ملا بد ګوري د ولس خوښۍ، خندا ته
ملا خوښ دی د خندا پرځای ژړا ته
کوم لذت چې له ژړا ځینې ملا وړي
دا لذت خندا کې چیری دی ملا ته
د ملا په اند دنیا یو ماتم سرای دی
د خوښۍ ځای پکې نشته دی هیچا ته
دا دنیا ځای د کړاوو او مشقت دی
که خوښي غواړي ورځه بلې دنیا ته
هلته حورې دې پریمانه انتظار کې
چې په دې دنیا کې نه رسیږي چا ته
د غلمانو کتارونه جام په لاس دي
په تعظیم، لاس په نامه ولاړ دي تا ته
د هغې دنیا په وصف چې ملا راشي
ته وا کاشکې وای نن تللی، نه سبا ته
چې بیا دلته ملا، نجونه هلک ګوري
لیونی شي سم، خوله اچوي کنځا ته
چیری مخ که د جینۍ لوڅ ورښکاره شي
پیرانی شي په ټوپونو شي هوا ته
سپین ځګونه يي له خولې ځینې جاري شي
چې لږ پام يي شي د سرو شونډو مسکا ته
چې د سپینو غاښو ځل يي په نظر شي
ضرورت يي فوري پېښ شي استنجا ته
د جومات له ګوټ د نجونو قطار څاري
مازیګر چې وخت نږدې شي لمر لوېدا ته
که ملا له خلکو خپل رازونه پټ کړي
خلک يي ګوري د ممبر پر سر نڅا ته
ولس يي ویني که ملا خپل ځان ناګار ښۍ
د چڼې سره د مینې مشغولا ته
د ملا هر څه تورتم، تیاره کې خوښ دي
خوښ يي نه شي هغه څه چې وي رڼا ته
خلک هسې له بلا څخه ډاریږي
د ملا ټول هر څه ورته دي بلا ته
ملا تل ګرځوي دوه تلې په څنګ کې
یوه تله يي د ځان، بل ما او تا ته
د ملا عمل او نیت نه چې خبر شي
اړتیا نشته د ملا وعظ و وینا ته
د ملا تر ټولو لویه بدي دا ده
چې د چارو واګي ټول سپاري قضا ته
ملا هر څه د تقدیر له ګنډې بولي
د تدبیر خبره ګرانه ده ملا ته
له ملا نه به هیڅوخت ریښتیا وانه ورې
د ملا خوله کله جوړه ده ریښتیا ته
مرادزی