هيواد ته د سولې د راوستلو په موخه په قطر کې بين الافغاني ناسته دوام لري، خو د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل جوړولو په جريان کې د اوسني بن‌بست له امله د ولس د هيلو غوټئ په رژيدو دي. وخت په خورا تيزي سره زمونږ له لاسه وزي، خو داسې نه ښکاري چې اړونده اړخونو د وخت په حساسيت باندې سرونه خلاص کړي وي. که اوسنى حالت دوام مومي او د هوکړې څرک نه ښکاري، نو شونې ده چې په تکراري توګه به مونږ د يوه بل بُن د تپل شوي تړون په ځنځير وتړل شو او يا به هم په يوه بله کورنئ جګړه کې ښکېل شو.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مرموز اړخونه، د ارګ لخوا د سولې ضد څرګندونې، په متنازعه مواردو باندې د متبادلو لارو له وړانديز پرته د طالبانو بيځايه ټينګار او په لمړي بين الافغاني مذاکراتي پړاو کې دومره اوږد بن بست رامنځته کيدل ښئي چې د ښکيلو اړخونو لخوا د "افغانانو په مالکیت او مشرتوب" (Afghan Own Afghan Led) خبره تش شعار وه چې نړيوالو ومنل خو خپله افغانان د وړتیا نه لرلو له امله پکې پاتې راغلل.
لامل يې هم داده زمونږ اوسني ډيرى مشران د ولسونو له مينځه نه دي را ټوکيدلي بلکې راوړل شوي او يا هم د توپونو د غړمبهار په منځ کې له جنګي روحيې سره په انفعالي توګه جوړ شوي دي.
له امريکا سره د لاسلیک شوي تړون پربنسټ د بين الافغاني مذاکراتو پرمخ بيولو باندي د طالبانو ټينګار هم پوښتنې راولاړوي چې په دغه تړون کې داسې څه ځاى شوي دي چې طالبان ورته دومره زيات ارزښت ورکوي چې کابو يوه مياشت يې د مذاکراتو لړئ له ننګونو سره مخ کړي او په حکومتي لوري باندې يې يوازې په يادولو تبه راځي. امریکا عادتاً د تړونونو په متن کې همدغه شان پيچلي او مبهم توري کاروي چې د اړتيا په مهال يې هغه ډول تعبير کړي چې د نوموړي هېواد ګټې خوندي کړاى شي.
ددې لپاره چې د تړون ځينې برخې له ولس سره نه دي شريک شوې، نو شنونکي په دې باور دي چې په پټ متن کې د غني په حذف، ګډ او يا هم موقت حکومت جوړولو باندې توافق شوئ ده. د ولسمشر غني، صالح او نورو ارګ ميشتو له جارحانه طرز خبرو څخه داسې ښکاري چې له واک څخه د لاس په سر کيدلو خبرې اندېښمن کړي دي. قطر ته د ولسمشر او تقريباً د ټولو ارګ ميشتو ناببره سفر، هلته د امریکا د لوړپوړو چارواکو شتون، د خبرو نامعلومه اجندا او د چارواکو لخوا په مختلفو بانو د سولې په تړاو د خلکو ذهنيتونو ګډوډ کول هغه خطرناک ويروس ده چې يقيناً به زمونږ هېواد ورڅخه د رغيدو تاب ونلري.
د هيواد سياسي امنيتي او اقتصادي وضعیت په چټکتیا سره مخ پر ښکته روان ده. حکومتي چارواکي د خپلو دندو د ترسره کولو پرځاى يوازې د خپل واک د بقا او فساد په فکر کې ده. د ورځنیو امنیتي پيښو په تړاو د ولسمشر او مرستيالانو چوپه خوله شرمونکئ انځور وړاندې کوي. د بيکاري کچه تر اسمانه رسيدلې، ځوانان له هيواد څخه تېښتې ته اړ شوي، فساد ورځ تربلې زياتيږي، نا امني د ولس خوب حرام کړئ، ودانيزې پروژې په ټپه ولاړې دي. غلاوې، شوکې او اختطاف ورځنى معمول ګرزيدلئ، هدفي وژنې او چسپکي ماينونه خو اوس څوک تازه خبر نه ګڼي، خو ولسمشر بيچاره لاهم په دروند خوب ويده ده، وايي ټول افغانستان ما جوړ کړئ ده.

