ولس له ډير وخت څخه راپدېخوا د هغې نيکمرغه ورځې ليدو ته د انتظار شېبې حسابوي چې زمونږ په هیواد کې سياسي واک ته د رسيدلو لاره يوازې ولس ته د مراجعې پر بنسټ وي، خو متآسفانه چې زمونږ د ډيرى سياستوالو فکري استقامتونه د واک ترلاسه کولو د حرص له امله لاهم د پوخوالي هغې کچې ته نه دي رسېدلي چې د ولسي ارمانونو پوره کولو ته تيار شى.
ځينې سياستوال د خپل فطرت له مخې په سياست کې د بريا ترلاسه کولو په موخه په توطیو او دسيسو جوړولو باور لري. دغه ډول خلک ظاهراً د پاکو، سپيڅليو، او غولونکو شعارونو او دريزونو درلودلو په مرسته خپل اعمال توجیه کوي.
د دغه ډول خلکو لرلید محدود او تر ډېره بريده د هغوى پر ځانونو را څرخيږي. د شکونو، ويرې، خوف او خيالاتو په نړئ کې ژوند کوي. دغه خلک فکر کوي چې افغانستان له هغوى پرته نيمګړئ ده او یوازې هغوى د ددغه هېواد لپاره د پرمختګونو او برياو پلانونه جوړولاى او د عمل په ډګر کې پياده کولاى شي.
لنډه دا چې زمونږ ځينې سياستوال د انارشي په وايروس ککړ شوي دي، هره هغه هڅه او پروګرام نه مني چې هغوى په کې نه وي. هغوي ښه پوهېږي که چېرته نظام، دولت او دولتي اډانه جوړيږى، نو هغوى تاوان کوي او خيالي شان او شوکت يې ورسره ځمکې ته را لوېږي.
متاسفانه کله د يرغلګرو او کله هم د همدغو خلکو د فکري استقامتونو له له تېرو لسیزو راپديخوا مونږ په ورانونکي ويجاړوونکي او وينې تويونکې بدمرغه جګړه کې لتاړ يو، خو نړئ په دغه موده کې دومره بدلون موندلئ چې په تېرو دريو پېړیو کې یې نه و ليدلئ. نړئ تر بل هر وخت ځواکمنه شوې، بډایه شوې، اسوده شوې او سره نږدې شوې. د خلکو په ژوند کې تر بل هر وخت ډېر مثبت بدلون راغلئ ده، خو د دريمې نړئ کمځواکه، له ملي او سياسي قيادت څخه محروم هېوادونه لا هم له لوږي، بې عدالتیو او جګړو سره لاس او ګرېوان دي.
بدبختي داده چې افغانستان د هغو بدمرغه هېوادونو له جملې څخه شميرل کيږې، چې نه یوازې خلک يې کله له لوږې، کله له پرديو يرغلونو او کله هم له کورنئ پيچلې مبهمې جګړې سره لاس او ګریوان دي، بلکه فساد، زورواکي او بې عدالتي هم پکې اوج ته رسېدلې. کمزوري، پاشلي او په پرديو مرستو ولاړ حکومتونه، فاسد چارواکي او ناانډوله بهرنئ او کورنئ تګلارې د دغه هېواد د پرمختګونو مخه ډب کړې او بي ثباتي ته يې لاره هواره کړي ده.
د زور خاوندانو د قوم، سمت، ژبې، ګوند او نورو نومونو افغان ملت يرغمل کړئ ده . نه پرېږدي چې نظام ځواکمن شي، اقتصاد مو وده وکړي، هېواد مو پرمختګ وکړي، بچي مو تعلیم وکړي او په پایله کې د یوه با ثباته او پرمختللي هېواد مالکان شو.
د ثبات سوکالي، پرمختګونو او اقتصادي ودې لپاره د نظام نسکوريدل نه، بلکه د سمون او بدلون په موخه د پخوانیو مثبتو لاسته راوړنو، پرمختګونو، ارزښتونو او معیارونو خوندي ساتل خورا اړين اصل ده.
زمونږ بدمرغي داده چې هېواد کې مو تل له هر اوښتون او بدلون سره تل وچ او لامده سوځيدلي او هرڅه له مينځه تللي دي.
