ليک فضل قادر انډيوال

  
استغفار په پښتو بښنه غوښتل دي


په ډيرواسلامي لارښودنو کې راغلي دي که څوک له الله څخه د خپلو گناهونو بښنه وغواړي نو الله به ورته بښنه وکړي خو دابښنه هم خپل وخت اوشرايط لري نو يو مسلمان ته ښايي چې دالله تعالى څخه تل بښنه وغواړي
توبه وباسي
الله تعالى د قران کريم النساء سورت په ١٠٦ ايت کې وايي
وَاسْتَغْفِرِ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
ژباړه له الله څخه بښنه وغواړه بيشکه الله بښوونکى او لوروونکى (مهربانه) دى
حضرت هود عليه السلام خپل قوم ته وويل چې له الله څخه بښنه وغواړئ الله به درباندې باران ووروي اوځواک به مو ډير کړي
دسورت په ٥٢ ايت کې دي
وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلاَ تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ
ژباړه اى زما قومه له خپل رب څخه بښنه وغواړئ او بيا ورته توبه وباسئ ، الله تعالي به درباندې له اسمان څخه پرله پسې باران ووروي او ستاسې پر شته ځواک به نور ځواک ډير کړي او مجرمان کيږئ مه
دهمدې سورت په ٣ ايت کې الله تعالى وايي
وَأَنِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِن تَوَلَّوْا فَإِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ
ژباړه که تاسې خپل رب څخه بښنه وغوښته او ورته مو توبه ويستله گټه به درته درکړي غوره گټه تر ټاکلي وخت پورې او د مهربانۍ خاوند ته به لورينه ورکړي ،که مو الله څخه مخ واړوه زه ويريږم پر تاسې له لوى عذاب څخه
د استغفار غوښتنې په اړه په حديثو کې هم ډيرې لارښوونې راغلي دي اوداستغفارغوښتنې کلمې هم په گوته شوې دي
لنډه کلمه استغفرالله
نورې کلمې
: "أَسْتَغْفِرُ اللهَ رَبِّيْ مِنْ كُلِّ ذَنْبٍ وَّأَتُوْبُ إِلَيْهِ"
أستغفر الله الذي لا إله إلا هو الحي القيوم وأتوب إليه
استغفر الله العظيم الذي لا إله إلا هو الحي القيوم وأتوب اليه
سبحان الله وبحمده، أستغفر الله وأتوب إليك.
سيد الاستغفار
في صحيح البخاري، عن شَدَّادُ بْنُ أَوْسٍ رَضِيَ الله عَنْهُ، عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قال: «سَيِّدُ الِاسْتِغْفَارِ أَنْ تَقُولَ: اللهمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إلا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي؛ فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إلا أَنْتَ.
مَنْ قَالَهَا مِنْ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنْ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ».
ژباړه اى الله ته زمارب يې ،نشته بل معبود بلکې ته يې ،تازه پيدا کړى يم ،او زه ستابنده يم ،او ستا پر وعده ياژمنې ولاړيم،او ستا پر وعدې ولاړيم،چې زما توان وي ،
زه پنا غواړم له هغه شرڅخه چې ما کړى دى (کړى گناه)او ستادهغو نعمتونو منوونکى يم پر مادې کړي دي او په خپلو گناهونو اقرار کوم نو ماته مې گناهونه وبښه
اى الله بېشکه له تاپرته بل څوک دگناهونو دبښلونشته
څوک چې دا استغفار ووايي نوجنت ته به داخلي شي
«اَسْتَغْفِرُاللهَ رَبي مِنْ كِلِّ ذَنْبٍ أذْنَبْتُهُ عَمْداً أو خطأً سراً أو علانية، وأتوب إليه من الذنب الذي أعلم، ومن الذنب الذي لا أعلم، إنَّكَ أنْتَ عَلاَّمُ الغيوبِ وستَّارُ العُيوبِ وغَفَّارُ الذُّنوبِ، وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللهِ العَلِيِّ العَظِيمِ».
زه د خپل الله څخه بښنه غواړم،د هرې هغې گناه څخه چې ما په قصد کړي وي ،يا مې په خطا(په هيره) کړي وي ،پټه مې کړي وي ، يا ښکاره کړي وي ،او الله ته توبه وباسم ،بيشکه اى خداى په پټو رازونوخبر يې ، عيبونوپرده اچوونکى يې، بښوونکي د گناهونو يې ،دگناهونو څخه دژغورنې اود ښوکارونو توان ورکوونکي يواځې ته يې ،ستر او لوى يې
د رد کـفر کلمه
اَللَّهُمَّ اَنِّیْ اَعُوْذُبِکَ مِنْ اَنْ اُشْرِکَ بِکَ شَيْاءً وَاَنَا اَعْلَمُ بِهِ وَاَسْتَغْفِرُکَ لِمَا لَّآ اَعْلَمُ بِهِ تُبْتُ عَنْهُ وَ تَبَرَّاْتُ مِنَ الْکُفْرِ وَالشِّرْکِ والکذب وَالْغِيْبَةِ وَالْبِدْعَةِ وَالْنَّمِيْمَةِ وَالْفَوَاحِشِ وَالْبُهْتَانِ وَالْمَعَاصِیْ کُلِّهَا وَاَسْلَمْتُ وَاَقُوْلُ لَا اِلَهَ اِلَّا الله مُحَمَّدٌرَّسُول الله
اى الله زه پنا غواړم پرتا له تاسره له شرک څخه
که پرې پوهيږم ، له هغه شرک څخه چې زه پرې نه پوهيږم،او زه توبه وباسم
بيزاري کوم له کفرڅخه ،له شرک څخه ،او له درواغوڅخه ، او له غيبت څخه ، له بدعت څخه ،چغل خورۍ څخه ،او له بد کارۍ څخه ،او له تورلگولو(بهتان) وايم چې لَا اِلَهَ اِلَّا الله مُحَمَّدٌرَّسُول الله
رُوي عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم :
(من لَزِم الاستغفار جعل اللهُ له من كلّ ضيقٍ مخرجاً ، ومن كلّ همّ فرجاً ، ورزقه من حيث لا يحتسب)
وفي لفظ آخر :
(من أكثر الاستغفار جعل اللهُ له من كلّ همّ فرجاً ، ومن كلّ ضيقٍ مخرجاً ، ورزقه من حيث لا يحتسب)
د حديث ژباړه حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم ويلي دي
چا چې پر ځان استغفار لازم کړ يا اکثريا يې ډېر ډېر استغفار وويل نو الله به ورته د هرډول غم خلاصون لار ورکړي ، دهرډول تنگسيا څخه به ورته د ووتلو لاره ورکړي ،او له داسې ځاى څخه به ورته رزق ورکول کيږي چې دده په گومان کې هم نه وي