انسانان څه په انفرادي او څه په ډله ايزه توګه بايد په ژوند کې خيال ، فکر او هدف ولري . بې هدفه انسان ته ګمراه ويل کيږي ، يعنې لاره ترې ورکه او د تګ منزل مقصود يې معلوم نه دئ .

په پخوا وختو کې انسانانو يو ابتدائي ژوند درلود چې په خوراک ، څښاک، خوب او جنسي مقاربت کې نغښتئ و او ډېر توپير يې د نورو ژويو د ژوند سره نه و . په ګرمۍ کې به يې د ونې سیوري ته ډډه ولګوله او په يخنۍ کې به په غار ننوت .بس په وښو ، ميوو ،د ونو په پوستکو به يې خپله خېټه ډکه کړه ، بيا يې دغوښی خوړلو عادت زده کړ . نو په ښکار وکړه ، خام يې وخوره ، ويده شه او خپله جنسي تنده ماته کړه به ئې ګوذاره وه . د ما او تا د مالکيت جنجال نه وو ، چې موړ به شو ، نور به راضي وو ، د سبا او بل سبا غم يې نه درلود .نه هدف و ، نه نقشه او نه وسايل . مقابله او مبارزه ئې هم فزيکي او انفرادي وه . د ځنګل دستور چلېده. قوي به ضعيف را څملاوه او د خپل خواهش سره سم به ئې رويه ورسره کوله .

لاکن د خپل ژوند د بقا د پاره د طبيعي موانعو او ستونزو لکه د موسمونو بدلېدل ، د نورو ځناورو او ځنګلي حيواناتو موجوديت چې د انسان ژوند به يې د مرګ سره مخامخ کولو ، هر وخت خوراکي موادو ته لاسرسی نه لرل او د مصؤنه او بې خطره چاپيريال فقدان د ننګونو سره هم مخامخ وو ، چې بايد دمخې نه يې لرې کړي او ژوند ئې د موجوده خطرونو د ضرر نه بچ پاته شي .

د هغو نعمتونو نه چې خالق لايزال انسان پرې نازولئ عقل ، فکر کول او د هغه په بنا د زده کړو وړتيا ده .
همدا عقل ، فکر او زده کړه ده چې انسان يې د حيوان او نورو ذيروحو نه متمايز کړئ دئ او د همدې عقل ، فکر او زده کړې د استعداد لرلو له برکته ئې د يوه ډېر ضعيف ، تنبل ،طفيلي او بې وسه حالت نه را وايست ، ابتکار دعمل ئې شروع او د مغارو د ژوند نه د مرفه او هوسا حالت څښتن شو .
ددې خدائي نعمت (عقل , فکر ،د زده کړې وړتيا) درک او دهغی د فوق العاده او خارق العاده رول او مؤثريت نه خبرېدل د انسان تر ټولو لوي کشف او لاسته راوړنه د بشريت په تاريخ کې ده ، چې يو لوی تحول او انقلاب يې د انسان په ژوند کې راووست او دا جرائت يې ورکړ چې ددې قېمتي نعمت په مټ خپلو خيالونو او خواهشونو ته دعمل جامه ور اغوستلئ شي .
د الله پاک ددې لورينې ( عقل او فکر ) په مرسته په دې وتوانیدلو چې سمه نقشه طرح او لازم وسايل جوړ ، اختراع او په کار واچوي تر څو خپل هدف ته ځان ورسوي ، ځکه هر هدف يوازې د سمې تګلارې او لازمو وسائلو په لرلو ميسريږي .
همدا د خيال او خواهش پوره کول خپل هدف ګرزول ، هغې ته د رسېدلو معقوله لاره انتخابول او د مناسبو وسائلو نه کار اخستلو، انسانان په دې قادر کړل چې بې وزرو والوزي ، بې لمبو وهلو په زرهاوو کيلومتره په بحرونو کې سفر وکړي ، د مځکې زړه راو سپړی، د طبيعت د رازونو نه پرده پورته کړي او د نورو سيارو او دهغوی اقمارو ته د تګ خوب په واقعيت بدل کړي .

