیت لري، اوس مهال په کې کابو ۹۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي ژوند کوي او ټاکل شوې چې د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۳۱ تاریخ رسمآ وتړل شي.

پیټر ډوټن د جمعې په ورځ د 2GB Radio سره په مرکه کې وویل، "په مانوس توقیف خونه کې ځینې داسې کډوال شته چې ریښتینې پناه غوښتونکې نه دي بلکې اقتصادي کډوال دي، د هغوی په اړه زمونږه پریکړه دا ده چې باید بیرته خپولو هیوادونو ته واستول شي."

هغه همداراز وویل، "ډیری دغه پناه غوښتونکي به د یو سیاسي تړون له مخې متحده ایالاتو ته انتقال کړي او هغه پناه غوښتونکي چې له دغه پروسې پاتې کیږي، نو هغوی به پاپوا نیو ګینیا کې میشت کړې شي."

په پام کې ده چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره )جولي بیشپ(Jollie Bishop په نږدې څو ورځو کې د متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو له استازې (نیکي هیليNicki Hilly ) سره د یاد تړون د ترسره کیدو په تړاو په واشنګټن کې وګوري.