د بشر حقونو د څار سازمان لخوا په خپور شوي کلني رپوټ کې د استرالیا د حکومت پر ځینو سیاستونو او تګلارو نیوکې شوي. په ځانګړي ډول په دغه رپوټ کې د یاد حکومت د مهاجرت او د بیان ازادۍ په تګلارو کې شته ستونزو ته زیاته ګوته نیول شوې.

همداراز په دغه رپوټ کې د استرالیا د زیات عمر لرونکو وګړو د پاملرنې سیستم ته کتنه شوې او په ځینو مواردو کې په دې سیستم کې د زړو خلکو د بشري حقونو د نه رعایت کیدو مسَلې او ستونزې هم یادې شوې.

د بشر حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۰ کال دغه رپوټ چې تیره اوونۍ خپور شو د دې سازمان له جوړیدو وروسته دیرشم رپوټ دی. په یاد رپوټ کې د نړۍ په لږترلږه ۱۰۰ هیوادونو کې د بشر حقونو مسایلو ته کتنه شوې.

د استرالیا په اړه پدې رپوټ کې تر ډيره د پناه غوښتونکو او کډوالو پر ستونزو تمرکز شوی او پدې برخه کې د حکومت پر پالیسیو نیوکې شوي او هغه یې ظالمانه بللي.

دې رپوټ کې ویل شوي چې په PNG او نایرو هیوادونو کې د استرالیا د حکومت مربوط سمندري مهاجرت مرکزونو کې د پناه غوښتونکو او کډوالو روغتیايي اړتیاوو ته سمه پاملرنه نه ده شوې چې له امله یې ډ‌یری کسان په ناوړه عصبي او رواني ناروغیو اخته شوي او آن ځینو پکې ځانوژنه او یا د ځانوژنې هڅې ترسره کړي.

رپوټ کې یادونه شوې چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې په دغو مرکزونو کې ۱۲ کډوال او پناه غوښتونکي مړه شوي چې د شپږو مړینه د ځانوژنې له امله رامنځته شوې.

دغه رپوټ کې همداراز ویل شوي چې د استرالیا په داخلي مهاجرت توقیف خونو کې هم حالات د نورمونو سره سم نه دي او په دغو توقیف خونو کې د نارینه کډوالو په نسبت ښځینه تر ډیره له زیاتو ستونزو سره مخ دي او هغوی د محدود او شدید چلند تابع ګرځول شوي.

د بشر حقونو د څار سازمان له دې رپوټ له خپرولو وروسته له استرالیايي حکومته غوښتي چې د دوی تازه راپور دې ډیر جدي ونیسي او د کډوالو او پناه غوښتونکو د ستونزو د حل په پار او همداشان د بشري حقونو په برخه کې د سرغړونو د اصلاح په خاطر دې ټوکلي ګامونه پورته کړي.