ښه CV او د هغه ارزښت!
عبدالله وردک
انګلستان - فبروری - ۲۰۲۱
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، یوه په زړه پورې دنده پیدا کول آسانه کار ندی. یا په بل عبارت، په اوسني افغانستان کې د یوې مسلکي دندې پیدا کول ډېرې ستونزې لري، او پدې هکله زیات علتونه شته، چې هغه په ډېرو شیانو پورې تړلي دي.
په هر صورت، د یوې دندې د پیدا کولو لپاره لومړنی ګام، د یوې ښې CV ترتیب کول دي؛ او باید کوښښ وشي، چې یوه ښه CV ولیکل شي.
په یوه CV کې باید هغه شی ولیکل شي، چې حقیقت ولري، او هېڅکله غلط معلومات پکې ځای پرځای نشي. یعنې، CV باید د یوه نفر د زده کړې او تجربې په هکله، ډېر کره او دقیق معلومات ولري.
د یادولو وړ ده، چې د CV ټکی د لاتیني Curriculum Vitae، څخه اخستل شوی دی.
هیله ده، چې د یوې ښې CV، په لیکلو کې دغه لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي.

الف - په CV کې باید حقایق ولیکل شي. هېڅکله دا هڅه ونشي، چې په CV کې هغه شیان ولیکل شي، چې هغه حقیقت ونلري. یعنې په CV کې د یوه نفر د زده کړې، او تجربې په هکله، کوم زیاتوالی ونه لیکل شي.

ب - دا خبره باید واضح شي، چې هرڅوک خپله ځانګړې CV لري، او داسې ونشي، چې د مختلفو دندو دپاره مختلفې CVs ولیکل شي. دا پدې خاطر، چې CV د یوه سړي د علمي او کاري پېژندنې څخه نماینده ګي کوي. داسې نه وي، چې د هرې دندې دپاره جدا جدا CV ولیکل شي. که د یوه سړي په زده کړه، او یا کاري تجربه کې کوم تغیر راغلی وي، نو هغه نوی معلومات، حتمي او ضروري باید پکې علاوه شي.
همدارنګه، که د یوه چا د تلفون نمره، ایمېل، او ادرس، بدل شوى وي، نو هغه پکې اصلاح شي.
د یادولو وړ ده، چې د عمر، جنسیت، سپورت، د کومې اعتبارې ادارې غړیتوب، د خیریه کارونو کول، او داسې نور فعالیتونه هم پکې ولیکل شي.

ج - د زده کړې د معلومات په ورکولو کې، باید د زده کړې نېټه، ځای، درجه، او شهادتنامه، په دقیقه توګه ولیکل شي.
همدارنګه، د زده ژبو په هکله هم، معلومات کله نا کله ډېر ګټور واقع کېدای شي.
د رېفرنس د لاسته راوړلو دپاره، باید د ریفري د تماس وسیله هم په واضح توګه، ولیکل شي.

د - که چېرې کومې مسلکي مقالې، په معتبره مجلو، او یا بین المللي کنفرانسونو کې چاپ شوې وي، نو د هغو په هکله سم معلومات باید وړاندې شي. د ځینو دندو، لکه استادي، او ریسرچ ته، د مقالو چاپول حتمي، او ګټور دي.
ھ - د CV سره باید یو Covering Letter هم ولیکل شي. پدغه لیک کې د ځان په هکله، نور معلومات وړاندې کېدای شي. د مثال په توګه، پدغه لیک کې دا وضاحت باید وړاندې شي، چې په څه خاطر، دغې دندې ته درخواستي ورکړل شوېده. یعنې کوښښ وشي، چې خپله علاقه، استعداد، او خپلې لاسته راوړنې، په واضح توګه ذکر شي.
که چېرې یو څوک د دندې په هکله انټرویو ته وغوښتل شو، نو بیا له هغه کاندید څخه هغه پوښتنې کیږي، چې په CV کې ورته ذکر شوي وي.

و - دا هم باید ذکر شي، چې CV ته کله نا کله د Resume ټکی هم کارول کیږي. یوازینی فرق یې دا دی، چې Resume، ډېره لنډه، او CV، لږ شانته اوږده وي.

د پام وړ ټکي:
د یوې ښې CV لیکل یوازې دا کولی شي، چې یو څوک یوې دندې ته شارت لست (Short List) کړي.
د یادولو وړ ده، چې د CV یوازې ښه لیکل بس ندي. دا پدې معنا، چې پخپله د یوه نفر علمي پوهه، او لیاقت ډېر د اهمیت وړ دي.
له شارت لست نه وروسته، کاندید بیا انټرویو ته غوښتل کیږي. د انټرویو په هکله به ان شاءالله، په راتلونکې لیکنه کې معلومات وړاندې شي.

په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د دعا لپاره لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com