د ګهیځ د دویمی برخی لیکنه ښیی چه دی د الحاد ملا دی. لیکونکی څینی خبری تکرار کړی:

اوله فقره یی ویی چه بی له مادی نه څوګ ماده نسی جوړولی. اوس خو اول دی باید ووایی چه توره قوه (نامرئی) په ماده اثر لری، که نه؟ ایا هغه ماده ده؟ صحیح جواب داده چه هغه ضدماده بللسوی ده. خو بیا هم هغه وجود لری او په کایناتو باندی تاثیر لری. تر پرون ملحدین په هغه نه وو خبر. نن باید ووایی ولی غیرماده په ماده باندی تاثیر کړی؟ که دا تاثیر تعبیر سی نو څنګه باید تعبیر سی؟ تر اوسه خو هغه په قادر، مهلک او داسی نورو صفاتو تعبیر سوی ده. ګهیځ نه هیله ده چه د ماده ضد قوی ماده ضد صفات را زده کړی تر څو مونږ مات کړی او د غربی علماوو استاد سی. 

بیرته د خدای د وجود او هغه خالق العالم بللو ته راګرځو. د خدای وجود مسلمانان د هغه د اثر د وجود په سبب منلی چه معنی یی داده ګه دا کائنات بی له خالقه نسی راتللی. که هغه بله ماده وی نو هغه څه وه. دمادی په حهان کی هره ماده باید خالق ولری که هر مادی خالق یاد سی هغه بیا هم تر سوال راځی چه ښه نو دهغی خالق څوک دی.  تسلسلی جوابونه جوابونه قانعکونکی نه دی نو څکه په منطق کی داسی جوابونه غلط بلل سوی. دا د مادی خالق د وجود امکان له مینځه وړی. نو کله چه مادی خالق رد سی سوال بیرته پیدا کیږی چه ښه نو ماده چا پیدا کړی ده. دلته د غیر مادی خدای نه سوا بل جواب معقول نښکاری. 

ګهیځ بیا هم په سوال او جواب ځان نه پوهه وی او وایی نو ښه دا غیر مادی خدای څنګه ماده پیدا کړه. دی دا هیروی چه دمادی خدای نظر قناعت بخش نوو نو ځکه مفکرین په غیر مادی خدای معتقد سول. او دی ته مسلمانان معلوم او موجود بالضروره وایی. نو څکه د عقل له مخی د خدای وجود او د هغه صفات یوه پټه خزانه ده. دا خزانه د رسولانو په ژبه بیان سوی. دا چه یوواری خدای و پیژندل سی نو بیا د رسالت د منلو لیاره اسانه کیږی خصوصا اسلام چه د یو بیتعلیمه کس په ژبه راغلی او د هغه نظرونه څه په ساینس ثابت شوی او ځینی به کیدای سی چه په اینده کی معلوم سی.  دی ته اعجاز وایی څکه هغه رازونه یو خدای ته معلوم ول او هغه د خپل نبی په خوله روښانه کړل. لنډه دا چه کله د مادی خدای امکان نوی نو د غیر مادی خدای او خالق وجود حتمی دی او دا چه د غیر مادی پیژندنه په مادی اسبابو د عاقلانو کار ندی نو د هغه په هکله سوال هم د عاقلانو کار ندی. 

د کن فیکون معمی بیا هم د غیرمادی خدای د مادی د جوړولی څرنګوالی ښیی. د هغی بیان په مادی قیاسونو باندی د عاقل کار ندی. 

د مادی ابدیت: یا ماده او یا انرژی؟ ښه دا به ومنو دا نن سبا همداسی ده. ایا ویلای سی چه دا به همیشه غوره نظر وی. کیدای سی را ته ووایی چه ضد ماده په ماده څه تاثیر لری؟ که بیا هم یوه سیاره او ستوری له مینځه ولاړ سی نو هغه ماده پاتی وی؟ مطلب دا دی چه دا بیا د خدای له وجود سره څه ارتباط لری. ابدیت د خدای صفت دی. بیا هم ښه دا خو منی چه مادی تغیرمندونکی او مسلمانان خدای له تغیر نه منزه بولی. نو بیا؟

د لیکونکی د پوقانی پاراګراف بیځایه تکرار دی. کوم نوی معقول نظر نسته پکی. 

د راتلونکو فقرو ارزښت باید په بدو نتیجو باندی تعبیر کړو. ځکه د دین په ضد چه کومی خبری سوی هغه له یوی خوا په بد فکر بنا سوی او له بلی خوا د لیکونکی په ژوره کرکه چه دی له دین سره لری. یوازی هلته مونږ د توری مادی ټکی ته متوجه سوو چه دلته ښیو چه د ملحدینو دلایل زاړه او بیځایه دی.

