له دې ولس او هیواد سره ستا لېونۍ مینه آن تر هغې کچې هم لوړه ده لکه ته یې چې یادوې او لکه په پټه او برلا چې د دې هېواد غلیمان ترې ډارېږي . ته حماسي شاعر نه یې چې په خپل شعر کې خپل احساس راونغاړې او د دې کاڼه او ړانده ولس تر غوږونو یې ور ورسوې، خو ستا احساس ان تر هغه حماسي شاعر هم لوړ دی چې شعر د احساساتو او خیالونو څخه د الهام زیږنده یا هېنداره ګڼي . ته چې کوم حماسي شعر لولې، هغه ستا لوړ احساس دی چې ستا له ژبې څخه وړاندې ځان وښیي او ستا په شعر لاسبری او د شعر د لوست مخه ونیسي . که تا احساس نه درلودای، په بشپړ باور چې حماسي شعرونه به دې داسې په سړه سینه زمزمه کول لکه د ګاونډي غلیم سره چې سیاست کوي . نه یوازې ستا شتون، بلکې ان یوازې ستا احساس هم د دې هېواد او د دې لارورکي ولس لپاره یو ویاړ او یوه پانګه ده، خو درېغه، درېغه . . .  

ته د داسې ملت مشري کوي چې ځناور دوستم یې مجاهد کبیر، جامع الجنجالات ګلبدین حکمتیار یې د زړونو رهبر، فاشېست مسعود یې قهرمان ملي، غل او جاوسوس یې د سولې شهید، د ښځو د تیو غوڅوونکی شفیع دیوانه یې سردار مقاومت، خردوان او د ایران د سفارت افتخاري جاوسوس  محقق یې رهبر معظم، مزاري یې شهید کبیر او طالب خوارېجو یې د موسې ع لقبونه خپل کړي دي۔ تر ګلمرجان به تېر شم چې د اروپایۍ پېغلوټو یا اسیایي فاحشو په څېر فېشن کوي، خو باټې او داوې د جهاد، مقاومت، مردم سالاري، جهاد او ولسمشرۍ کوي۔

مجاهد کبیر هر څه تالا کړل، د انساني کرامت، هېوادپالنې، قومي ورورۍ او هېوادنۍ مینې ګلم یې ور ټول کړ . د زړونو رهبر هر کور ته ستونځې راوړې، خو حل لارې یې ونړولې .  مزاري په کوپړیو کې د میخونو وهلو فلسفه کېښووه، احمدشاه مسعود له ټانک څخه نیولې ان تر یوې کوشنۍ ډبرې پورې وپلورل، رباني د اردو له تجارت وروسته تر استخباراتو څخه په جګړه کې د سولې شورا ډېره ښکېل کړه، شفیع دیوانه تر ډوډۍ څخه د انسانانو ډېرې غوښې وخوړې، یونس قانوني یی تر ټول ډېر غیر قانوني، بدماش، غل او داړه مار وخوت، محمدي، جاهد او . . . یوازې په پچو کې په میلیونونو ډالر غلا کړل . ګلمرجان به بیا نه یادوم چې ان نوم یې سړي ته کانګې ور ولي . 

ولسمشره! 

ته د داسې ملت مشري کوي چې تر اوسه یې د خپلو بچیانو د شمېر په اندازه کتابونه نه دي لوستي، خو ستا هر اقتصادي طرحه رټي او تا به لېونی ګڼي . ته د داسې ملت مشري کوي چې د کباب او شیریخ لپاره روپۍ په پور اخلي، خو ښه شتمن یې د کتاب لپاره یوه روپۍ هم نه لري . ته د داسې ملت مشري کوي چې د یوې سپږې لپاره ټول پوستین ته اور اچوي، خو هېڅ وخت خپلې سپږې نه پاکوي، لومړی تور لګوي او داوه کوي، وروسته څېړنه او په ژوندي ولسمشر لعنت وایي، خو وروسته یې د قبر خاورې مچي کوي. ولسمشره ته د داسې ملت مشري کوي چې تر پتمن ژوند بې پته او دروغجن هجرت ته لومړیتوب ورکوي . ته د داسې ملت مشري کوي چې د خپلې بې ایمانۍ او بې ننګۍ پړه هم پر تا اچوي، ستا ناموس ښکنځي او د فحشا تورونه در پورې تړي . ته د داسې ملت مشري کوي چی خپل ټول هغه ارزښتونه چې دوی یې د ساتلو نارې وهي، په خپله د ورځې لس ځلې تر پښو لاندې کوي او سل ځلې یې په  نورو پلوري. 

