موږ ټول پوهېږو چې د یوه ښار امنیت ،سکون او مدنی حالت دیوه هېواد حیثیت او ارزښت لری او ساده کار نه دی خو که چېرې هلته عدالت ، مساوات ،سوله اورښتینی اخوت په ټولنه کې داسلامی اصولو اوبنسټ بر بنا ء عملا رامنخ ته شی نو یو کس هم کولی شی د ټول ښار امنیت تامین کړی چې کامرې ته اړه نه پیداکیږی. امنیت ساتل په مافیایی ، سهامی شرکت، سازش ،غلو او رهزنو په ګواښونو کې نا ممکن کار بلل کیږی هغه هم چې د لافو فرهنګ یی تر شا ولاړ وی . دغه ډول امنیت په هیڅ توګه په هېڅ هېواد کې دمنلو وړ نه دی او چا هم نه دی لیدلی.
ځان څخه چرګ مه جوړوه بې وخته اذانونه هم مه کوه خپلې بسترې سره دې پښې غځوه تا یو خل ازموینه ورکړې ده او ستا ظرفیت دغه ولس ښه پېژنی چې ته څوک یی غټو خا نو کې ګوتې مه وهه.ګیلې او ګزارې هم مه کوه دولس مشر پېښې پرءېږده .پښتوژبه دې زده نه ده لاړ شه بسم الله محمدی ته د پښتو ژبې الفبا ء وښیه ! د شغال چیغې نورې مه وهه تاریخ به دې ډیرژر لویې کندې ته وسپاری غاصبه کلینره دملت دبېوزلي ها ، دمظلومو ژړا ، دتباهیو بی ساری بربریت اوغوغا ،دملت د وږو اوتږو واویلا او دغه د هابیلی او قابیلی ناوړین دسولې له نوع او محتوا څخه خبرې نه کوی به دی له توفان سره ملګری کړی انشا ء الله ستا تورې تیارې بقاء او دوام نه لری.
تروریزم ته تاسې ډیرې ډېر خدمت وکړ او ګټې مو ور ورسولې. ګلجمو دالرې تاسې جیب ته کړلې،مرکزی حکومت تاسې لوټ کړ ، کورونه او د بیت المال خمکې تاسې غصبې کړلې ،بې عفته او بې ناموسه فرهنګ ته تاسې نڅاوې وکړلی دا تروریزم نه دی؟ دتروریزم اصلی مهرې تاسی یاست د پردیو مزدورانو ،مزورو لېوانو دشپانه هاها تاسې ته باک نه لری خو کرزی په کې ولس مشر شو او احمدزی په ناڅاپی توګه په کې متفکر بدل شو نوی نرخ او نوې ننداره ! ډول ډول وسلې مو وکارولی هېواد مو له روسانو بدتر له غمیزو،باروتو،توغندیو ،سیاسی لوبو او بمباریو سره مخ کړ . رښتیا هم به ۱۹۹۰م کال کې تریلیون دالر مرسته نه وې شوې او دومره وژنې اوقلابی حکومت نه وه نو اجازه راکړۍ چې داحق ولرم او ووایم چې : نه شرم لری او نه حیا !.بګرام کې مو دفحشا او الکهولو لپاره خمر سرایونه جوړ کړل بی ناموسی چا وکړلې؟ زما له هغو غور یالا نو او باټوانو پو ښتنه داده چې تر پرون پورې يې په لویدیځ کې ډایپر کاروه او نن دجمهوری نظام له خیمی لاندی سازش کړی ناست دی چې دسلا کار اوسر پرست وزير په توګه د سفارت خانې څومتره لوړ د خاورو اوخټو له هر څه سره په رڼا ورځ د دیموکراسۍ په ګېډه کې
دیوال یې به جیب وواهه بیا دقدرت او مقام لاپې وهی او ددوه کوڅو دامنیت توان هم نه لری وایی ډوډۍ تنور پخوی خو لاپې شا ببو وهی!
دا څه ډول رهبری ده او مدیریت اودلا بغاوتګر د امریکا ء دبهرنیو چارو وزیر د ډنډه پنج به زور په پیچومی کې نفس وخوت او امرالله داحمدزی په ډنډه پنج په غاړه کړی دواړه ورته بڼه لری خو یوازې وزن او څېرې یی تو پیر لری اودولا ته به لږ ګرانه وی چې دوام ورکړی.
جناب تلخان!
له کوم وخت څخه چې دغه د سهارله شپږ نیمو بجو پورې تور او بې کفایته لښکردکابل مسولین ستا په دفتر کې راټولیږی چې د کابل امنیت وساتی یا په اصطلاح ښه کړی داهسې ډودۍ خواره ماهر غله دی زه ستا کارونه غورې ،ډبې اولیکنې تل به دوامداره توګه مطالعه کوم او دکابل ښار له اوسنی حالت سره یې مقایسه کوم تاسې ګوری اوری چې کابل کې څه حالت روان دی؟ دومره وحشت او بر بریت چې یوازې لکۍ او ښاخونه نه لری ستاسو مزدور حاکمیت دغه برعکس سهامی شرکت ،اختناق ،وژنو او بر بادیوته ګلم غوړولی او دیره اسانه پلمه مو موندلی په ا ټکل یی په مخالف لوری ورتپۍ ستا دماشومانو کورکۍ هر ورخ وړوکی کیږ ی لیدل کیږی چې تاسې یوازې د څو محدودو ناز دانه وو به جار وقربان ،لمانخنو او ساتنه کې اخته یاست.
