ژباړه : عبدالله دانشیار

ویې ویل : چې زه سلفي یم .
ما ویل : عجبه ده ، ایا ته د لومړیو دریو پیړیو له مسلمانانو ( خیر القرون ) څخه یې ... عمر دې تقریبا ۱۴۰۰ کاله دی ؟
ویې ویل : نه ، دا زما هدف نه دی .
ما ویل : ستا هدف به د سلفو له افعالو څخه وي چې ترسره کوۍ یې .
ویې ویل : هو
ما وویل : سلف کې داسې کسان وو چې په یو رکعت کې به یې شپه صبا کړه، چا په یوه شپه کې ختم کولو ، چا په درې شپو کې او چا په یوه اوونۍ کې ... ته یې په څومره کې ختموې ؟ ته څومره روژه نیسې ؟ صدقې او نور شیان به یې لا پریږدو .
ویې ویل : نه ، دومره نه یم نو ، تر دې کچې نه یم ... دا زما هدف نه وو .
ومې ویل : کیدای شي ستا هدف به دا وي چې ته د سلف په منهج یې ، تقلید یې کوې ؟
ویې ویل : هو ، هو ، همدا زما مقصد دی .
ومې ویل : مګر هغوی خو په ډیرو مسایلو کې سره اختلاف کړی دی ( بعضې مثالونه مې ورکړل ) ته د کوم یوه تقلید کوې ؟
ویې ویل : زه یې د کتاب (قران کریم ) او سنتو څخه اخلم .
ومې ویل : نو ټول مسلمانان یې له کتاب او سنت څخه اخلي ، نو تا ولې خپل ځان ته په نورو ترجیح ورکړی ؟
ویې ویل : زه د بدعتي مذهبونو تقلید نه کوم .

ومې ویل : نو فقهي احکام او مسایل له چا څخه اخلې ؟ ایا ته مجتهد یې ؟
ویې ویل : نه ، د سلفو صالحو څخه یې اخلم .
ومې ویل : ستا مقصد د سلفو څخه کوم سلف دي ؟ ( د بعضو معاصرو علماوو نومونه یې ذکر کړل )
- مګر دوی خو له سلفو څخه نه دي ؟
ویې ویل : څنګه ؟ نو مونږ څوک یو ؟
ومې ویل : ته او دوی هغه څوک یاست چې په پنځلسمه هجري پیړۍ کې ژوند کوۍ ،او سلف هغه څوک ول چې په لومړنیو دریو پیړیو کې یې ژوند کاوه ... نو تاسو څنګه له سلفو څخه شوۍ ؟
طبیعي ده چې دوی به یو له همدغو مذاهبو څخه تقلید کړی وي او ورڅخه به یې اخیستې وي ، چې ته ورته بدعتي مذاهب وايې .
ویې ویل : څنګه ؟ ستا مقصد داده چې مونږ هم د نورو مسلمانانو غوندې یو ! ؟
ومې ویل : هو ، هیڅوک نشي کولای چې په مستقیم ډول په کتاب او سنتو پوی شي تر څو چې ددغو امامانو علمونه ونه وايي او زده یې نه کړي ، چې په دلایلو ، نصوصو او ددوی په معناګانو پوی شي ، او ورڅخه د یوه حکم راخیستلو طریقه زده کړي .
او همدارنګه په اجماع او قیاس پوی شي .... ( تر اخره ) ... نو د یو طالب العلم لپاره د سابقینو علم ته ضرورت دی او له هغه نه پرته یې چاره نشته .
ویې ویل : مګر زه سلفي یم .
ومې ویل : ته سلفي نه یې . پوهیږې چې ته څوک یې ؟
ویې ویل : څه ؟؟؟
ومې ویل : شافعیان څوک دي ؟
ویې ویل : شافعیان په فقه کې د امام محمد بن ادريس الشافعي تابعین دي .
ومې ویل : الاشاعره څوک دي ؟
ویې ویل : الاشاعره هغه څوک دي چې په عقایدو کې د امام ابو الحسن الاشعري پیروان دي .
ومې ویل : نو ته د عبدالوهاب نجدي پیروان په کوم نوم یادوې ؟ کوم نوم ورته اخلې ؟
ویې ویل : په دې اساس ..... هغوي وهابیان راځي .
ومې ویل : نو ته وهابي یې .
ویې ویل : ایا دا کوم پینځم یا شپږم مذهب دی ؟
ومې ویل : نه ، بلکې هغه څوک وو چې د عثماني دولت پر ضد یې خروج وکړ او د کفر ټاپه یې پرې ووهله ، او هر هغه څوک یې هم کافران کړل چې چا دغه دولت ته کافر ونه ویل .
او د انګریزانو په مرسته یې جګړه ورسره پیل کړه ، وژنې یې وکړې ، چور او چپاول یې وکړ ، او مالونه یې غنیمت کړل .... تر دې چې حج یې بند کړ او حاجیان یې ووژل .
د حجاز، یمن، سوریې ، مصر او تونس معاصرو عالمانو د هغه په هکله ډیر څه ویلي دي ، او رد یې پرې کړی دی .
ویې ویل : ستا دلیل څه دی ؟
ورته مې وویل : چې د الدرر السنیه کتاب ، او د ابن غنام او ابن بشیر د تاریخ کتابونه ولوله چې د وهابیانو مشهور کتابونه دي . ( ویې لوستل )
بیا یې وویل : عجیبه ده ، څنګه په هغه چا باندې د کفر ټاپه وهي چې وايي (لبيك اللهم لبيك) او حج ته راغلی وي . ؟ څنګه یې ووژل او د هغوی مالونه یې چور کړل ، په دې پلمه چې غنیمت دی او هغوی کافران دي . ؟؟؟
دا له داعش سره نو څه اختلاف لري ؟
ورته مې وویل : نو څنګه د یوې ډلې پورې ځان منسوبوې او د هغوی د افکارو ، تاریخ او خبرونو په اړه دې هیڅ هم نه دي لوستلي ؟
وی ویل : چې د هغوی د رسنیو په قوت ، د هغوی د بعضو علماوو د شهرت په سبب او همدارنګه د هغوی وړیا کتابونه وو ، چې زه یې تیر ویستلم .

ومې ویل : نو ولې لوی جماعت ته نه ورګرځې چې ددې جماعت له افرادو څخه شې ؟
ویې ویل : مګر زه خو سلفي یم ... ؟
ومې ویل : ډیره ښه ده .... نو دا خبرې به بیرته له سره کړو ... ایا ستا عمر ۱۴۰۰ کاله دی ؟