د ورېښمو لرغونې لار ، یو کمربند او یوه لار
 
 جان روان ځاځی 
که څوک د ورېښمو لرغونې لارې له نوم سره اشنا وي، نو په اورېدو به يې په ذهن کې د تور او سپین تلویزیون پر پردې د ژر ژر تيريدونکو انځورونو په څېر د اسونو او اوښانو کاروانونه انځوریږي. د ورېښمو لرغونې لارې د نړۍ درې لويې وچې اسیا، اروپا او افریقا سره نښلولې وې او د يادو درېيو لویو وچو د تمدنونو په غوړېدو او ودې کې يې ځانګړی رول لوبولی دی. پر دغې لارې به نه يوازې د سیمو او هيوادنو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې کېدې، بلکې هنرونه، دودونه، مذهبي او ديني زده کړې، کلتوري راکړې ورکړې، طبي لارښوونې، پوهې، فنکاري، نظر تبادلې او داسې ډېر شیان به لاس په لاس کېدل او یوه نسل څخه بل نسل ته به سېنه په سېنه په ميراث پاتې کېدل.

 پخوا وختونو کې د نړۍ د زياترو سيمو او هيوادونو ترمنځ راشه درشه، کلتوري تبادلې او راکړه ورکړه موجوده وه، خو د نننۍ نړۍ په څېر اسانتياوې يې نه درلودې، ټکنالوژي نه وه، که وه هم پرمختګ یې نه و کړی، د هيوادونو او سيمو ترمنځ ګړندي سړکونه او ریلپټلۍ نه وې غځېدلې، هغه مهال د الوتکو او هوايي کرښو تصور هم نه کېده، یوازې لويې او وړې ځانګړې پلې لارې به تېرې شوې وې، چې یوه له هغو يې د ورېښمو لرغونې لار وه.

د ورېښمو لرغونې لارې د نړۍ په ځانګړې توګه د یادو دريو لویو وچو سيمې او هیوادونه د ژوندي موجود د بدن د مراندو او رګونو په شان سره نښلولي وو.

افغانستان د اسيا او اروپا په ځمکني مرکز کې پروت دی او هغه مهال د ورېښمو لرغونې لارې رڼه ملغلره بلل کېده او د خپل جغرافيايي موقعيت په درلودلو سره يې د دې لارې د ابادۍ او انکشاف او پرمختيا لپاره مهم خدمتونه کړي دي.

 د انسانانو په ژوند کې د سهولتونو او اسانتياوو په راپیدا کېدو سره دغې لارې ته شا وګرځول شوه او د وخت په تېرېدو سره مړه شوه، اوس پرې تګ راتګ نه کیږي، خو په هغو هيوادونو کې يې د اثارو څرک لګیږي، چې دغه لار پرې تېره شوې وه، اوس یې یوازې نوم د تاریخ په غېږې کې پروت دی.                                                                                  

یو کمربند او یوه لار

یو کمربند او یوه لار د چين نوښت او یوه لويه پروژه ده، دغه هيواد هوډ کړی، چې د ورېښمو لرغونې لار بیا را ژوندۍ کړي او د نړېوالې سوداګرې پر مخ يې پرانیستې پرېږدي. چين د یو کمربند او یوې لارې د جوړېدو خبره په لومړي ځل ۲۰۱۳ کال کې وکړه. د دغې لويې پروژې په وړانديز کې ځمکنۍ او سمندري لارې شاملې دي.

 چين وايي، چې د یو کمربند او یوې لارې دغه لويه پروژه به اسیا، اروپا او افریقا یو ځل بیا سره ونښلوي او د دغو لويو وچو د هيوادونو اقتصادونه به وغوړوي او ګټې به شریکې کړي.

دغه هيواد اوسمهال د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د یو کمربند او یوې لارې د لویې پروژې پر جوړونې بوخت دی، چې پر مټ به يې خپل ځان له اسیایي، افریقايي او اروپايي بازارونو سره ونښلوي او د نړۍ د نورو هيوادونو د تجارت او تګ راتګ لپاره به د پل رول ولوبوي.           یو کمربند او یوه لاره به د نړۍ او سیمو هیوادونو ترمنځ واټن کم کړي او سوداګر به وکولی شي، چې خپل مالونه په لنډ او کم وخت کې ولیږدوي.

چين وايي، چې د خپل پرمختګ تجربې به له ټولو هېوادونو سره شریکې کړي او د دې پروژې عمده هدف هم ګډ پرمختګونه او شریکې ګټې دي، چې هر هيواد به خپلې ګټې ترې پورته کړي او د نړۍ د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به ځانګړی رول ولوبوي.  

 په وچه کې راګیر افغانستان د اسيا او اروپا په ځمکني مرکز کې پروت دی. یو کمربند او یوه لار د افغانستان لپاره پرمختيايي لارې برابرولی او د خپل جغرافيايي موقعيت په درلودلو سره د سیمې پر څلور لارې بدليدلی شي. 

د مالوماتو له مخې افغانستان هم له چين سره د دې لارې د ابادۍ ياداښت لاسليک کړی دی.

 نن ورځ د دغې لويې پروژې ابادي د چټک اورګاډي په شان مزل کوي. داسې ښکاري چې افغان حکومت تر اوسه غوڅ او پرېکنده ګامونه نه دي پورته کړي او هيلمن یوو، چې چاروکي په راتلونکي کې دغې لويې پروژې ته پاملرنه وکړي او ګټې ترې پورته کړي