د کچری قروت ښاغلې؛
لاندې ټکو ته غوږ شه:
- په لومړی سر کې ته باید پوه شې چې ته نه اسلامی لوری لری او نه د دروغجنې « دیموکراسۍ» لوری چې خلک له هوا څخه ورباندې مین دی خوله خپل اسلامی فرهنګ څخه بې خبره پاتې دی.تاسې او ستاسې توره کارګاه د نیوکو زور نه لری او ولس ته لکه حفیظ الله امین بدتره اخطارونه ور کوی خو اسلام پر عدالت ،امت وسط ،انصاف او اخلاقو باندې بې له انحصاره تاکید کوی ستاسې فاروق خان مجروح تتله د پارلمان استازی بیا داسلام په نوع پسې ګرځی ولې اسلام سره اوسنی ابزار او وسایل دعلم او عرفان په لاره کې مر سته کولی شی ا و داسلامی فرهنګ سره د نړۍ هرکنج ته درسېدو په حال کې دی.
- که غواړۍ چې سالم مدیریت وکړی نو صلاحیت او مسولیت تکراری انتقال کړی اود کابل دامنیت مسولو ته یی پرېږدی بې وخته کلانکاری او لوده ګی مه کوی پرېږده پخوانی جنایت دې د ولس مشر په معاونتوب کې جبران کړه چې دهغوی ځواب ویونکی او مسول ستا کار نه دی او نه ته دومره پوهه لرې.
- دښار دامنیت دمسولیت منلو سطح لوړه کړی ناپوه کسان له واره له کاره لیرې کړی، دمسولیت منلو کچه په کمی اوکیفی لحاظ لوړه کړۍ تکړه کسان وستایی دغه کار د ارګ له ددایرې څخه راپیل کړی په لومړی سرکې که دومره زور اوصلاحیت لری.
- دا سمه ده چې د غلو مخه نیسې او هغوی دقانون پنجې ته سپارې اما مهربانی وکړی یو څو غټ غله هم ونیسی کوم چې دې نولسو کلو کې یې د حاکمیت له برکته د ننه او بهر کورونه د غلا په پیسو ترلاسه کړی چې د نورو خس اوخاشره غلو لپاره پند شی.
- که رښتیا غواړې د ۹۱ کود باید دېر افشاشی او ددې کود غله باید محکمه شی مهمه نه ده چې چا جوړکړید ی چې د کونډو ، یتیمو او بې وزلو حق خوړلو شهامت بیا څوک په ولس کې ونه لری د رو غتیا او پوهنې وزارتو نو مصارف اوخرچه دلته د جدی پلټنې مطرح خبره ده .
- دا ښه ده چې واټونه په تېره بیا تګ او راتګ . د خلکو عبور او مرورله بندیزو نو نه خلاص شی دخلکو لومړیتوب سوله ده! دخلکو سم لاری کړنه او د ناوړین په مخ وړاندیز کلکه مبارزه وشی سازش ،غلط جوړ جاړی ګروهی او ژبنی کرکه دحل لاره نه ده اما گفته‌اند «جان غریب را بگیر نانش را نه»
- څه ښه ده چې د لافو او پټاکو او ظاهری تبلیغاتو چې زیات په هویت پورې نه بلکې هدفمن کارونو اهمیت دی چې خلک هم عملا بدلون ووینی د خلکو اعتماد او باور لوړیږی او طبیعی ده چې بریالیتوبونه لری
- کابل ښار مسلکی امنیت ته په سیمه ایز ویش ، منسجم او پلان شوې زمینې ، تکړه پرسونل ، داړیکو او شخصی ارتباطاتو پېژندل امنیتی لارو چار لپاره مخابراتی لازم تدابیر کابل ته سکون او آرامی را وستلی شی نه خالی او تش به نوم سالګرې.
الجناب صالح خانه!
دیوه ملی حاکمیت او مشروعیت ساتل هغه وخت امکان لری چې په یوه متناسب ،چمتوکړی،تکړه لویی ډلې چې دخلکو له ملاتړڅخه عملا برخمن وی نه دیوه کس یا یو فرد .هغه دې نه دې اورېدلی چې په یوه لاس ټک نه خیږی .ښکاری اوپه ډاګه ده چې دکرزی له وخته دملی اجماع او ملی حاکمیت څخه ساتنه شتون نه لری .هره ورځ درزونه،خندونه ،تباهی او بر بادۍ نور هم زیاتیږی ته خبله هم دغه سندره وایی. دنظام کارونه له د ننه شړیږی راخی چې د خلکو غولونکوشعارونو اوچیغو لاس واخلو،دنظام او ولس تر منځ فاصله ومنو،ملامت او نا ملامت سره محاسبه کول په کار دی .کومو خلاوو کې چې نظام یوازې د خپلو ګتو په لټه کې دی دا هم داسلام دعدالت په ترازو کې واچوو او وګورو چې کوم لوری دروند دی. ایا په اسلامی جمهوریت کې سهامی شرکت جواز لری؟ نظام اسلامی خو سفاکی او عمل غیر اسلامی!
دپای تکی؛
نیوکه اخیستو نکی او اصلاح منونکی اوسی کوم شیان مې چې تاته لیکلی دکار دګټې په خاطر دی نه دکار د بندیدو زه په هېڅ توګه تا نه دا تمه نه کوم ځکه ستا بار ستا له پوهې څو ځلی دروند دی مګر هغه وخت چې خلک د خپل ژوندانه په بدلون کې شاهدان اوسی او ووایی چې ر ښتیا !الصلح والخیر دې نو ټولنې ته د خیر پيغام حتمی دی.