اساسي قانون له لسو ځلو ډېر له سره جوړ شوی ده. نظام مو په وار وار وران شوی ده. د نوييمې لسیزې د ناورينونو شاهدان یو چې شتمنئ لوټ شوې، د حکومت ټوله زېربنا مو ونړېده، ټانکونه، الوتکې او نور نظامي وسایل مو د واک او ځواک وږو تږو وپلورل. له امریکا څخه ترلاسه کړي سټینګرونه مو هم ونه شواى ساتلاى او د څو پيسو په بدل کې مو بيرته پرديو ته وسپارل.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې ارګ ته د رسيدو لپاره يوازنئ لاره د ټاکنو په پله تيريږي. مګر متأسفانه يو شمير نوماندان واک ته د رسيدلو لپاره په متبادلو له شخړو ډکو، لنډو مګر له قانون سره په تقابل کې لارو باندې باور لري. اساسي قانون او د ټاکنو اړوند خپلواک کميسيونونه په خور جابرانه او امرانه لهجه ګواښي چې تر هغو دې پايلې نه اعلانوي تر څو چې هغوى ورته اجازه نه وى ورکړې. دوى هڅه کوي چې قانون او اړوند قانوني بنسټونه د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره د ابزارو په توګه وکاروي.
اوس هغه وخت را رسيدلئ ده چې د زور، ګواښونو، تهديدونو او د سياست په لوبه کې د ماتې نه منلو دود ته د پاى ټكئ کيږدو. دغه کړئ باید د ولسي غوښتنو په مقابل کې خپل مسئوليت درک او د خپلو کړنو حساب ورکولو ته مجبور کړل شي. که د تيرو مسلسلو او متواترو ناکاميو د ارزولو دود زمونږ د سياسي مانورو برخه واى، نو اوس به د واک غوښتونکي سياستوال حتماً د ولس د سياسي واک حق او مالکيت ته د تسليمي سرونه ښکته او ديوه مسلم واقعيت په توګه به يې دغه ولسي حق قبول کړئ واى. مګر بدبختانه زمونږ سياست لاهم د ملي ګټو او د هيواد د سمسورتيا پربنسټ نه بلکه د شخصي ګټو پر محور راڅرخيږي. مونږ ته لاهم هغه منزل ته د رسيدو لپاره مزلونه پاتې دي چې د واک ترلاسه کول په بشپړه توګه په سياسي معيارونو او ستندردونو برابر، ګټل او بايلل د سياسي لوبې برخه وګرزي. د ګواښونو، بانو، پلمو، تورونو او مخالف لوري ته د سپکو سپورو ويلو پرځاى د ځان په زيان د لوبې پايله د منلو جرئت، شجاعت او همت کول د سياسي کلتور برخه وګرزي.
د تاريخ پاڼو ته له سر ورښکاره کولو وروسته پوهيږو
چې موقتو حکومتونو نه، زمونږ ستونځه کمه کړې ده او نه يې زمونږ د ټولنيزو رنځونو درملنه کړې ده. د ولس لخوا د موقت حکومت هغه مهال لا نوره هم منفوره او مردوده غوښتنه وګڼل شوه او سخت غبرګونونه يې راوپارول کله چې د پرديو لخوا د دغه ډول حکومت غوښتنه وشوه. که څوک اوس هم د موقت حکومت نغاره ډنګوي، زمونږ په آند سهوه کوي او مشوره مو ورته داده چې په خپلو دريزونو بيا غور وکړئ او پريږدئ چې د ولسواکي نوي او تازه بنسټونه خپلې دندې سر ته ورسوي. په د موقت حکومت لپاره د هر چا تعریف او لرلید جدا ده. د بېلګې په توګه ځينې افغان سیاستوال ځکه موقت حکومت غواړي تر څو هغوى او د هغوى په ارګاه بارګاه کې پراته نهنګان پکې د واک او ځواک خاوندان شي او بېرته خپل پخواني برم ته ستانه شي. هېڅوک به حساب او کتاب نه ورسره کوي، خو داسې نه ده. د هغوى عظمت رفته د پرديو استخباراتي اوپراتيفي کړنو پايله وه او د سياست په لوبه کې د پرديو استخباراتو په مرسته ترلاسه شوئ عظمت موقت او پايلې يې يقيناً شرمونکې ويښونکې او بوږنونکې وي. ځينې بهرني هېوادونه ځکه د موقت حکومت غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د اوسني ګوډ او مات نظام تسلسل او تواتر نور هم مات او کمزورئ کړي. هغه اشخاص په دغه حکومت کې واک ته ورسوي چې له دوی سره غاړه یوسي.
