دخبر دلیډ یا پیلامې دلیکلو بیلابیلې لارې :
دخبرپیلامه لیکل یوپنځونه ده اوتر ډیره ځایه دتقلیدپرځای پر تولید ډډه وهي ،دیوه خبر پیلزه په شلو دیرشو لارو لیکل کیدای شي ،خوداهر څه دژورنالیست له دلچسپۍ سره اړه لري اوعلاقه یې پکې مرکزي رول لري ،ښاغلې (ایس ایم شاهد)یې لیکلارې یا ډولونه په لاندې ډول بیا ن کړي دي :
دخبر دلیډیا پیلیزې ډولونه :
(۱)دلومړیوکرښو لنډیز :هغه دی چې دلومړیو کرښوداړوند خبر حال د(لنډیز) په ډول راوړې ،یعنې په سرسري ډول دخبر پایله بیانیږې ،چې په رښتینې ډول لنډ وي .
(۲)-تمثیلي پیلامه :هغه پیلامه ده چې پکې رنګین عبارتونه وکارول شي، اودخبر دجوړښت دمجازي یا اصطلاحي جوړولو هڅه کوي ،پداسې پیلاموکې ادبي وړتیا ډیره روښانه وي ،رنګیني پیلامې دلیکنې لپاره دتخیل او ادبي وړتیا اړتیا شته ،دډرامایي انداز ښه او محتاط استعمال اړین دی .
(۳)نادره پیلامه : هغه ده چې پکې روښانه ځانګړنه وي او دنوي طرز اوندرت عناصرپکې زیات وي ،لوستونکی ددغسې نا اشنا والې نه ډیر خوند اخلې .
(۴)- په نقل قول ولاړه پیلامه :دغه ډول پیلامې عموما دهمدغوکسانوپه ویناوواوخبرو پیلیږې لکه : دبریتانیي دسفارت مخې ته نننۍ چاودنه د......له لورې وشوه ،دوئ کوښښ کوي چې تل داسې دیپلوماتیک ځایونه په نښه کړي ....داخبره ...... ویاند...........دخبریالانویوې غونډې ته دکنفرانس پرمهال وکړه .....
(۵)-پوښتونکې پیلامه :داډول پیلامه عموما لکه له نامه چې یې ښکارې په یوې پوښتنې پیلیږې ،لکه :دولسي وګړودشهادت لړۍ به ترڅو روانه وي ؟یا ددې نا امنیو پړه دچا په غاړه ده؟.
(۶)-مکاني پیلامه :داهغه ده چې پیلامه یې دخبروپه بڼه وي ،یعنې دیوچادخبرومهمه برخه دپیلاموپه کرښو کې استعمال شي .
(۷)-شالیدلرونکې پیلامه :عموما دغه ډول پیلامې دیوې پیښې په مخېنه یا شالیدپیلیږې ، لکه دروغتیا وزیر درې کاله مخکې دروغتونو دحالت دښه کیدوموضوع دخپل کار د لومړیتوبونوپه توګه په ګوته کړي وه ،خولاهم ډیری ناروغان دروغتونولدې اوسنی حالت اود څښاک داوبواو درملو دنه شتون نه سرټکوي .....
(۸)-پرتلیزه پیلامه :پدې پیلامه کې دپرتلنې له لارې شته توپیرونه په ګوته کیږي، لکه :دهند حکومت دیوې خوا کشمیریانوته دسولې بلنه ورکوي او دبلې خوایې په خلاف دجنګ نوې جبهې خلاصوي .
(۹)ناببره لیډ:داهغه لیډ دی چې په ناببره اوغیر عادي پیښولیکل شوی وي ،لکه یوې وړې مرغۍ دیوې بوینګ الوتکې الوتنه له ځنډ سره مخ کړه .
(۱۰)-بیاني پیلیزه : داهغه ده چې دفطرت یا پیښودمنظرو بیانولوهڅه پکې شوي وي .
(۱۱)- کارتوسي پیلامه :داهغه ده چې دخبر لومړۍ کرښه په درې، څلوریازیات نه زیات پنځوکلمو بیان شوی وي ،مګرهغه څو کلمې ډیرې اغیزمنې وي .
