د افغانستان بانک د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ یوه خپلواکه عامه اداره ده. چارې او کړنې یې باید د اړونده قوانینو په رڼا کې تنظیم او تر سره شي. د تېرو کلونو را په دېخوا حکومت د افغانستان بانک خپلواکۍ ته درناوی کړی او د اړونده مسولینو له لوري کوښښ شوی چې د افغانستان بانک چې یوه ملي اداره ده له سیاسي مسایلو لرې وساتي. که چېرې د افغانستان بانک خپلواکۍ ته درناوی ونه شي او یا سیاسي ملحوظات تو ته ځای ورکړل شي، د افغانیو ارزښت او نرخ به د دوستمي پیسو ارزښت وي او که چېرې وړ او په شرایطو مناسب افراد یې د رهبرۍ او مدیریت چارې په لاس کې ونه لري، د کابل بانک بحران به څو څو ځله تکرار شي او بوج او فشار به یې د غریب ملت له جیبونو او د افرادو د مالیو له پیسو پرېکېږي او ملي او نړیوال اعتبار به یې له سخت زیان سره مخامخ شي.

په دې ورستیو کې له بده مرغه د افغانستان بانک د ځینو افرادو له لوري له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شوی او دا ملي اداره له سختو حالات سره مخامخ ده. راځئ چې دا افراد په ګوته کړو او له ځینو غیر مشروع، غیر قانوني او غیر اخلاقي او کلتوري کړنو څخه یې پرده پورته کړو.

اجمل احمدي د افغانستان بانک سرپرست رئیس

۱- د اساسي قانون او د اړونده قوانینو په اساس د عامه ادارو په راس کې باید داسې کسان و ګمارل شي، چې افغان وي او د افغانستان تابعیت ولري. له بده مرغه اجمل احمدي یو مجهول الهویته انسان دی. داسې ويل کېږي چې لبنانی یهودي دی خو په جعلي توګه یې ځان ته د غزني تذکره جوړه کړې ده. د پژواک د راپور پر بنسټ، د نوموړي د هویت هېڅ ډول نښه په غزني کې نه ليدل کېږي، ځکه خو د ملي احصايې اداره په هېڅ ډول حاضره نه ده چې په دې برخه کې معلومات ورکړي.

۲- د اړونده قوانین په اساس، د عامه ادارې سرپرست نه شي کولی چې د ذاتي امورو اړونده چارې تر سره کړي او یا د ادارې اړوند مهمې پرېکړې وکړي. له بده مرغه اجمل احمدي چې د هېواد د قوانینو کافر او نا خبره بلل کېږي، د ټولو اړونده قوانینو په ضد داسې پرېکړې کړي، چې حتا ځينې کارکونکي یې بې دليله له دندو ګوښه کړي.

۳- د اړونده قوانینو او د کلتوري ارزښتونو پر بنسټ، د عامه ادارې مسولین باید خپل چال چلند د افغاني کلتور او انساني ارزښتونو په پام کې نيولو سره تر سره کړي. له بده مرغه د کارکوونکو توهین او تحقیر، د کارکوونکو ګواښل او د کارکوونکو ضمیر تر پوښتنې لاندې راوړل احمدي ته ښه سرګرمي او ساعت تیري ده. د بېلګې په توګه کله چې کارکوونکی له دندې په غیر قانوني توګه عزل کړي، بیا امنیتي کسانو ته هدایت کوي، ترڅو په بې آبۍ عزل شوي کارکوونکي له دفتره وباسي.

۴- د قوانینو په اساس، د عامه ادارې مسول نه شي کولی په جرمي مسایلو کې کارکوونکی منفک کړي بلکې د تادیبي مسایلو اخري حد انفکاک دی چې د ادارې مسول یې واک لري. له بده مرغه اجمل احمدي ادعا کوي چې عزل شوو کارکوونکو جرم کړی. په دې کار سره قانون پخو لاندې کوي او د څارنوالۍ او محاکمو واکونه اعمالوي! 

۵- کله چې یو فرد په عامه اداره کې واکونه اعمالوي او په چارو کې لاس وهنه بغیر له رسمي  منظورۍ کوي، جرم بلل کېږي. له بده مرغه اجمل احمدي لس تنه د باڼد ملګري له ځان سره راوستي چې د بانک ټول محرم معلومات راټولوي. په داسې حال کې چې یو کس یې هم رسمي کارکوونکی نه دی. 

۶- د عامه ادارې کارکوونکی باید د هېواد په ملي او رسمي ژبو پوه وي. له بده مرغه اجمل احمدي نه په پښتو پوهېږي او نه هم په دري. ټول مراسلات او افهام او تفهیم یې په انګلیسي ژبه دی. د بانک ډېر کارکوونکي  چې انګلیسي ژبه یې زده نه وي، توهین او تادیبوي.

اصیل ګل طوطاخیل

طوطاخیل چې یو احساساتي او ناپوه انسان دی، د بانک په ټولو غیر قانوني کړنو کې مستقیم دخیل دی او ددې ټولو ناخوالو یو له اصلي لوبغاړو څخه ګنل کېږي. ځینې کړنو ته یې په لاندې توګه اشاره کوو:

۱- طوطاخیل په غیر قانونی توګه د ځان لپاره د ۲۰۰۰۰ زره امریکايي ډالو منظوري اخیستې. بهانه یې دا کړې چې په کاناډا هېواد کې د ACCA پروګرام مخ ته وړي. دا په داسې حال کې چې د ACCA پروګرام په هر ځای کې پر مخ وړل کیدی شي او په افغانستان کې د ۴۰۰۰ ډالرو په قیمت په بشپړه توګه لوستل کیدی شي.

