د اسټراليا حکومت لخوا د کډوالو کريکټر ټيسټ له مخې ويزې لغوه کول او يا نه ورکول کيدای شي غيرقانوني وي. پدې هکله د دغه هیواد د فدرال محکمې تازه پريکړه به د زرګونو کډوالو په قضیو باندې مثبتې اغيزې وشيندي.

اسټراليايي حکومت کډوالو ته د ویزو ورکولو لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د کريکټر ټيست په نامه يوه ازموينه وړاندې کړه چې له مخې يې د يو کډوال اخلاق او کريکټر چک کیږي او د هغې له مخه ورته ويزه ورکول کیږي.

داسې ويل کيږي چې د همدې پاليسې له مخې د ډيرو کډوالو ويزې لغوه شوي او يا ورته هيڅ ويزې ندي ورکړل شوي.

 

د اسټراليا حکومت دا قدرت او واک لري چې يو کډوال هغه وخت له اسټراليا څخه بهر کړي کله چې ياد کډوال اسټراليا کې کوم جرم ترسره کړي او يا د کريکټر په ازموينې کې بريالی نشي، ولې بيا د اسټراليا فدرال محکمې يوې تازه پريکړې کې ويل شوي چې حکومت نشي کولی د کريکټر له مخې د يو کډوال ويزه لغوه کړي او يا يې ورته ورنه کړي.

اسټراليايي حکومت تر دې دمه زرګونه مهاجر او يا بهرنيان د نوي قانون له مخې له اسټراليا څخه شړلي او يا ځيني په مهاجرت توقيف ځايو کې بنديان کړي.

حکومت د کريکټر ټيسټ د ۵۰۱ مادې په اساس زرګونه پناه غوښتونکي او کډوال له نا معلوم حالت سره مخ کړي او ځيني یې لا بيرته خپلو هيوادونو ته جبري استولي.

د اسټراليا د فدرال محکمې په دا بې ساري ګام کې د حکومت دا پاليسي ناقانونه بللې او ويلي دي چې د کريکټر ټيسټ پاليسي وروسته له دې پر کډوالو او پناه غوښتونکو نشي عملي کولی.