 

توره ماده/توره انرژی/ او ضد ماده

ساینس تراوسه د مادی ځینی اړخونه پیدا کړی دی. د هغی د نظم او تخریب معماوی یی لا ندی حل کړی. د مثال په ډول ولی اسمانونه تراوسه لا ندی خراب سوی دوی د توری مادی او توری انرژی تصورات وړاندی کړی.

توره ماده ځکه ویل سوی چه هغه غیر مرئی ده. هغه لا تراوسه نه لیدل سوی او نه د هغه لپاره کوم وسایل شته جه معلومات پری لاس ته راوړی. دا د ملحدینو غټه دعوه چه د خدای د پیژندلو په انکار کی کړی رده وی. د مسلمانو دعوه چه موجود په غیر مادی وسایلو هم ثابتیدای سی رښتیا کړی ده.

 عادی ماده چه ګهیځ ځینی خبری کړی دی هغه د کایناتو پنځه فیصده بلل سوی. نور یا توره ماده ده او توره انرژی. پام کوه دا دواړه یوڅیز ندی بلل سوی. اوس که دا د ګهیځ او نورو ملحدینو د خدای د نه وجود سفستی په مینځ کی واچوو نو معلومیږی چه د هغوی د خدای د انکار نظریه څومره وروسته پاتی ښکاری. 

ملحدین وایی چه مونږ په هغه باور لرو چه په مادی قانون باندی ولاړ وی. ماده د اټم سره سم پیژنی. د اټمی دنیا د قوانینو سره سم اوس باید کاینات سره ختم سوی وای. خو دا چه دا لاندی سوی نو د توری مادی او د توری انژی خبری کوی چه وایی دا ټول د کاییناتو د انسجام اوبه او قوه ده. دوی دا د کهکشانو او ستورو د حرکت د نظام په چوکات کی وایی. دلته دا معلومیزی چه دا شیان د هغی مادی نه بیل دی کوم چه ګهیځ یی په هکله سفستی اچولی. دلته دا معلومه ماده د غیرمعلوم څیز په زور تکیه سوی او جلیږی. 

 اوسنی پوهان وایی د بیګ بنګ نه وروسته ماده او ضد ماده په مساوی ډول پیدا شول مګر وروسته د تصادم په خاطر ضد ماده کمه شوی ده. چه دا یوه معمی ده. دوی وایی چه د تصادم په خاطر نن ضد ماده کمه ده. دا تصادمونه دیو بل په انتها تمام سوی. بیا ویل سوی چه هر اتم هم ماده لری او هم ضد ماده. دا چه سره ټکر سی نو بیا په انرژی بدل سی. مګر دا نوایی چه د انرژی نه وروسته بیا څه کیږی؟ ایا نوی ماده تولیدیږی؟ زه به ووایم چه نه. انرژی په تخریب باندی مصرفیږی. دا نوایی چه د تخریب نه وروسته نوی اتمونه راغلی او که نه. اوس نو تاسو ووایی: ماده ضد ماده لری او ضد ماده ماده له مینځه وړی. نو د مادی د ابدیت خبره چټی خبره ده. 

تور غارونه

پوهان وایی کاینات تور غارونه لری چه د ستوری په اخره دوره کی رامینځ ته کیږی. وروسته بیا هغه نور شیان ستوری او نور ځان ته راکشوی او په دی ډول هغه زوروریږی خو ستوری ورکیږی. د شیدو کهکشان هم داسی زورور تورغار لری. دا غارونه هم ساکن او هم حرکت کوی او کله جه بل تور غار یی څنګ ته راسی نو بیا سره یوځای کیږی. زومونږ لپاره جالبه خبره دا ده جه هغه نور شیان ویلوی او مرکزی نقطه لری. سوال دا دی تورغارونه بل دنیا ته د سفر لیار ده او که څنګه. دا مرکزی نقطه ماده ده او غیرماده. وایی دا مرکزی نقطه د صفر دینسیتی لری چه معنا یی دا ده هلته نه ځای شته او نه وخت. اوس نو باید ووایو چه ایا دا ټول باید و منل سی؟ سره د دی چه میتماتیک او تصوری مشکل لری بیا هم خلک یی منی. د ملحدینو لپاره نو سوال دا ده دا تور غارونه اترژی ځان ته راکشوی خو د باندی نه ځی. نو دا د مادی په ابدیت دلالت کو؟. څوک هم له هغه ندی راغلی چه ووایی زه د تور غار د مرکزی نقطی نه را ووتم.