د تيوري له مخې موقت حکومت د جګړې د پای ته رسیدلو او تلپاتې سولې ترمنځ د پله حيثيت لوبوي خو عملاً پر موقت حکومت کې هغه افراد حاکمیت لري څوک چې, د جګړې یو اړخ پاتې شوی وي.
بله خبره دا ده چې موقت حکومت ډير وخت د بیلابیلو افکارو، ډلو، قشرونو، قومونو او حزبونو پر اساس رامنځته کيږې چې همغږي او یووالی پکې که ناشونئ نه وي، نو ستونځمن حتماً ده. هره ډله به د ملي ګټو پر ځای شخصي، ګوندي، او قومي ګټو ته ژمن پاتې کېږي.
په پاي کې مونږ په زغرده وايو چې د موقت حکومت له پورته يادو شويو ټولو منفي اړخونو سره سره، بيا هم که موقت حکومت په هيواد کې د تلپاتي سولې او د جګړې د پاي ته رسيدو په بيه وي، نو بده سودا نه ده او مونږ يې طوعاً و کرهاً له دې امله پلوي يو چې بله چاره نه لرو. ځکه چې دلته اوږده جګړه شوې ده. ژور زخمونه جوړ شوي دي. د ټولنو ترمنځ واټنونه ايجاد شوي دي او باورونه له منځه تللي دي. پورتنيو ټولو ستونځو ته حل لاره موندل به حتماً د يوه سوچه بي پرې خو له تجربو او وړتیاوو څخه ډک داسې حکومت جوړولو ته اړتيا ولري چې له ولسي او نړيوال حمايت څخه برخمن وي. د بشپړې سولې رامنځته کیدل اوږده پروسه ده. طبعاً ډير وخت نیسي. د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسلوالو مخالفینو تنظيمول، دهغوی سياسي او اداري افرادو ته کاري او اقتصادي فرصتونه برابرول، د بندیانو ازادول، په تدريجي او منظمه توګه د انتقالي عدالت پلي کول، په عدلي او قضايي، مقننه، امنیت او نورو بنسټونو کې سمون او بدلون، وسلې راغونډول، جنګیالي بیرته ملکي ژوند ته اړول، زیانمنو خلکو سره د مرستو لپاره ځانګړي پلانونه جوړول او داسي نور د تلپاتي سولې لپاره هغه مراحل دی چې یوازې يو بي پرې، خو په ملي او نړيواله کچه پياوړي حکومت ته اړتيا لري.
که د سرتاسري او تلپاتې سولې خبره نه وي نو د موقت حکومت د رامنځته کېدو بنسټيز مانع پخپله د افغانستان اساسي قانون ده چې د واک انتقال یوازې د ټولټاکنو له لارې ممکن بولي.
د موقت حکومت په تړاو له پورته يادو شويو لاملونو څخه څرګندیږي چې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه غير قانوني غير موجه او مطلقاً د ځينو ناکامو سياستوالو لخوا سلیقوي او شخصي غوښتنه ده. دغه سیاستوال چې په ټاکنو کې د قانوني بهیر له لارې واک ته له رسيدو څخه ناهيلي شوي دي، نو د موقت حکومت په غږ پورته کولو هڅه کوي چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې او د موقت حکومت په اډانه ځان او خپل نازولي څاربه کړي.
مونږ باور لرو چې په سیاست کې لوبه ګټل مهم دي، خو ولس هېواد او نظام بیا تر هر شخصي سیاسي بري څخه لوړ ده. له هر افغان سياستوال څخه مو هيله او توقع داده چې د خپلو ارمانونو د پوره کولو لپاره افغانستان د ګړنګ په غاړه نه درو.