غندنه، پلټنه او ترهګره ډله، دغه کلمات به تاسي ډير ځله په رسنیو کي اوریدلي وي، چي کله هم یوه پيښه سوي وي، نو زموږ چارواکي يې په خپلو ویناوو کي ډیر ډیر یادوي، نوموړي درې کلیمي اوس مهال دلته په یو شعار باندي بدل سوي چي نه یوازي په افغانستان کي د داسی شعارونو شاهدان پاته سوی یو، بلکي په نړیواله کچه هم سیاسی فعالان نوموړي اصطلاحات د خپلو خلګو د غولولو لپاره کاروي، کله چی هم یوه پيښه منځ ته راځي، تاسی به ګوری چی چارواکي په خپلو خبرو کي ددې پيښي غندنه کوي او په پیښه کی د غمجنو سوو کورنیو سره ځان په غم کي شریک بولي، خو په دې اړه د کوم عملي اقدام د ترسره کولو لپاره هیڅ هم نه وایی، د معمول مطابق یوازي دومره وایې چي دا ډيره زړه بوږنونکی پيښه وه او دا د وطن د دښمنانو کار دی، موږ دا پیښه په کلکو ټکو غندو او تقبیح کوو یی، که موږ وګورو، پيښه خو یو عام کس تر تاسی (مطلب می مسول چارواکي دي) په ډيرو خوندورو الفاظو غندي او عاملینو ته یی د سزا غوښتونکی وي، خو پوښتنه دا ده چي دلته د یو چارواکي او یو عادي کس تر منځ څه فرق موجود دی، عام ولس هم د پیښی غندنه کوي او مسول چارواکي یې هم غنده کوي. د پیښي د واقع کیدو سره سم مسول چارواکي د پيښي په اړه د پلټنو د تر سره کولو وعده کوي، کمیسون ټاکي او وایی چي په دې اړه زموږ تحقیقات پیل سویدي او دوام لري چی ډیر ژر به د پیښي عاملین معلوم او د قانون منګولو ته وسپارو، تر اوسه مو ددې پيښي په تړاو دومره او دومره معلومات تر لاسه کړي او پلټني جریان لري، خو پلټني د پلټنو سره ورکي سي، نه کمیسون یا ټاکل سوی پلاوی د پیښي عاملین معلوم کړي او نه یی د قانون منګولو ته وسپاري. د بیلګی په توګه پر سردار محمد داود خان بستریز روغتون برید وسو، په سلګونه کسان په کښي مړه او ټپيان سول، دلته یو سوال دا دی چی په یوه امنیتي ساحه کي یو بریدګر څنګه کولای سي چی ځان او چاودیدونکي توکي تر روغتون او په روغتون کي دننه تر ټاکل سوی ځای پوري ورسوي، له بلی خوا بیا مسول چارواکي د پلټڼو وعده وکړي چي د یادې پيښي په اړه به په جدي توګه پلټنی وکړی او ډير ژر به د پلټنو نتایج په ډاګه او خلکو ته اعلان کړي او په پيښي کي ښکیل کسان به د قانون منګلو ته وسپاري، خو متآسفانه دا وعدي د همغي ورځي سره هیری سي، نه يې بیا څوک پوښتنه کوي او نه بیا د مسول چارواکو له خوا معلومات د رسنیو سره شریک کیږي، د پیښی د پیښیدو په وخت کي چي کوم معلومات د رسنیو سره شریک سول، نور معلومات د پلټنو سره یو ځای ورک سي، پيښه همهغسي ګونګه پاته سي او خلګ هم د پلټنو د پایلو انتظار کوي خو دا انتظار به یی کله هم پای ته وه نه رسیږی.
دا خبره به مو هم د چارواکو له خولی ډيره اوریدلي وي چي کله یوه پيښه وسي، د پيښي پړه که وسلوالي ډلي پر غاړه اخیستي وي که یې نه وي، مسول چارواکي یې پر وسلوالو ډلو ور وتپي، او وایي یاده پيښه د ترهګرو له خوا پلان سوي وه او ترسره سوه، د شاهروخ خان په یوه فلم کي یوه صحنه ده، په هغه صحنه کي د دوو ګوندونو له خوا داخلي جنګونه پیل سي، د یوه ګوند مشر مسول چارواکي ته زنګ ووهي، چي پيښه په هغه بل ګوند پسي وتړه، د هغه بل ګوند مشر زنګ ورته ووهی، چي پیښه پرهغه بل ګوند باندی تاوان کړه، مسول چارواکی حیران سي، چی اوس څه وکړي، یو عسکر یې ورته وایي، قومندان صاحب! هغه نړیوال شعار ( په دې پيښه کي د نړیوالو ترهګرو لاس دی، هغه یې ترسره کوي ) به ورته ووایو، اوس اوس دلته هم دغه څو کلمات استعمالول یو شعار ګرځيدلی، هره پيښه پر وسلوالو ډلو تاوانیږي، حقیقت دا دی چی دلته علاوه د وسله والو ډلو څخه نوري کړی سته چي په ترهګریزو پیښو کي خپلی ګټي ویني او بریدونه ترسره کوي چی دا کړی تر وسله والو ډلو د افغان ولس لپاره ډیری خطرناکي دي، باید هره پيښه د مسلکی اشخاصو لخوا په دقیق ډول وڅیړل سی او د دقیق نتایجو حاصلولو وروسته پیښه هغه چا ته راجع کړل سی کوم چی په دا پیښه کی یی لاس درلود او وروسته هغه مجازات کړل سی. له بل پلوه د نورو یا راتلونکو پيښو مخنیوی په دې شعارونو ورکولو سره نه کیږي، چي ویې غندی، پلټني رواني دي او دې کي د ترهګرو لاس دی، د هري پيښي باید هر اړخ وڅيړل سي، د مسولو چارواکو څخه باید پوښتنی وسي، غافل او هغه چارواکی کوم چی د نورو د ګټو لپاره کار کوی او خپل خلګ د نورو د ګټو لپاره قربانوی باید مجازات کړل سي، که داسي ونه سي همداسي به دا پيښي رواني وي، پرون پر سردار محمد داود خان بستریز روغتون برید وسو او نن په بلخ کي پر شاهین قول اردو برید کیږی، که د دولت لخوا په جدی توګه داسی موضوعاتو ته توجه ونکړل سی، نو په همدی ډول به په نورو داسي غټو ځایونو بریدونه ترسره کیږی، او په هغو کښي به هم بیا په سلګونو ځوانی خاوري کیږی، په سلګونو کورنی به بی سرپرسته پاتیږي او په سلګونو ماشومان به یتیمانیږی او راتلونکی ژوند به یی د توری تیاری په شان تک تور او د مشکلاتو څخه ډک وی، خو د دولت لخوا به بیا هم د هغو پیښو لپاره پلاوی ټاکل کیږی او پلاوی به پلټني کوی اوبیا به یو وخت خلګو ته د پلټنو پایلی اعلانوي، خو دا چی دا پایلی به کله عام ولس ته اعلانیږی او افغان ولس ته به د هغوی د اصلی دښمن څهره بربنډه کیږی، دا پوښتني به وخت جواب کړي..