دبسوګۍ واده نه بلکې د سولې قلمرو ،دروغې جوړې بین الافغانی موقف اوتاریخی اهمیت کې دافغانانو ملی یوالی دی افغانان باید پوه شی چې دکرزی ددوه دورو غلط دریځ کوږ بار ووچې مزله ته ونه رسېد اوس هم سهوې او تېروتنې کوی اوهمدارنګه داشرف غنی احمد زی احساساتی ارګ مېشته اداره هم دسهامی شرکت له بوجه ونه شوه وتلی له ملت سره یې ډیرې ژمنې وکړې خویوه یې هم عملی نه کړه شوای .شرع حاضر ته ګوری اوبل ثبوت یې دلته .دولس مشرانتخاب په اماتور امرالله (مجهوله) څېره یوڅه وایی .سروردانش داستبداد او ظلم په نوم خپل هویت رټی . دهارډوېر اوسافت وېر حمدالله په افغانی فرهنګ کې لا تراوسه یو ماشوم دی . کټ مټ د صلاح الدین ر بانی د بهرنیو چارو وزارت پځوانی سر پرست وزیر دی درېواړه درې ډوله اجندا وې لری .مشاور او وزیرخو هم اخر تعریف لری!
د ولس مشر تر ټولو ستره ډنډه داوه چې کاريې اهل کار ته سپارلی وی او سولې ته له اول څخه په کلکه ژمن وی،په هېواد کې روانې جګړې ته پای ورکول او د تلپاتې ډاډمنې سولې تکل ،سیاسی دریځ ، ولسواکه پالیسی او تګلاره غوره افغانانو ته سپارلې وی .داسلامی او ملی اصولو په رڼاکې له حاکم دریځ او ځان غوښتنې څخه تېرشوی وی .موږ ټول پوهېږو تر هغو چې په هېواد کې جګړه پای ونه مومي، اوسوله رامنځ ته نه شي، په هېواد کې ملی اراده، امنیت، سکون او ثبات ټینګدای نه شي، موږ باید یواوبل ومنو او همدارنګه طالبان هم ځکه دا د تاریخ جبر دی! مجروح دغه جبر په ځانځا نی ښا مارکې څو لسیزې پخوا دکابل پوهنتو ن په انګړ کې خپور کړی دی .زه باور لرم چې رښتینی یوالی،استحکام ،یو ولسواک نظام دملت په ګته دی راخی ښه به داوی چې موږ خپل مسولیت وګالو اوله نیوکو او تیرکیسواو وچ سیاست څخه لاس واخلو په ښه او بریالۍ توګه دلته دسولې ،خیر اوفلاح لوری ونیسو . دغه مسولیت اوظرفیت اګاهانه ومنو ، که څه هم جګړې ته پای ورکول او د سولې رامنځ ته کول اسانه کار نه دی اوپه ټوله کې د افغانستان جګړه ډېره پېچلې ده او ګڼ سیاسی کورنی او بهرنی اړخونه لري چې دغه سهوې او خطا وې موږ په خپله کړی. ددې پېچ اوناکامۍ یوه پیچلتیا یې دا ده چې ډېره اوږده شوه؛ پوره څلور لسیزې شوې چې په افغانستان کې جګړه روانه ده. هرڅومره چې دا جګړه دوام مومي او اوږدېږي، هغومره یې په ټولنه کې بې اتفاقيو، کرکو، تبا هیو ،سیالیو ،دغچ زمینه هم پراخېږي اوټولنیز درزونه او د سهامی شرکت روحیه نوره هم پياوړې کېږي او د خلکو ذهنونه او فکرونه له جګړې سره دانرشی ،ا ستعمار، اوبرباديو خواته درومی داغمیزه همدا اوس ته هم وینی تا دغه امار/احصا یه درک کړې.
