تامیل پناه غوښتونکي نادیس لینګم او پریا د سریلانکا د کورنۍ جګړې له پای ته رسیدو وروسته د قاچاقبرو په مرسته له خپل هیواد سریلانکا وتښیتدل. دوی باور درلوده چې د سریلانکا حکومت یې نیسي او د تامیل پړانګانو بیلتون غوښتونکې ډلې سره د همکارۍ په تور یې ښایي ووژني.

نادیس په ۲۰۱۲ کال کې او پریا په ۲۰۱۳ کال کې په کښتیو کې استرالیا ته ورسیدل. دواړو استرالیا کې سره ولیدل او واده یې وکړ. د استرالیا حکومت دواړو ته د استوګنې لنډمهاله ویزې ورکړې او دوی هم د کوینزلینډ ایالت په بلایلو ښار کې میشت شول.

دغه کورنۍ چې اوس دوه لورګانې هم لري د لنډمهالو ویزو تر ختمیدو وروسته د استرالیا حکومت وینول او ګواښ یې وکړ چې بیرته یې سریلانکا ته ستنوي خو قضیه یې هغه مهال له جنجالونو سره مخ شوه چې ډیرو استرالیايي وګړو یې ننګه وکړه او پر حکومت یې فشار راوړ چې دغه فامیل دې استرالیا کې پریږدي.

یاد فامیل له تیرو دوو کلونو راهیسې په بیلابیلو توقیف مرکزونو کې تیر کړي چې دا مهال د استرالیا په کرسمس ټاپو مهاجرت توقیف خونه کې بندیان دي او خپل د پناه غوښتنې قضیې لپاره مبارزه کوي.

نادیس وايي، د تامیل بیلتون غوښتونکې ډلې سره د همکارۍ په تور د سریلانکا حکومت شکنجه کړی او که دا ځل لاس ته ورشي نو ښايي وی وژني. میرمن یې پریا هم دا ټینګار کوي چې ټوله کورنۍ یې سریلانکا کې د ځورونې له خطر سره مخ ده او د استرالیا له لومړي وزیر څخه غواړي چې دوی دې بیرته هلته نه لیږي.

خو د استرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي، دی نه غواړي چې پدې قضیه کې مداخله وکړي ځکه دا کار یې ښايي قاچاقبرو ډلو ته ناسم پیغام واستوي او ممکن هغوی له دې څخه سواستفاده وکړي.

بل خوا د استرالیا د اپوزیسون کارګر ګوند مشر انتوني البانیز د دې کورنۍ سره د حکومت چلند غیرعادلانه او بې شرمانه بللی او ویلي دي چې دوی باید استرالیا کې پاتې شي.

خو دا لا څرګنده نده چې دا کورنۍ به استرالیا کې خپله د پناه غوښتنې قضیه وګټي او که د استرالیا حکومت به وتوانیږي چې دوی بیرته خپل هیواد سریلانکا ته ستانه کړي. او آیا دوی به ریښتیا سریلانکا کې له محاکمې او ځورونې سره مخ شي؟ دا به راتلونکی وخت څرګنده کړي.