ژباړه: عزت الله ذکي
-------------------

۱: آلحرام مسجد – آلحرام مسجد د نړۍ تر ټولو لوی او ستر مسجد دی، چي پر يوه وخت پکي يو نيم ميليون کسان عبادت کولای سي. د نړۍ دغه ستر او لوی مسجد د سعودي عربستان مکه ښار کي په ۳۵۶ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی او يوه برخه کي يې بيت الله شريف هم واقع ده، چي هرکال په ميليونو حاجيان هم ورځي.

۲: نبوي مسجد – نبوي مسجد په نړيواله کچه دويم تر ټولو لوی مسجد دی، چي پر يوه وخت پکي يو ميليون کسان عبادت کولای سي. نبوي مسجد د فخر الموجودات او سرور کاينات حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم روضه او آرامګاه هم ده، چي د سعودي عربستان مدينه ښار کي په ۳۸۴ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی دی.

۳: استقلال مسجد – استقلال مسجد د اندونيزيا له اوله درجه لويو مسجدونو څخه شمېرل کيږي، چي ددغه هيواد په پلازمېنه جاکارتا کي موقعيت لري. دغه لوی مسجد کي پر يوه مهال ۲۰۰ زره نفر عبادت کولای سي.

۴: تاج المسجد – تاج المسجد د هندوستان يو له لويو مسجدونو څخه دی، چي ددغه هيواد بهوپال آيالت کي موقعيت لري. دغه لوی مسجد په ۴ سوه زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی، چي په يوه وخت کي ۱۷۵ زره تنه پکي عبادت کولای سي.

۵: آلجزاير مسجد – آلجزاير مسجد د آلجريا يو له لويو مسجدونو څخه دی، چي پر يوه مهال پکي ۱۲۰ زره کسان عبادت کولای سي. دغه لوی مسجد د آلجريا پلازمېنه آلجزاير کي په ۲۰ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی، چي رغنيزي چاري يې لاهم دوام لري.

۶: آلحسن ثاني مسجد – آلحسن ثاني مسجد د مراکش يو له لويو مسجدونو څخه ګڼل کيږي، چي هممهاله پکي ۱۰۵ زره تنه عبادت کولای سي. ياد لوی مسجد د مراکش کاسابلانکا کي په ۱۹۹۳م کال کي اعمار سوی دی.

۷: بادشاهي مسجد – بادشاهي مسجد د پاکستان يو له لويو مسجدونو څخه دی، چي د لاهور ښار يو څنډه کي موقعيت لري او په يوه وخت پکي ۱۰۰ زره کسان عبادت کولای سي.

۸: آلاکبر مسجد – آلاکبر مسجد د اندونيزيا دويم لوی مسجد دی، چي ددغه هيواد سورابیا ښار کي موقعيت لري او هممهاله پکي ۵۹ زره تنه عبادت کولای سي.

۹: بيت المکرم ملي مسجد – بيت المکرم ملي مسجد د بنګله دېش لومړی لوی او په نړيواله کچه لسم لوی مسجد دی، چي ددغه هيواد پلازمېنه ډهکه کي موقعيت لري. ياد لوی مسجد په ۲۹ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی او پر يوه مهال پکي شاوخوا ۴۰ زره تنه عبادت کولای سي.

۱۰: شېخ زايد مسجد – شېخ زايد مسجد د عربي متحده آماراتو تر ټولو لوی مسجد دی، چي ددغه هيواد ابوظبۍ کي په ۱۷ زره متره مربع مځکه کي اعمار سوی او په يوه وخت کي د ۴۱ زره عبادت کوونکو ظرفيت لري.