خو څوک لاړل په جهاد څوک پر الحاد
د جهاد رهبران غواړي خپل نفسونه
ملهدان هم نيم شېرين شول نيم فرهاد
هاغه دوه ميليون شهيد مجتهدين ول
شمشېر زني واي مونږ کړ ملک آزاد!
ملټيپل، ټريپل ډبل شول جاسوسان
مارشالان، ټروريستان کړي پف او باد
د سیاف د تش په نام اتحاد څه کړي ؟
ثروتونه د عرب او غرب فساد
پښتانه په خېل او زي کښې دي نښتي
ولسمشر دی  سمبول  تش په نوم ښاد
رښتیاني وحدت رازده کړئ له هزاره
له همزه نه تر الف شول ټول آباد
امنیت، پوهې، تکنيک پسې ها ځغلي
نه چسپک، نه انتحار نه بم اوسکاډ
هر رژيم کښې نورو هرڅه دي خپل کړي
یو پښتون دی شرق او غرب څخه برباد
د قطر او اماراتو سوله هېڅ شوه!!
لوبه لویه جهاني ده ،کفر آباد
د ډیورنډ اغځنه کرښه لا دیوال شو
لر او بر افغان پښتون کوي فریاد
ای د لوی الله حميده لږ زړور شه!
پشتون ګوند او غورځنګونه کړئ بنیاد!!