۲- طوطاخيل په غیر قانوني توګه ځآن ته معاش زیات کړی او کله چې معاش ورته په غیر قانوني توګه منظور شوی، بيا د تېرو نهو میاشو راهیسې یې تفاوتونه اخیستي. د طوطاخیل معاش ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ وو او اوس درې لکه او پنځوس زره افغانۍ معاش اخلي. دا په داسې حال کې چې تصویب ماقبل ته نه ګرځي بلکې په ما بعد د تطبیق وړ دی.

۳- کله چې یو کارکوونکی رسمي سفر ته له هېواده بیرون ځي، د ۵ ورځو سفر خرڅ اخلي خو اصیل ګل طوطاخیل د ACCA پروگرام په بهانه، د ۴۵ ورځو سفر خرڅ د بانک د ټولو مقرراتو په ضد او د محرابي په مرسته اخیستي. 

۴- طوطاخيل په استثنايي او غیر قانوني توګه د بانک له بودجې ځآن ته کور اخلي. طوطاخیل کور لري خو غواړي چې د ملت له بودجې نه عظمي ناوړه ګټه پورته کړي.

۵- هرڅوک چې د طوطاخیل د ناوړه ګټو ضد شي، بیا ورته دسیسه جوړوي. ډېری کارکوونکو ته یې په دې خاطر دسیسې جوړې کړي چې د نوموړي نامشروع غوښتنې یې نه دې منلي، چې ښه مثال یې د پخوانی مالي رییس عزل دی.

۶- طوطاخیل په هر راپور کې کوښښ کړی چې د لوړ پوړو مسولینو اذهان اغفال کړي او د ځان په ګټه استفاده وکړي. څارنوالي باید په دې برخه کې څېړنې وکړي چې د دا ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی وشي.

شاه محمود محرابي

محرابي چې څو ځله تقاعد شوی او عمر یې له ۷۰ کلونو پورته دی، د بانک د عالي شورای غړی دی او په دې ټولو ناخوالو کې لاس لري. 

۱- محرابي د عزیزي بانک رئیس سره خپلولي لري. کوښښ کوي چې د بانک په عالي شورا کې هره پرېکړه د عزیزي بانک په ګټه وکړي. دا کار یې په ښکاره د منافعو تضاد دی او د ټولو قوانینو خلاف کړنه ده.

۲- محرابي د عالي شورا د جلسو په جریان کې له جلسې بیرون ځي او د خصوصي بانکونو له مسولینو او صرافانو سره معاملې کوي او بیا د هغوۍ په خوښه پرېکړې کوي. 

۳- محرابي چې په امریکې کې ژوند کوي. د عالي شورا غونډو ته په بزنس کلاس کې راځي او د کابل سرینا هوټل نه بغیر بل ځای نه وسېږي. کله چې کابل ته راشي بیا نیمه ورځ په جلسه کې ګډون کوي او بیا بیرته خپل هېواد ته ستنېږي. د تګ او راتک لګښتونه یې په زرګونه امریکايي ډالر کېږي خو کاري پایله یې په نشت حساب ده. 

۴- طوطاخیل چې د محرابي په ټولو غیر قانوني مصارفو او تصامیمو سترګې پټوي، له څو نورو ناوړه ګټې اخیستونکو سره یې لاس یو کړی او د طوطاخیل په ذریعه هغو کسانو ته دوسې جوړي چې د محرابي په وړاندې غږ پورته کوي. 

۵- د محرابي ځوی چې جوزف نومېږي او د اجمل احمدي برادر خوانده دی، کوښښ یې کړی چې د اجمل احمدي، طوطاخیل او د خپل پلار ترمنځ غیر قانوني بانډ جوړ کړي او ټولو ناوړو کړنو ته لار هواره کړي. 

۶- لکه څرنګه چې د محرابي عمر ډېر زیات دی، داسې ویل کېږي چې ذهني حالت یې ښه نه دی ولې خپلو ګټو او د عامه بودجې نه د ځانه په ګټه استفاده ته یې بیا ښه ملا تړلې.

پورتنیو اندېښنو ته په کتو، له افغان غیور ولس، ولسمشر، مشرانو جرګې، مدني ټولنو او له رسنیو مو غوښتنه داده چې ددې خبیثه بانډ درې ګوني غړو سره حساب کتاب وکړي.

د ملي شورا له ولسي جرګې څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې اجمل احمدي چې یو مجهول الهویته انسان دی، د رایو صندق ورته کې نه ږدي او نوموړی د غیر قانوني کړنو له امله لویی څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د لویی څارنوالۍ له محترمې ادارې څخه غواړو چې ددې حلقې له غړو څخه جدي پلټڼې وکړي او د ټولو غیر قانوني کړنو له امله یې ممنوع الخروج او عدلي تعقیب لاندې و نیسي.