غزل

د کاڼي زړه هم د هغه غریب په حال ژړېږي
تا پسي اوس د ماشومانو په مثال ژړېږي

اوس به په نوي کال کې ستا د راتلو لارې څاري
په سرو لاسونو الوداع کړي د تېر کال ژړېږي

د خدای ورکړي حقوق نورو ته په برخه لاړه
پښتنې پېغلې دي و شاته د دېوال ژړېږي

د دې سړي په دروغجنې مسکا مه تېر وزه.
د خپل خاموش تصویر تر شا په غالمغال ژړېږي

چا ورته زېری د لالي د شهادت راوړی
اوس په نوکانو پاکوي د زني خال ژړېږي

د لاسو کرښې د تېروچړو په څوکو توږي
لیونۍ بیا په کوم دروغجن کتلی پال ژړېږي.

هغه په زړه کې د ایمان ځای تکبر ته ورکړ
اوس په سرو سترګو د خپل کبر په زوال ژړېږي.

رفیع الله ایمان
2019/12/31