پر دې سربېره، د افغانستان په جګړه کې ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونه یا په مستقیمه او یا هم غیر مستقیمه توګه ښکیل دي. له بده مرغه افغانستان د تاریخ په یو ځانګړي پړاو کې د نړیوالو زبرځواکونو اوسیمه ایزو قدرتونو د سیالیو او رقابتونو ډګر شو ی تاسې ګوری چې شتولتن بېرګ يو څه وایی اودولا له هرې الوتکې نه ولس ته لاسونه ښوروی لکه چې واده روان وی. دغه ډول انسانان دخپلو دالرو او بقا غم کې دی نه دولس . ډېرو دلته د میلمنو په نوم لاسونه را اوږده کړل، ځینو نېغه لاسوهنه وکړه او دلته یې فزیکي شتون وموند او نورو بیا په غیرمستقیمه توګه لاسوهنه کوله. دا حالت اوس هم دوام لري چې ولس ته په هېڅ صورت کې د منلو وړ نه ده او ولس مجبوردی خپل لوری پیدا کړی دادومره غټ پېتی سر پرستان ، بې ګټې پرسونل، او بې کفایته کا بینه د څه لپاره؟
افغانان د یو ژمن او تاریخي ملت په توګه ډنډه او مسوولیت لري چې دغه ترینګلي حالت ته نور د پای ټکي کېږدی، جګړې ته پای ورکړي او سوله راولی. د سولې د خوندي کولو لپاره کار او زیار د هر افغان ملی، ایمانی او اخلاقي مسوولیت دی فلهذا ولس مشره! ته دا پريږده چې دیموکراسی بې له مدیریت څخه افغانستان کې ناممکنه ده ! او دافغانستان په هېڅ ځاي کې قدرت میراثی نه دی. حال داچې دغه میراثی خبره ستا بیانو کې ښکاری ځکه هغه غله چې ته نازوې هغو ته جهادی مشرن وایی او په ارګ مېشته اداره کې دې پرچمی خلقي له ځان څخه په ارثی ډول را چاپېر کړی دا بې انصافی ده!.
له وطن سره د مینې معیار نن دا دی چې هر څوک د سولې لپاره څومره کار کولای شي، د سولې په بهیر کې کوم ډول سالم نیت لوبولی شي. دا مسوولیت ټولو ته متوجه دی: له جمهوررییسه را نیولې بیا تر بې تجربې او کم سواد سر پرست وزیرانو او عادي دولتي مامورینو پورې؛ له دیني عالمانو او ملا امامانو رانیولې بیا د هغوی تر مقتدیانو پورې؛ له پانګه والو او سوداګرو رانیولې بیا تر کوچنیو پلورونکو پورې؛ له قومي مخورو او سپین ږیرو رانیولې بیا تر عادي کلیوالو پورې ، دا د ټولو ملي او اسلامی مسوولیت دی او باید دغه مسوولیت سرته ورسوي هغوی چې سوله نه غواړی په هیڅ صورت کې ستا او دملت ملګری کيږی نه یوعامل یی دهغو شخصی ګټې د ی اوبل خو همدې داړه مارانو همدا مظلوم ملت یې زبېښلی هغو ته افغانستان دلنګې غوا حیثیت لری!.
همدارنګه، کله چې موږ د سولې په اړه خبرې کوو، نو دلته طالبانو ته هم دغه ستر ملی او اسلامی مسوولیت متوجه دی؛ هغوی هم د دغه ملت یوه برخه ده. هغوی هم دیني او ملی مسوولیت لري چې جګړې ته په پای ورکولوکې او د سولې په راوستلو کې فعال سیاسی ظرفیت او اغېز ولوبوي. سوله په سیاسی ،اقتصادی ،تولنیزه، مدنی او په تېره بیا معاصره نړۍ کې خانګړی اهمیت لری .نن سبا دتکنالوژی علم اوپوهه به هر سکتور کې شامله ده باید د ټولو ګډه موخه عالی اراده اوقلمرو وي چې دګډې پروسې لپاره کار کول دقیق سوچ ، پراخ صبر،حلم ،هر اړ خیزه تدبیر،مبارزه او لید لوری په کاردی چې ټول افغانان د غو ملی ګټو ،اسلامی اصولو ته له هرڅه نه اولویت ورکړی او داسلام معاصردین او جهان بینی ته په هره برخه کې لاره وپرانیزی .یو تریلیون دولس صفره لری دا خرچه په دیموکراسی کې څنګه تعریف کېدای شی؟ بیادا تباهی څوصفرونه غواړی: د میلیونو انسانانو(ماشومانو، ځوانانو، مشرانو ،ښځو: رنډو او کونډو وژنې د نامعلوم ترورېزم تر نوم لاند ې نو ګډې موخې لپاره کار او مبارزه د دې غوښتنه کوي چې ټول د ملي ګټو د دفاع په سنګر او مستقله فضاء کې ودریږی.
اوس د دې وخت دی چې ټول له خپلو شخصي ګټو څخه تېر شي، ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د سولې لپاره کار وکړي
تر بلې لیکنې پورې..............