دا به له ولس او هيواد سره ستره جفا وي چې په بين الافغاني مذاکراتو کې ولسمشر غني له طالبانو څخه د حکمتيار په شان سوله وغواړي، د جمهوریت او لاس ته راوړنو په بانه په خپل واک باندي د منګولو خښولو هڅه وکړي او د طالبانو لخوا د واک د انحصار روحيه خپلول به په افغانستان کې د يوې نوې بدمرغي پيل وي. په داسې صورت کې يقيناً ويلاى شو چې د دواړو خواو غوښتنې به بوږنونکي عواقب ولري.
زه باور لرم چې که ولس غني له اوسنئ ارګاه بارګاه سره نه غواړي، نو طالبان هم د شل کاله پخوا په شان اتلسمې پېړۍ په چوکاټ کې نه زغمي.
طالبانو ته مو توصیه داده چې ترانې پريږدئ! جزبات سپيڅلي وي خو هميشه حقيقت نه وي، د احساساتو له ژور سمندر څخه راووزئ. د ديوال ليکونه ولولئ! د الهي احکامو په رڼا کې د خپل ولس مجبوريت او مظلوميت درک کړئ، په خپلو خلکو باور وکړئ. ولس په حکومتي ادارو کې له شته فساد ظلم ناخوالو، ګډوډيو نا انصافي تبعیض او تعصباتو څخه ترستوني پورې رسيدلئ ده. له حکومتي اړخ سره په پرتله ستاسو په ليکو کې د فساد کموالئ له دين سره ستاسو د ژمنتیا لوړه کچه او له ملي ګټو سره ستاسو نسبي برتري هغه څه دي چې په ډيرو مواردو کې ولس ستاسو پلوي کوي. دغه ډول ولسي حمايت ستاسو لخوا له ولس سره د ښو اړيکو ښکارندوى نه ده، بلکې د حکومتي اړخ نيمګړتيا او فساد ده چې ولس يې د بد او بدتر ترمنځ د د بد انتخاب ته مجبور کړئ ده. تاسو لاهم په ملي او نړيواله کچه د سياست په لوړو ژورو، کږلیچونو او ګنډوونو کې د سمون او بدلون لپاره ډير څه کولو ته اړتيا لرئ.
امریکا نولس کلونه وړاندې په افغانستان باندې يرغل وکړ. اوس د خوښئ ځاى ده چې امريکا وتلو ته اړ شوه، خو لکه څنګه چې حکومتي اړخ ته يې له ژمنو او تعهداتو سره سره لغته ورکړه او په سيند کې يې لاهو کړ، قطعاً ورباندې باور نشي کيداى چې له طالبانو سره به هوکړو ته ژمن پاتې شي. که په تيرو اتلسو کالونو کې دلته د امریکا راتلل او پاتې کېدل په يوه جمله کې را لنډ کړم، نو باید ووایم چې امريکا په افغانستان باندې يرغل کولو او له افغان ولس سره په تعاملاتو کې خپله هم سهوه شوې وه، ځان يې هم وشرماوه او مونږ يې هم تباه کړو. مونږوال هم ورباندي سهوه شوي وو. لنګه غوا يې ورڅخه جوړه کړې وه، خو د امریکا غولول هم اسانه کار نه ده. اوس يې بله هوکړه او غوړې وعدې کړي، خو بيا هم سهوو ته دوام ورکوي.
البته که حکومت او طالبان دواړه د واک په سر له مستقیم او غیر مستقیم ټکر څخه ځان وساتي، د جګړې پر ځاى په ارزښتونو ملي ګټو او ولسي ښيګڼو باندي تمرکز وکړي. شته ملي، سيمه ييزو او نړيوالو حساسيتونو او ترينګلي سياسي وضعیت ته د واقعيتونو په هېنداره کې وګوري، د ولس زخمونه، دردونه او هيلې درک کړاى شي، د مخالف لوري د منلو زغملو، حق ورکولو او په دغه شريک هيواد کې د سولې او ورورولي په فضا د ارام ژوند او کار کولو هوډ ولري، نو د يوه ازاد، اباد، ښيرازه او پرمختللي افغانستان خوب ته مو تعبير پيدا کيداى شي. که په جګړه کې ښکيل اړخونه د اوسنى وضعیت حساسيتونه درک نکړي، د افغانيت د واحد شعار پرځاى د ژبې، قوم، ګوند، سمت جنس، نسل او مذهب په نوم د امتیازاتو لپاره غوښتنې مطرح کيږي، نو يقيناً ويلاى شم چې د جګړو له امله زمونږ ماته بيړئ به په دغه توره شپه او توپاني هوا کې د نجات ساحل ته په رسيدو کې پاتې راځي او ملت هم لاس تر زنې نه کيني.
درنښت
عبدالوحيد وحيد
کابل افغانستان