د ملا نصرالدين له نوم څخه بايد د ملا کلمه لرې شي، ځکه چې د طالبانو سپکاوی کېږي.يوه ډله طالبانو د اينجينر نصرالدين وړانديز کړی، بلې هغې يې د ډاکتر نصرالدين، خو تر اوسه پورې طالبان په يوه خوله نه دي. ملا برادر اخوند ژمنه کړې ده چې په دې اړه به په پاکستان کې مېشت اسلامي علما وپوښتي. عبث ستانکزي هرګوره ټينګار کړی دی چې د داسې اړينو مسئلو د حل لپاره بايد له امريکا سره تړون اساس او تهداب وګڼل شي او د دوحې د تړون په رڼا کې حل شي.


په قطر کې د طالبانو نوي وياند ډانګتر صاحب او مولوي صاحب وردګ د داسې مسئلو رامنځته کول د "کابل د ادارې" د تياتر مسئول شادګل کار وګڼه او دی يې تورن کړ چې د امارت پر ضد يې يوه لويه توطئه جوړه کړې ده او اصلا غواړي چې د طالبانو پخوانی وياند سهيل کارغه د ملا نصرالدين ځايناستي وګڼي تر څو د طالبانو په منځ کې درز واچوي.


د کوټې نظامي شورا غړو په قطرمېشتو طالب مشرانو غږ کړی دی چې دوی ته د ملا نصرالدين پته ورکړي چې دوی يې په يوه هدفي بريد کې ووژني. د دې په اورېدلو سره سهيل کارغه د طالبانو نظامي شورا ته سخت قهرېدلی دی او زياته کړې يې ده چې ملا نصرالدين به د چا بابا يا نيکه وي، نو ځکه يې د وژلو او سپکاوي څخه ډډه وکړئ.


د حزب اسلامي مشر اميرالقلوب تياري ښوولې ده چې د دې ستونځې په حل کې به د طالبانو او افغان دولت تر منځ منځګړيتوب وکړي، خو په دې شرط چې "مقتدره شورا" به رامنځته کېږي، دی به يې مشر وي او شخصا دی په خپله به له ملا نصرالدين څخه پوښتي چې ولې يې د ملا لقب ځانته غوره کړی دی او اوس د اينجينر نصرالدين که ډاکتر نصرالدين لقب غواړي.


د دې نوې شخړې په رامنځته کېدلو سره شمالي ټلوالې د ولسمشر غني د غاښونو د ماتولو ګواښ کړی دی او زياته کړې يې ده چې ملا نصرالدين له آره د دوی مشر او د خراسان کبير يو تلپاتې اتل دی او بايد چې د دانشګايانو لپاره د ملا نصرالدين شناسی په نوم يوه "ډآنګش کده دانشګايان" جوړه شي او د ده د ټولو حکمتونو په اړه لکچرونه جوړ شي.


بلخوا ملي امنيت د کره لاسوندونو پر بنسټ خبر ورکړی دی چې ملا نصرالدين د سپېدار په ماڼۍ کې ډير کښته پورته کېږي، خو په خپله ګلمرجان او ارشدسلاکار بيا دا تورونه رد کړي دي او زياتوي چې ملانصرالدين اصلا يو داسې ګمنام "امير" دی چې کېدای شي د پنجاب له آی اس آی سره چېرې پټ شوی وي.


په افغانستان کې د منفافقينو ژورنالېستانو د ټولنې مشر ټمبل خان "ناځواک" پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي ته څه کم پينځه سوه قسمونه کړي دي چې ده په خپله له ملا نصرالدين سره په وار وار مرکه کړې ده، خو اوس يې فلمونه ترې ورک دي.
د ډېرو اړوپېچ (ضدونقيض) خبرونو د خپرواي له امله ارګ هوډ کړی دی چې د ملا نصرالدين لپاره يو مافوق پوست اعلان کړي تر څو هره خوا، طالبان وي که شمالي ټلواله، نور له شخړو لاس واخلي او سولې ته لاره هواره کړي.
د ارګ د دې اعلاميې په غبرګون کې ملاماکېک اخوند ګواښ کړی دی چې له ده څخه مافوق پوست هېڅ کېدون نه لري او د ملا نصرالدين لپاره د ارګ دومره عاجزي د ماکېک د پوزې پرې کولو په مانا ده. د ارګ دويم سړي له کړس کړس خندا وروسته ملاماکېک ته ويلي دي چې "به اندازه بيني خودت پوست مافوق خواستار شويد."