دا تحولات ، تغيرات او انقلابونه چې د انساني عقل او فکر محصول دي نه يوازې په علمي ،فني ، تخنيکي ، تکنالوژيکي او اقتصادي برخو کې پياده شول ، بلکې په سياسي او ټولنيز ژوند کې يې هم د شريک او بې خشونته ژوند کولو ، نسبي ټولنيز عدالت پياده کولو، واک چلولو ، سالم مديريت ،ادارې او منجمنټ راوستلو مرام ته د رسېدو د پاره د زړو ،ناکاره او مصيبت باره میتودونو ( استبداد ، ديکتاتوري ) او وسائلو ( اسلحه ، زندان ، فشار ، ترور ، وژل او د زور استعمال ) په ځای ئې نويې طريقې او وسايل د ټولنيز شريک ژوند د پاره پيدا تر څو په عملي کولو يې ټولنې ته سوله ثبات او رفاه راوستل شي . واک او د واک مالکيت او دې واک ته د رسيدو طريقې او وسايل يې بدل کړل او په نوي شکل ئې تعريف او قبول کړل ، تر څو په ټولنه کې د ټکرونو ، وينې تويولو اودوښمنيو سلسلی ته چې ديکتاتوري سلوک و ، د پای ټکی کېږدي .
د سياسي واک اصلي منبع او مالک چې پخوا ديکتاتوران او مستبدين وو ، اولس وګڼل شو او دې واک ته د رسېدو خشنې، قهر امېزه ، ظالمانه طريقې او وسايل يې (اسلحه زور او فشار ) يې رد او د مسالمت اميزه ، په عقل برابره ، منطقي اصولو ولاړ سالم رقابت له لارې يې اشخاصو او ډلو ته دا فرصت ور زده او برابر کړ چې د جنګ او زور وهلو په ځای ، د ټولنې عام خلک (اولس) بايد د اشخاصو او ډلو وړتيا او ظرفيت چې د واک او مديريت د لاسته راوړلو مقصد لري‌ و ارزوي او د دوی ( خلکو ) په رايه به لايق او وړ اشخاص او يا ډلې تثبيت ، تائيد او مامور کيږي ، په کړنو به يې نظارت کوي او د ماموريت د دوام او يا ختم فيصله به هم د اولس له لوري کيږي .
په دې شکل يې د استبدادي حاکميت دود چې په ميراثي او فشاري شکل يې خپل وجود تحميلاوه او د ټولو بدبختيو متبع وه د ابد د پاره ختم او ټولنه ئې د افت او مصيبت نه خلاصه شوه او په عوض ئې اولسي اقتدار منځته راغئ .
سياسي قدرت د اغايۍ او بادارۍ په ځای د خدمت او چوپړ په مرجع بدل او ومنل شو .

هغو ټولنو چې د دېکتاتورۍ په ځای د ازادۍ او اولسي اقتدار لاره ونيوله او د زور او اسلحې په عوض ئې په ټولنه کې د پرتو ستونزو د حل د پاره د عقل ، تدبير او منطق په اساس د مباحثو ، مذاکرو او تفاهم نه کار واخست . د سياسي واکدارۍ حاصلول ئې د اشخاصو او ډلو د پاره يوازې د سم خدمت، کاري ظرفيت او مهارتي وړتيا لرل معيار وټاکل ، د ژوند په ټولو علمي ، تخنيکي ، تکنالوژيکي ، سياسي ، اجتماعي او اقتصادي ساحو کې د هيښوونکو لاسته راوړنو او برياوو سره مخامخ شول . د خپلمنځي زور ازمويلو په ځای ئې خپل استعدادونه او قوتونه د کشف ، اختراع ، ابتکار او تحقيق په لوري متمرکز کړل او خپلې ټولنې او اوسيدونکي يې د فقر ، احتیاج او نوروته د لاس نيولو نه خلاص او ديوه مطمئنه ، اسوده او مرفه ژوند څښتنان ئې کړل .
لاکن هغو ټولنو او مسؤلينو يې چې د پخوانيو استبدادي طريقو او وسائلو د بند نه ځانونه ازاد نه شوائ کړائ ، د تمدن د کاروان نه پاته، په خپلمنځي دوښمنيو کې ګير او مصيبت باره حالت يې تغير ونه کړ ، چې زموږ هېواد افغانستان هم ددې بدبختو هېوادونو په کتار کې راځي .