ټول هغه کسان چې تا ته سپکې سپورې وایي، هغوی له خپل پلید زېږد څخه راهیسي تر خپل نجس زړتوب پورې یو له بل څخه سمه خبره نه ده اورېدلې . هغوی ته تل سپکې سپورې ویل شوې دي، دوی ته د شخصیت معیار لنډه غري ده. هغوی چې تا ته د قرآئت چلنج درکوي، د هغوی قرآئت په یوټوب کې شته، ان بسم الله الرحمن الرحیم یې نه دي زده . هغه کسان چې تا ته د یهود او کافر خطاب کوي، هغوی پرته له روپیو څخه نور په هېڅ شي باور او عقیده نه لري، هغوی چې تا ته د خائېن لقبونه درکوي، هغوی په خپله ان له خپلو بچیانو سره خیات کړی دی او لا لګیا دي، وطن خو هسې هم د یوې روپۍ لپاره خرڅوي. هغوی چې تا ته په رشخند او پسخند د نړۍ مفکر لقب درکوي، له بده مرغه هغوی د خپل کور او کوڅې په سطحه هم د لسم مفکر په لېست کې نه راځي . هغوی چې ستا په فکر، پوهه، مینه او اندېښنه پوری خاندي، هغوی د خپلې کورنۍ او ځان لپاره هم کومه اندېښنه نه لري، نه یې راتلونکې ته اندېښمن دي او نه یې له اوسمهال سره لېوالتیا شته . د دوی ټول شخصیت دا دی چې سهار یې له ځان څخه بد راځي، له غرمې وروسته یې له ګاونډي څخه .

تر پرونه پورې به همدې ولس د تورخم د یوې ورځې د تړلو زغم نه درلود، خو کافر پنجاب کولای شي چې اوس خپل ټول مواد پر افغانستان بند کړي، دا ولس به یوه ورځ و نه کړېږي. د کافر پاکستان له بدمرغ زېږد څخه ستا د دورې تر پیل پورې داسې کومه پېښه نه ده شوې چې د پنجاب کارخانې د سقوط او مواد یې دې خوسا شي، خو ستا د سوداګریزو پالیسیو له امله د پنجاب په زرګونو کارخانې سقوط شوې او مواد یې خوسا شول، حال دا چې زموږ په هېواد کې هره ورځ د دې ملت حاصلات ډېرېږي، ښېرازي یې په برخه او راتلونکې یې ډاډمنه شي . درېغه چې ولس ستا د دې پالېسۍ په مانا پوهېدلای او ارزښت یې ورکولای . 

ولسمشره!

ته د داسې ملت مشري کوې چې مرګ پر پاکستان نارې وهي، خو په ډېر ویاړ سره پاکستانۍ روپۍ او نور مواد کاروي۔ همدا ته یې چې د افغانستان تر ټولو لویترینه پانګه (اوبه) دې مهار کړې . د ایران پر ضد د امریکا تجارتي بندیزونه دومره کاري ثآبت نه شول لکه تا چې د هلمند اوبه مهار کړې .  د ایران لپاره زموږ د اوبو د بندونو جوړل د مرګ حکم وو او دی .همدا ته وې چې د ایران سره دې داسې حساب کتاب را واخیست چې امریکا یې په یوه پېړۍ کې خوب هم نه شي لیدلای . 

هغوی چې تا ته د کلیسایي او عیسوي خطاب کوي، هغوی په هېڅ دین ایمان نه لري. د هغوی ټول قېمت زر ډالره یا یوه نجسه څوکۍ ده . هغوی چې تا د سولې خنډ او د جګړې پلوی ګڼي، هغوی یوازې په کابل کې په زرګونو ماشومان قتل عام کړل، په زرګونو پېغلو یې تېری وکړ او په زرګونو سپین ږیري او ځوانان یې د پښتون، تاجک، هزاره او ازبیک په نامه په ګولیو سوري سوري کړل. هغوی چې ستا په شتون کې سوله کېدونې نه بولي، هغوی له تا سره د سولې لپاره نه په کعبه کې کښېني او نه قرآن د منځګړي په توګه مني، هغوی له الحاد سره یو ځای شول، هغوی د کافر په ټانک پیره کوي او روژتي مؤمن د لمانځه پر سر د الله اکبر په نارو وژني، د هغوی لپاره نن د یهودو او نصاراوو دوستي یوه ستره وجیبه ده .  له دوی سره په ناسته پاسته کې اعوذ باالله ډېره وایه! 

هغوی چې په تا دا تور لګوي چی د امریکا د وتلو مخالفت کوې، هغوی په خپله دا خاوره لېلام کړه، د اسلام یو مضبوط سنګر یې ونړوه او د امریکا د راوستلو لپاره یې هلې ځلې کولې، که داسې نه وای، نن به دلته امریکا نه وای، جګړه به نه وای، بدمرغي به نه وای . هغوی چې پر تا د مرتد ټاپه لګوي، هغوی ټولو په کعبه کې قسمونه کړي، خو بېرته یې مات کړي دي . هغوی چې تا ته د امریکا ګوډاګی او کافر وایي، هغوی همغه قرآن چې دوی یې د ساتلو نارې وهي، په ممبر کې له ملا امام سره یو ځای شهید کړ . هغوی چې تا د امریکا مامور او تالې څټی ګڼي، هغوی په قطر کې د امریکا په وچو کانسروا لکه خرسان داسې شپه او ورځ خوشند وهي او تر زراعتي خرو څخه ډېر پړسېدلي دي . ته دې ژوندې وې ولسمشره! 

ته دې ژوندی، سرلوړی او واکمن وې، ولسمشره!

یه سه شېن افغانستان، یه سه شېن ولسمشر غني!