باتور لالا مې دوستم هم مارشال شو، ځکه دې لالا د ښاغلي جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله حکومت هم رانسکور کړی و او بل دی يو بې سواده شخص دی، زور او زر هم لري، د ملت په وينو يې لاسونه هم سره دي، په ارګ کې ارګ مېشتي هم ورسره چندانې سياسي غېږه نه شي نيولی. که څوک څه وايي نو هغوي هم له تېغه تېروي او هر يو په ارګ کې د ده او جمهور رئيس محمد اشرف غني تر څنګ غلي ناست دي او خپلې شپې سبا کوي چې څنګه خپلې تنخواوې واخلي نور ملت څه کوي که چاه ته ماموريت رسېږي او که نه، خو دوي په کې مارشالان، وزيران، مشاورين او واليان شول.
افغان ملت کوښښ کوي چې له داسې جګړه مارو څخه ځان او ټولنه خلاصه کړي خو ولسمشران يې په ارامه نه پرېږدي چې دوي خپله ساه واخلي همدارنګه ښاغلي حامد کرزي هم محمد قسيم فهيم په بيستو کې مارشال کړ، چې دا لاره هغه راتلونکو سياستوالو ته پرانيستله، له دې چې وروسته هر رئيس جمهور راځي زورواکي به ورته تيار په څوکۍ ناست وي او د مارشالۍ مډالونه به په خپلو اوږو نښلولي وي يوازې دومره خبره به پاتې وي چې جمهوررئيس ورته يوه غونډه د ارګ په منځ کې ونيسي او مفته رتبه ورکړي چې د دې کار په کولو سره د ملت په تازه زخمونو نورې هم مالګې ودوړوي چې داده تاسو له ما سره څه کوئ او زه څه کوم؟
درنو هېوادوالو، ليکوالو، ژورناليستانو، سياستوالو تاسو خپله د دې رتبې په اړه کله چې د شپې په بړستن کې سملاستۍ يو درې څلور دقيقې فکر وکړئ چې آيا دا شخص د دې رتبې لايق دی چې جمهور رئيس ورته دومره غټه رتبه ورکړه دا رتبه دې د تاريخ په اوږدو کې پورته کولای شي، دی به ملت ته څه ځواب وايي ځوانان به څنګه زړه ښه کړي چې له دې وروسته د ملي اردو او ملي پوليسو په ليکو کې دندې ترسره کړي او په اخلاص سره فعاليت وکړي، دا تاسو او دا ستاسو خپله سمه پرېکړه او بيا د جمهور رئيس او د ده د ناکامو مشاورينو کړنې.
ملت به د ښاغلي جمهور رئيس کومه ناکامي وبخښي، کومه لاس ته راوړنه به د ده خلک ياده کړي، کوم مثبت ټکي به موږ دده له ځان سره وساتو؟
ګورئ دا ټولې هغه منفي کړنې او د يوه ناکام حکومت او کمزوري رئيس جمهور کړنې دي چې د يوې رتبې په ورکولو سره يې په هېواد کې په زرګونه خلک له ځان څخه خفه کړل. که چېرته د دې رتبې ورکول يو مثبت کار وايې نو ارګ مېشتو به يو پروګرام په کومه رسنۍ کې د همدغې رتبې په اړه نيولی وه، چې ملت د پوښتنو د ځوابولو پرځای دوی ته څه ويل؟
ګورئ ارګ مېشتو سياستوالو دا کومه تګلاره چې تاسو د خپل سياست د بقاء لپاره په لار اچولې دا يوه ډېره ناکامه لار ده کوښښ وکړئ چې هغه کړنې تر سره کړی چې ملت او تاريخ درباندې ښه و وايي نه چې ملت هم درنه خفه شي او تاريخ خو هغه ده چې نور ستاسو له ناوړه تګلارو څخه شرمېږي چې کومه يوه به يې ژر ثبت کړي او کوم مرګونه او جنايتونه به نور و بخښل شي ځکه جنايتونه او خيانتونه ټول همدا تاسو کوۍ، کمزوري افغانان دا کارونه نه شي کولای چې کابل بانک چور کړي، ولايتونه مخالفينو ته تسليم کړي، وزارتونه په خپلو کې سره و وېشي خو لنډه دا چې تاسو د ملت په وړاندې ناکام خلک ياست.