فعلا زموږ افغانانو د پاره دا سوالونه مخې ته پراته دي چې :
ولې موږ همېشه د مصيبت سره مخامخ يو ، علت يې څه دئ او څنګه به ځانونه ځنې خلاص کړو ؟

موږ افغانان هم د جهاني انساني ټولنې يو جز يو او دنورو په شان عقل ، فکر ،خيالات ، ا.هداف او ارمانونه لرو . لاکن په خپل ټول تېر تاريخ کې مو ښه ورځ نه ده ليدلې او د يوم البهتر په ځای د يوم البدتر په سرنوشت اخته يو . يوه ظلم او ستم ته ځواب ووايو ، خو بل په ځان حاکم کړو . حال دا چې نه په جسمي لحاظ د نورو سره توپير لرو او نه د عقل د زوال سره مخامخ يو ، خو په عاميانه لهجه پښه مو په لوټه نه ده لګېدلې ، بې له تېږې نه .
دا درسته ده چې موږ هم د نورو په شان د ښه ، ارامه ، پرمختللي ، هوسا او مرفه ژوند چې د‌ عقل تقاضا ده هيله لرو او داسې ژوند ته د رسېدو د پاره هلې ځلې او تلاش کوو . لاکن سره له ډېرو تلاشونو ، جدوجهد او مبارزې بيا هم ناکام ، مايوسه او په بده ورځ اخته يو .
کوښښونه ، خواريانې او مبارزې مو د مثبت او قناعت بخشه نتيجې په ځای منفي شي او نارضياتي راته په برخه کړی . د ستونزو د حل په عوض مو مشکلات نور هم مغلق او پيچيده کيږي .

ددې بدبختيو علت او د يوه اسوده ، سوکاله او متمدن ژوند هدف ته د نه رسېدو دپاره ستونزه زموږ په تګلاره او وسائلو کې ده .
زموږ تګلارې او نقشې او د‌هغوی د پياده کولو وسائل غلط او سم نه دي . موږ په يوويشتمه پېړۍ کې ژوند کوو ، خو د ژوند کولو طريقې ( همغه ديکتاتورانه) او وسايل (زور ، اسلحه او فشار ) مو د زرهاوو کلونو زاړه ، وراسته او فرسوده دي او دخپل تاريخ په دې اوږده موده کې په‌دې نه يو توانيدلي چې د عصر د مقتضياتو مطابق د خپل مشکل د حل د پاره نويې نقشې -تکلارې جوړې کړو او مناسب وسايل خلق او ور څخه کار واخلو .
استبدادي طريقو او وسائلو يې زموږ ذهني قلمرو اشغال کړئ دئ او د ټولنې د بې سواد نه نيولې تر باسواده ، د مدرسې نه نيولې تر مکتبه ، د ملا نه نيولې تر ښوونکي ، د ديني سکالر نه نيولې تر ساينسي متخصص او محقق پورې، د شاعر نه نيولې تر ليکواله ،د کورنۍ نه نيولې تر ټولنې ټول افشار او طبقات ئې مسموم کړي دي او د خپل شغل او مسؤليت په دايره‌کی د دېکتاتورانه ميتودونو او وسائلو په‌کارولو لګيا دي .
هر کار کې د روزنې ، پالنې ، مدیریت ، منجمنټ او ټولنيز برخورد نه نيولې تر دولتدارۍ او سياست پورې د جبر ،زور او آمرانه -جابرانه سلوک نه کار اخلو او د سوټي ، دورې ، چاړې او ټوپک په وسيله غواړو خپل خيالونه او نظرونه پياده کړو . ځکه زموږ په ذهن کې د زیږیدو نه تر لوئيدېدو پورې يوازې همدا تصوير په ټولنه کې د دېکتاتورانه روابطو او اعمالو له وجهې پروت دئ .
موږ همدا طريقه د خپلو اسلافو او د ټولنې د رهبرانو ( پلار ، اکا ، امام ،معلم ، ملک ، خان ، دولتي مامور او د اداری د تشکيل مشر ) نه زده کړې ده او همدا شان روزل شوي يو او بله طريقه نه چا را ښودلې ده او نه مو ليدلې ده. نو چې د يوه هدف د پاره سمه تګلاره او وسايل يې څوک و نه پېژني او محسوس يې نه کړي طبعاا به يې لاره د کعبې په ځای ترکستان ته وي او مصيبت به يې کمافی السابق دوام لري .