(۱۲)-غیر مسلسل پیلامه : داهغه ده چې په هغې کې له غیر ضروري ځنډنه پرته دیوه خبر دبیانولوهڅه کیږي ،پدې ډول پیلاموکې لنډې کلمې کارول کیږي، لکه دبریښنا قوي وړانګه ،په لوړغږ ویدیل ،دیوالونه پرله پسې ډول رالویږې ،دمرګونوبازارتود شوی ،یعنې دکومې ناڅاپې پیښې ،زلزلې یا سیلاب ...دکیفیت دښه کیدولپاره دڅوحیرانوونکیوکلموپه پیلولوخبر شروع شي
-------------------

دخبر مــــــــتن :
ځینې پوهان پدې نظردي، چې دخبر متن هر ډول لیکل کیدای شي اودکومواصولو او ضوابطوماتحت ندی،یعنې اډون او اوږدوالی یې یوډول نوې، خوددې سر ه سره یوځانګړی چوکاټ (اډاڼه )لري ،خبري توکي دخبرجوړیدلوپه مهال په ځانګړیوبڼو قالب کې اچول کیږي ،یوژورنالیست (رابرت ایم نیل )وایې دیوې خبر لیکنې بڼه دیوه بادپه شکل آزاده وي ،خوبیا هم یوځانګړی چوکاټ لري اوداچوکاټ داسې لکه دحساب فورمول ،پخوابه یوه ژبه کې دخبر بڼه نوه، خو اوسمهال ورته یو ځانګړی چوکاټ جوړ شوی دی ،دبیلګې په ډول لومړی ورته دخبرعنوان یا سرخي ولیکل شي، بیا دخبر لیډ او ورپسې دخبردترلاسه کولو وخت ،ځای او ذریعه هم بیا ن شي .
(۱)دخبر دمتن دلیکلو پر وخت دې ته پام پکاردی ،چې دساده خبرونو تفصیل ښایې په دووپراګرافونوکې بیا ن شي، چې دتفصیل پروخت دموضوعاتو ارزښت هم په نظرکې ونیول شي، یعنې معلومات دارزښت له پلوه یو په بل پسې راوړل شي .
(۲)-په متن کې ښایې معلومات پیلامې ته په پام سره تشریح شي
–(۳)-په پیچلو،اوږدواو دڅو برخو لرونکیوخبرونوکې له هر دوه، درې ،څلوروپراګرافونووروسته یوه پیلامه راوړل شي –
(۴) دپیښوتفصیل اوږد وي، نوځکه دپیښو په خبرونوکې اول لنډه پیلامه او وروسته دمتن په برخه کې له پیل څخه تر پای پورې ټوله تېره کیسه په ترتیب سره ولیکل شي
–(۵) دمتن جملې ښایې لنډې ،څرګندې او اړوندې وي ،چې ناڅرګندې جملې دکتونکیودستړیا لامل ګرځي ....................................
دخبرمتن په بیلابیلولارو جوړیږې چې څولارې یې دادي :
الف -زماني یا مهالنی تر تیب :ددې نه موخه داده چې دپیښې داسې بیان وشي، چې دپیښیدوله پیله تر پایه پورې ټوله صحنه پکې انځورشي ،دخبر متن کې دپیښې پیل او پای څرګند وي .
ب- تدریجي ترتیب :ددې څخه موخه دخبر دمتن داسې ترتیب دی چې مهمې خبرې په پیل او غیر مهمې په پای کې راشي اوداطریقه ترټولوغوره ده .
ج- مکاني ترتیب : بیانیه ډول خبرونوته معمولا مکاني ترتیب ورکول کیږي ،ددې نه مطلب داوي چې پیښې دوخت پرځای دمکان اوځای له پلوه بیان شي ،دبیلګې په ډول دکومې نندارې دخبر دبرابرولوپه وخت کې په نندارتون کې دایښودل شویو شیانو،مصنوعاتواوسټالونو دیادونې تر څنګ مکاني ترتیب ته هم پام کیږي ،کوم سټال چې لومړی راشي، دهغې یادونه لومړۍ اوکوم چې وروسته راشي دهغې یادونه وروسته کیږي .
ﻫ -صعودي ترتیب :لدې څخه موخه دخبرمتن دډرامې یا افساني په بڼه لیکل دي یعنې کلایمیکس Climax))په پای کې راځي ،دغه ډول صنف ډیر لږبرابریږي یعنې دخبر نتیجه دخبر پای کې راځي .
ز – اجتماعي ترتیب :ددې نه غرض دترتیب دوه یا ددوه څخه دزیاتو لارو یوځای کول دي ،ددغولارویوځای کولو لپاره کومه خاصه قاعده نشته اوددې لارې کارول دخبرپه ډول پورې تړلې دي .
دخبر شالید/پای (Endimy) :
کله چې دخبر سرخط ،لیډ اومتن جوړ شول ،نوددې جوړ شوي خبرپای کې شالید راوړل کیږي ،دخبر آخرې برخې ته شالید وایې ،چې معمولا یو یا دوه پراګرافه وي اودخبر له موضوع سره په تړاولیکل کیږې اوهم دموضوع مخېنه بیانوي چې دادخبر بشپړونکې برخه ده اودخبر بشپړمعلومات لوستونکې او اوریدونکې ته وړاندې کوي .
نوربیا ...................