مینه او کینه
غم دې راپریښوده بېغمه لاړې
راته ښکاریږي چې صنمه لاړې
د دم په وخت کې دې اشنا بللم
چې زه راپرېوتم له دمه لاړې
د ګل نه مه کړه د وفا تمه بیا
لمر چې راوخته شبنمه لاړې
په سختو ورځو کې تنها دې پریښووم
د تش خوږو ورځو همدمه لاړې
د مینې باټو کې ټټر دې واهه
ټټر کې زړه دې کړ برهمه لاړې
د زړه کوڅې دې له اول بېلې وې
ځکه له کلي او له چمه لاړې
زه د ریښتیني ژوند په هڅه، لټه
ته د واهي ارزو په تمه لاړې
ما له ګړنګه او لوېدال ژغورلې
خو تا ویل چې پرې ورځمه، لاړې
په خټه ښه وې خو په خوی بده وې
نیښ دې راووهه لړمه لاړې(۱)
چیري چې مینه او کینه یوشان وي
ځه ترې، په غرو او که په سمه لاړې
شعروزمه خیالونه
(۱ ) متل دی وایې، لړم له دښمنۍ څوک په نېښ نه وهي، بلکې نېښ وهل یې خصلت دی.