اوس ددې حالت نه د خلاصون د پاره څه بايد وکړو چې ټولنه د مسلسل مصيبت او عذاب نه نجات پيدا کړي او زموږ اولس د سکون او ارامۍ ساه واخلي . هيلې او ارمانونه يې پوره شي . د دنيا د خلکو په شان په خپلو پښو ودرېږي . په خپل برخليک حاکم او خپل خدای ورکړی فکري او جسمي استعداد ، قوت او وړتيا د ځان او ټولنې د نیکمرغۍ ، ترقۍ ، هوسايۍ او رفاه ، د وطن سمسورتيا او ابادۍ د پاره په کار واچوي .

د روان مصيبت نه د خلاصون هدف ته د رسېدو د پاره موږ يوه بنيادي ريفورم ، تجديد نظر او تغير ته په خپل شخصي، ټولنيز ، روزنيز ، تعليمي ، سياسي او اقتصادي ژوند کې ضرورت لرو او هغه دا دئ چې خپلې تر اوسه پورې په کار وړل شوې تګلارې چې استبدادي، قهر امیزه او دېکتاتورانه دي او وسايل يې چې زور ، وسله او فشار دئ نورې ترک کړو او په ځای ئې په ټولنه کې د فردي ازادۍ او حقوقو په نظر کې نيولو سره د عقلانيت ،مباحثې ، تبادل نظر ، مفاهمې او موافقې په بنياد د کورنۍ نه نيولې تر هېواده پورې خپل روابط او تعاملات جوړ کړو . د تشو جذباتو ، احساساتو او هيجاناتو نه تېر او تصميمونه او فيصلې د‌عقل په بنياد وکړو .
خپل ځان د استبدادي او دېکتاتورانه طريقو او وسايلو نه ئې چې زموږ ذهن يې اشغال کړئ دئ ازاد کړو .
د مسايلو د حل د پاره دزور ، تهديد ، ډار او قهر په ځای د منطق ،زغم ، احترام ، اطمینان ، مينې او يو د بل د منلو د هنر زده کړو او استفاده ترې وکړو . د يو د بل د وژلو او محو کولو د مسابقې په عوض د ملک د ابادۍ ، ترقۍ، د اولس د خدمت ، علم ، تخنيک ، تکنالوژي ، فني او مسلکي زده کړو په برخه کې رقابت او اتلولۍ وکړو . تر څو راتلونکی نسل مو د داسې مصيبتونو او عذابونو نه چې موږ او زموږ اسلاف ورسره لاس او ګريوان و ، ورسره مخامخ نه شي او ټولنه د جګړو او مسلحانه برخوردونو د ډګر په ځای د امن او نېکمرغه ژوند په ساحه بدله شي .


والسلام