زه چې اکثره مقالې ، تبصرې او نظرونه لولم اوګورم دې اوسنی مصيبت هريو پوزې ته راوسټلئ دئ.
ځنې د موجوده ډلو ټپلو نه د يوې يا بلې څخه د خپل استدلال په اساس دفاع کوي او ځنې بيا دټولو په ردولو خپل نا ارامه او مغشوش ذهن تسکينوي ، خو الترناتيف نه شي ښودلائ ، فقط د خيالي اتحاد خبره کوي ، لاکن دا اتحاد حتا تعريفولئ نه شي چې کوم اتحاد ، په کوم شي اتحاد ، دچا اتحاد او دا اتحاد په کوم فزيکي او معنوي قوت پياده کول ؟
دا ارماني خبرې دي او د موجوده واقعیتونو سره هېڅ ارتباط نه لري .
افغانستان د نورې دنيا په شان يوه ټولنه ده چې د مختلفو فکرونو د افرادو نه تشکيل شوې ده او دا طبيعي خبره ده چې حتا د يوې کورنۍ غړي هم د شکل ، جنسيت او فکر له نظره يو شان نه دي . برداشت ، ذايقه ، ميل او خيالات يې يو دبل نه توپير لري ، د دوی د يو شان کولو تلاش يوه بېهوده هڅه ده او امکان يې نشته .
خو که د شريک ژوند کولو موضوع وي بيا بايد دوه کاره وشي :
يا به فرد د خپل فکر او خواهشاتو نه تېريږي ، خپله فردي د فکر ازادي به د نورو په واک کې ورکوي او د خپل تصميم او پريکړو حق به نفي کوي
او
يا به د تفاهم او حساب د لارې د شريک ژوند دکولو دپاره موافقه کوي او هغه اصول او پرنسيپونه به چې دا شر يک ژوند ورته ضرورت لري مراعاتوي او نقض کول به يې سره کرښه ګرزوي .
رابه شو زموږ وطن ته
دلته هم د تاريخي شواهدو او اسنادو په اساس د شريک ژوند او ډ اتحاد بنيادونه بايد و پيژندل شي او بيا ورته نور دعوت شي او د موجوده سياسي -اجتماعي سازمانونو ارزيابي هم د دغه اتحادي مشترکاتو په اساس وشي .
دا خو سمه خبره ده چې د موجوده مصيبت او په کې ښکيلو خواوو نه هیڅوک راضي نه دي ، نو ددې منجلاب نه راوتل به يا د يوه نوي سازمان په منځته راتلو چې ددې ټولو موجوده ډلو سره په توپير کې وي ميسريږي او يا به په مقايسوي توګه د موجوده سازمانونو تحليل او ارزونه کيږي او د هغه نه چې د د ملک د اتحادي اصولو ، عامه خير او صلاح زيات ظرفيت په کې وي د مشروط ملاتړ او حمايت اعلان وشي .
زما په نظر زموږ په ملک کې دوه ارزښتونه دي چې افغان اولس پرې بې له شکه راټول او اختلاف په کې نه لري ، هغه اسلاميت او افغانيت دئ .
ددې خاورې ټول خلک مطلق اکثريت مسلمانان ، د اسلام په دين پخه عقيده لري او پيروان يې دي ، همدا شان ټول ددې ملک اوسيدونکي دي ، ځانو ته افغانان وايي او د خپل افغاني ژوند دود (کلتور) په دايره کې ژوند کوي .
نو د اتحاد اصلي ستنې اسلام او افغانيت شول چې ټولې ليکنې ، کوښښونه ، مبارزې او تلاشونو بايد ددې دوو ارزښتونو په محور وي او اشخاص او ډلې هم ددې ارزښتونو په تله وزن کړل شي او په‌مقابل کې يې عکس العمل وښودل شي .
اوس د موجوده مصيبت د د محو کولو له پاره د نويې ډلې او سازمان دجوړېدو نه وس شته او نه ظرفيت .
دا تيوري په انفرادي توګه او اماتوري شکل کله ناکله د احساساتي او يا شهرت طلبه خلکو له لوري مطرح کيږي ، خو عملي څرک يې نشته ، بناا په د احساساتي مانورونو بايد خپل وخت نور ضايع‌ نه شي او د خيالپلو د دنيا نه بايد د واقعيت ډګر ته راکوز شو .
د موږ د ټولنې واقعيت دادئ چې دلته اشغالګر ، د هغوی نصب شوې اداره او په تشکيلاتو کې يې داخلې ډلې او په مقابل کې يې مبارزه کوونکي طالبان دي .
امريکا يو بیګانه ، متجاوز ، اشغالګر قوت دئ ، چې اهداف ، منافع او معتقدات يې زموږ د اهدافو ، ګټو او عقايدو سره هیڅ نه دي برابر .
د امريکايانو په لاس جوړه شوې اداره چې طبعاا" وجود او عدم يې د امريکايي اهدافو او منافعو سره په تطابق پورې اړه لري نه د افغانستان او جبرا" د هغوی دستور بايد ومني ، که نه تعویض کوي يې .
پاته شوه فقط د طالبانو ډله چې د اسلاميت او افغانيت ارزښتونو ته ځانونه منسوب بولي او د هغې د دفاع داعيه لري ، عملا" يې هم موږ وينو چې د اسلاميت او افغانيت د پاره ځانونه قربانوي او ددې سختې مبارزې دروند باريې په کمو امکاناتو په اوږو اخيستئ دئ.
زه نه وايم چې دا ډله سل په سلو کې د عيب او نيمګړتياوو نه پاکه ده ، خو د نورو په مقايسه يوازې ددې تحريک مبارزه د ملک د اتحاد او ارضي تماميت د بقا د پاره د افغان اولس د اتحاد د ستنو (اسلاميت او افغانيت ) سره برابره ده .
نو زما په نظر که د مصيبت ختمول غواړو ، د اتحاد عملي کول او د جنګ ، شر ، فساد او نورو سياسي دسیسو نه ځانونه خلاصول غواړو ، فعلا" بله لاره نشته ، بې د طالبانو نه د حمايت او ملاتړ .

البته د طالبانو نه هم دا توقع بايد ولرو چې د اسلاميت او افغانيت په چوکات کې نور هم د پيشنهاد ، انتقاد، پوښتنو غوښتنو او حساب اخستلو حق لري او دا حق يې بايد محفوظ او محترم وګڼل شي .
هر سازنده انتقاد ، ابتکاري پېشنهاد ، مشروع غوښتنې او د تعاملاتو د واضح حساب غوښتونکو ته دشک په سترګه و نه ګوري ، بلکې د سمې ادارې او ټولنيز عدالت د تاءمين د پاره يې ارزښتناکه او ګټور وکاروي .

د ازاد او خپلواک افغانستان په هيله