دا خلک هسې باټې وهي !
غازی امان الله خان؛ د محمود طرزی ریښتنی شاګرد او د سید جمال الدین افغانی د وصایاوو، ویناوو، مفکورې او لارې صدیق او واقعی پلی کوونکی؛ چې کله د انګریزانو د شړلو لپاره توره ترملا کړه، نو لومړی رجوع یې خپل ملت ته وه. کله یې چې د استقلال اعلان وکړ ، دغې غونډې ته یی د انګریز استازی راغوښتی و. د استقلال داعلان په وروستی جمله یی تاکید وکړ او بیا یی توره له تیکی راوکښله د انګریز استازی څخه یی د اخطار او ګواښ په ډول پوښتنه وکړه:
پوه شوې؟
هغه وویل :
هو صیب
یعنی د غازی مطلب دا وه چی نور نو افغانستان خپلواک اسلامی هیواد دی باید ورڅخه ووځي او که نه وخي د توری په زور یی باسی او په ریښتیا هم چی ویی ایستل او په نره یی وایستل. غازی امانه الله نه ورسره عکس واخیست او نه یې خوله ورته چینګه کړه. که نه دغه شهزاده په دیپلوماسی هم خبر و او په ادبی ژبه هم پوره مسلط و، کله چی اروپا ته تللی و، اروپاییان یې تهذیب، وینا، دیپلوماتیکو ادابو او اسلامی نیکو اخلاقو ته هک حیران وو. خو د انګریز د استازی په وړاندی یی ځکه ګواښ وکړ چی دغه شیطانی او استعماری قدرت څو څو ځله افغانان دوکه کړی و او ددروغو وعدې یې کړی وی.
اوسنی طالبان چی دانګریز میراثخورو نوکرانو پنجابیانو لس ځله وغولول بیا هم دهغوی د کلدارو لپاره ورته ټیت سر ولاړ وی، د امریکایی ډالرو په تمه د امریکی له استازی سره چینګه خوله ولاړ دی عکس اخلی. دافغانستان تاریخ یی وشرماو. وګوری ، دې عکس ته وګوری !
دا عکس له هغی تاریخی شبې سره پرتله کړئ چی غازی امان الله خان دانګریز استازی ته توره تر تیکی راوکښله او ګواښ یې ورته وکړ. د پنجا په دالو لوی شوی څخه پرته له همدې، نوره تمه نه کیږی.دغه لونګی والا پنجابیانو د بندیتوب په نوم اته کاله مخصوص ځای کی وساته، ۱۷کلنه نجلی یی ورته واده کړه، دوه ماشومان یی وشول انګریزی ژبه یی ورزده کړه او دامریکایی په وړاندی یی د دریدو ااداب وروښودل
دا دی نن هغه ورځ را ورسیده او دپنجاب داته کلن کورس
ورښودل شوی مواد عملی کوی.
خدای دی خوار که طالبه!
افغان مسلمان وژنې او امریکایی ته په تعظیم ولاړ یی.